۴ کب ۱۳۹۵
د افغانستان برېښنا شرکت د سترو ونډه والو غونډه د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي په مشرۍ د کور او ښار جوړونې، د اوبو او برېښنا او د اقتصاد وزیرانو تر څنګ د افغانستان برېښنا شرکت رئیس په ګډون د کب میاشتې په ۳مه نېټه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د ۱۳۹۴ کال د وري میاشتې د ۱۲مې نېټې د سترو ونډه والو د صورت جلسې او د ۱۳۹۲ او ۱۳۹۳ کلونو د مالي حسابونو پر تصویب، د تېر کال مالي فعالیتونو په اړه د مدیره پلاوي پر کلني راپور، د نویو غړو په ټاکنه، د برېښنا شرکت د څارنې پلاوي د غړو خدمتي نېټې په نوي کولو او یو شمېر نورو مسایلو خبرې وشوې چې په اړه یې لازمې پرېکړې وکړې.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان برېښنا شرکت یو دولتي شرکت دی، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د سهامي او محدودالمسئولیت شرکتونو له قانون سره سم جوړ او فعالیت کوي، چې موخه یې، په اغېزمنه، ډاډمنه، رڼه او سمه توګه د اقتصادي ودې د اسانتیاوو په موخه په مناسبه بیه د باور وړ او خوندي برېښنا چمتو کول دي. د افغانستان برېښنا شرکت په ټول هیواد کې د برېښنایي شتمنیو د عملیاتو او اداري چارو ټولیز مسئولیت په غاړه لري، چې د ټول هیواد په کچه د برېښنا اداره او تنظیم، لېږد، وېش او خرڅلاو د یاد شرکت له سترو مسئولیتونو څخه شمېرل کېږي.