ژباړن: حیاتالله ژوند –
مولانا جلالالدین محمد بلخي وايي: انسان په اورېدلو او حیوان په خوراک او څښاک غوښين کېږي.
سقراط ته یو ځوان ورغی او ورته ويې ويل: فلسفه رازده کړه. سقراط ورته وویل: باوري يې؟ ځوان ورته وویل: هو. سقراط نوموړی حوض ته بوته او ورته ويې ویل: سر دې په اوبو کې ډوب کړه. ځوان چې سر په اوبو کې ډوب کړ، سقراط ورغی او هماغسې يې په اوبو کې ډوب ونیو. لږ پاتې و، چې ځوان ومري. سقراط ځوان له اوبو وویست، چې سا واخلي. ځوان له سقراط نه د دې کار دلیل وپوښت. سقراط ورته وویل: کله چې دې سر په اوبو کې ډوب و او تنفس دې کولی نه شوی، څه دې غوښتل؟ ځوان ورته وویل: هوا (اکسجن) مې غوښتله، بل هېڅ نه.
سقراط وویل: ځوانه! اوس کور ته لاړ شه. هر کله چې دې په داسې حالت کې لکه د اوبو په منځ کې چې دې هوا غوښتله، فلسفه هم وغوښتله. درزده به يې کړم.
دا د زدکړې لپاره تر ټولو غوره مثال دی. موږ د زدکړې داسې پړاو ته رسېدلي یو؟
سقراط باوري دی، هغه مهال چې خدای انسان پيدا کړ، روح يې هم لکه د مڼې په څېر په منځ ډوه ټوټې کړ او دې نړۍ ته یې راولېږه، نو ځکه خو انسان په نړۍ کې په خپل نيمورکي پسې ګرځي. موږ د خپل نيمورکي_ چې زموږ نیم وجود بلل کېږي، په موندلو بشپړېږو؟ زموږ نیمورکی ښايي د ګوتو په شمېر خلک واوسي، لکه مور، پلار، ورور، ملګری یا هم لکه فلم، تصوير، یو کتاب، یوه لیکنه. ښايي یو داسې څيز وي، چې لمس کېږي هم نه، لکه هيله، ايډیالوژي یا ارمان یا هم یوه خوندوره خاطره او یا هر هغه شی، چې ترلاسی يې د انسان شته والي ته رنګ وربښي. دا هم ویلی شو، چې زموږ نیمورکی زموږ زړه دی، چې له بدن نه مو بهر په حرکت دی. په هغه ځای کې چې سیند سمندر ته ورتوېږي، پام به مو شوی وی، چې سیند په ډېر غورځنګ روان وي؛ خو کله چې له سمندر سره يوځای شي، ارام شي. هغه شېبه چې سیند د سمندر په غېږ کې ورلوېږي، هم خوندوره شېبه ده هم خيالي.
سمندر ته په کوچنيوالي کې سیند وايي، ځکه د ماشومانو په څېر له شوخۍ او غفلت ډک وي. سیند له ځينو خنډونو او تيږو سره تر ټکر وروسته پخېږي او په سمندر اوړي، کټ مټ داسې لکه د انسان عقل چې پوخ شي او بیا ترې د بغاوت او شیطانت خبرې نه اورو. سیند په سمندر کې تر ورکېدو ورسته بغاوت نه کوي، داسې لکه ورک ماشوم چې کلونه وروسته د مور غېږ ته ورسېږي او خپلې مور ته کلکه غېږه ورکړي.