د یونان ستر باچا الکساندر د ډيرو حکومتونو تر نيولو وروسته خپل وطن ته د بېرته تګ په وخت پر لاره ناروغ او څو مياشتې بستر شو.
تر مړينې څو شېبې وړاندې لوی باچا الکساندر پوه شو، چې برياليتوبونه، تېره توره، لوی پوځ او هر څه يې بې ګټې وو. باچا د پوځ ټول مشران راوغوښتل او ورته ويې ويل:
زه ډیر ژر له دې دنيا کډه کوم؛ خو درې غوښتنې لرم. هيله کوم، چې غوښتنې مې ومنئ.
د پوځ مشرانو په داسې حال کې چې اوښکې يې له سترګو بهېدې، هوډ وکړ، چې د خپل باچا د وروستیو غوښتنو اطاعت به کوي.
الکساندر وويل:
لومړۍ غوښتنه مې دا ده، چې طبيبان دې زما تابوت په يوازې ځان تر ګوره ولېږدوي.
دویمه غوښتنه مې دا ده، کله چې تابوت د قبر خوا ته وړئ، هغه لاره چې د هديرې پلو ته تللې، بايد په طلا، نقرې او نورو قيمتي ډبرو وپوښئ. وروستۍ غوښتنه مې دا ده، چې دواړه لاسونه مې بايد له تابوته ځوړند وي.
هغوی چې د باچا دا وصیت واورېد، هک پک شول؛ خو هیچا د اعتراض جرات کولی نه شو.
باچا ته ورګران یوه ساتونکې يې لاسونه ښکل کړل، په خپل زړه يې کيښودل او ترې ویې پوښتل:
حضور، موږ به دې ټولې غوښتنې پر ځای کړو؛ خو و مو نه ويل، چې ولی داسې عجيبه غوښتنې لرئ؟
الکساندر د دې پوښتنې تر ځواب وړاندې سوړ اسوېلی وکړ او ويې ويل:
زه غواړم نړۍ له درې څيزونو چې نوي مې زده کړي، پوهه کړم.
غواړم ډاکتران مې تابوت ولېږدوي؛ ځکه هېڅ ډاکتر نه شي کولی، په واقعي ډول انسان ته شفا ورکړي. هغوي بې وسه دي او نه شي کولی انسان د مرګ له منګولو وژغوري، پر دې اساس انسانان بايد فکر و نه کړي، چې ابدي ژوند لري.
دویمه غوښتنه مې د هديرې پر لار د طلا او سپينو زرو شيندل دا پيغام خلکو ته رسوي، چې آن يو مثقال زر هم له ځان سره نه شم وړی.
پريږدئ چې خلک پوه شي، چې په مال او ثروت پسې تګ د وخت له ضايع کولو پرته دوی ته نور څه په لاس نه ورځي.
درېيمه غوښتنه مې د لاسونو ويستل له تابوته و، غواړم خلک پوه شي، چې دې دنیا ته تش لاس راغلی یم او تش لاس ترې لاړم
ښاغلي هوتک صيب ته سلامونه!
د الکساندر خبرې يوه فلسفوي سفسټه ده. ستاسو په هوتکو کې مېرويس نيکه يوه لويه بشري شتمني پرېښوده، لوی احمد شاه بابا هم لويه امپراتوري پرېښوده او خوشال خټک هم لويه فرهنګي زېرمه پرېښوده، خو هم د ميرویس نېکه اولادو او هم د لوی احمد شاه بابا اولادو په خپلو کې ښکېل شول او خوشال خو ليا ډېرې لېکې د خپل اولاد په بې اتفاقيو تورې کړې، ځکه نو نن هم ټول پښتانه له ستونزو سره ښکېل دي.
د الکساندر مکدونيه هم کوم ځمکنی جنت نه شو! نو زما نظر دا دی، چې نن يې وګټه او سبا دې تضمين کړه! کله چې کور جوړ کړې او اولاد ولرې، نو ګومان نه کوم، چې د افغانستان نننی غربت، بدمرغي او بد امنيتي دې پر خپلو اولادونو ولورېږي، خو که شتمن وې، هرومرو يو هوسا ځای د ځمکې پر سر پيدا کولی شی، چې خپل کهول پکې وساتې! اما که ناداره وې همغه د «تشنه در درون تشنه درآمده!» خبره دی! نو زما سپارښتنه دا ده، چې په ژوند کې تحصيل وکه، په پاک وجدان يې وګټه او د خپلو اولادونو او ملت راتلونکې پرې پياوړې کړه، چې له نننيو افغاني کړاونو سره مخامخ نه شي! نو په سفسټو دې فکر مه مشکوکوه!
وسلام، ستاسو د برې په تمه