تاند- په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر وايي، د خطرناکو ترهګرو لیست یې د پاکستان د پوځ مرکزي قوماندانۍ ته سپارلی او پاکستان مکلف دی چې دا کسان وځپي.
ډاکتر عمر زاخېلوال نن /سې شنبه/ وویل چې پرون یې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم له سلاکار سرتاج عزیز سره په کتنه کې له نوموړي وغوښتل چې د پاکستان حکومت باید په دې لیست کې شامل تروریستان یا د افغانستان حکومت ته وسپاري او یا یې له منځه یوسي.
ښاغلي زاخېلوال زیاته کړه، پاکستاني چارواکو ته د افغانستان له لوري په سپارل شوي لیست کې هغه جګړه مار او قوماناندان شامل دي چې د افغانستان په خونړیو تروریستي پېښو کې لاس لري.
په افغانستان کې د پاکستان سفیر د خپلو خبرو په دوام کې وویل، د پاکستان پوځي او ملکي چارواکو ډاد ورکړ چې د دغو تروریستانو پر ضد به اقدام وکړي.
زاخېلوال له پاکستاني چارواکو او پوځه وغوښتل چې د افغانستان لارې پرانیزي او د افغانستان پر ضد تبلیغات ودروي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر دا هم وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بندیانو د تبادله کېدو لپاره یو میکانیزم جوړ شوی اوده دا میکانیزم له تروریزم سره د مبارزې او د ګیلو ماڼو د پای ته رسېدو لپاره ګټور وباله.
د افغانستان حکومت پرون/دوشنبه/ وویل چې په اسلام اباد کې یې د خپل سفیر په وسیله پاکستان ته پرون/دوشنبه/ د ۸۵ ترهګرو مشرانو او د هغوی د کسانو د روزنې د ۳۲ فعالو مرکزونو لیست وسپاره او له پاکستانه یې وغوښتل چې د دغو مرکزونو او کسانو خلاف فوراً اقدام وکړي.
پاکستان د ۲۰۱۶ په لومړیو کې ویلي و چې که طالبان د سولې خبرو ته حاضر نه شول نو لږترلږه به د هغوی مشران او کورنۍ له خپلې خاورې وباسي خو وروسته پاکستان له خپلې دې ژمنې په شا شو او ویې ویل چې که دا کار وکړي ممکن د پاکستان خپلې ستونزې زیاتې شي.