هلک د دوکان مخې ته ودرید. بڼورې سترګې یې ژر ژر ورپیدې. د شیشې شاته  نانځکه وه. د نانځکې سور کمیس، زیړ پتلون و.

هلک شیشې ته ورنژدې شو. له خندا شین شو. پوزه یې پر هنداره چیته شوه. یو چا له مټه کش کړ:

-شیشه چټلیږي

هلک راپه شا شو. له ویالې پورې غاړه د سړک لور ته واوښت. له جیبه یې ډوډۍ راوایسته. نانځکې ته یې ډوډۍ جګه ونیوله. غټه مړۍ یې وکړه. لاس یې د نانځکې لور ته لکه ټوپک ونیو:

-ټک ټک…

منډه یې کړه، د ونې شاته ودرید. نانځکې ته یې په یوه سترګه وکتل. بیرته پالي پالي د دوکان مخې ته ورغی، له نژدې یې نارې کړې:

-ډز ډز

له دوکانه هغه مخکنی سړی راووت. چیغه یې کړه:

-ورک شه

هلک شاته  ټوپ کړل. په وچه ویاله کې وپروت. جامې یې په خاورو شوې. دوړې یې ترې وڅنډلې، ورو ورو رهي شو. څو ګامه نه و تللی، بیرته یې رامنډې کړې. په ویاله کې ډوډۍ ترې لویدلې وه هغه یې په جیب کې ومنډله او نانځکې ته یې بد بد وکتل.

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *