تاند – د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي د پاکستان له خوا د افغانستان په ختیځ کې د ترهګریزو راکټي بریدونو په هکله د افغان ولسمشر اشرف غني د یوه یادښت په ځواب کې ویلي چې په افغانستان باندې هر ډول حمله داسې ګڼل کیږي لکه په هند باندې چې شوې وي.
د ښاغلي مودي د دغه ځواب په هکله د پاکستان جنګ ورځپاڼې نن /د فبروري ۲۲مه/ د یوه هندي تلوېزیون په حواله چې نوم یې نه دی اخیستی لیکل کړي دي.
د پاکستان جنګ ورځپاڼه لیکي چې په ډيلي کې د افغانستان سفیر شیدا احمد ابدالي په یوه ناڅاپي ملاقات کې لومړي وزیر مودي ته د افغان ولسمشر یادښت رسولی چې پاکستاني ځواکونه د افغانستان په ختیځ کې ملکي خلک په نښه کوي او له سیمو څخه اېستلو ته یې مجبور کړي دي او په مقابل کې ښاغلي مودي د هر ډول ملاتړ ژمنه ورکړې ده.
پاکستانۍ جنګ ورځپاڼې د دغه هېواد د نورو رسنیو په څېر چې د پاکستان د استخباراتي ادارې تر نظارت لاندې کار کوي په افغانستان باندې د پاکستاني ملېشو او پوځیانو راکټي بریدونو ته د ترهګرو د ځپلو نوم ورکړی دی.
Down with porkistan !!!!! Porkistan is a terrorist state.
Very good
I hate Pakistan army
/wow/india is number one friend afghanistan
afghan president must start good diplomacy with bangladish,
IF this trigonal of india/afghan/bangladish gave hand together,
that time we are winner in the political &military area,
LOOK TO ISLAMIC DIPLOMACY/
INDIA{noun muslim) IS OUR FRIEND/BUT PAKISTAN(traditional muslim) ARE ENEMY OF AFGHANISTAN. THANKS FROM TAAND