ژباړه: حمیدالله حمیدي

کله چې کارونه موخو ته د رسېدو لپاره ترسره کوئ او په جریان کې یې له یو لړ ستونزو سره مخ کېږئ، څه باید وکړئ؟ وخت ودروئ او په هماغه شېبه له کار کولو لاس پر سر شئ، خپل افکار مو پر کاغذ ولیکئ، هغه مسیر چې غواړئ ویې وهئ خپل اوسنی مسیر وګڼئ او هغه مسیر چې غواړئ ځان ور ورسوئ په اړه یې فکر وکړئ. کېدای شي تر اوسه په غلطه لاره راغلي یاست او یا هم کومه لاره چې تاسو ورته مخه کړې ده، موخې ته د رسېدو لپاره سمه نه وي، منسوخه شوې وي.

د خوشبختۍ مجلې لیکوال جفري ګلوین وایي، ډېری شرکتونه د ځان لپاره هغه مخ بېلګې (الګو) ټاکي چې هغه منسوخ شوې دي، بده خو یې لا دا ده چې کله تاسو سوداګري کوئ خو کارونه مو ټول د اټکل له مخې ترسره کوئ، نو پوه شئ چې ۹۰ سلنه په غلته لاره روان یاست.

 کله چې د ایفون کمپنۍ په ۲۰۰۶ کال کې ایفون بازار ته وړاندې کړ، نو نوکیا او بلک بېري کمپنیو ورته د لوبو د سامان په نظر ورته کتل او ویې ویل چې دغه محصول به ډېر ژر د خلکو له پامه ولوېږي. د بلک بېري شرکت مدیر د مسخرو په ډول وویل، خلک دې ډول اپلېکېشنونو ته اړتیا نه لري. نن سبا اپل ۱،۲میلیونه اپلېکېشنونه خپلو پېرودونکو ته وړاندې کړي دي چې د ایفون کاروونکي کولی شي ګټه ترې واخلي او د ایفون کاروونکي په خپلو ایفونونو کې داسې کارونه ترسره کوي چې ان چا په خوب هم نه و لیدلي. په ۲۰۱۳ کال کې د بلک بېري او نوکیا شرکتونه نږدې له ماتې سره مخ شوي وبلل شول. د دوی د ماتې لامل یوازې کم تجربه مدیران بلل شوي چې ویې نه شو کړای دغو پوښتنو ته ځواب و وایي چې څنګه کولی شي د خپلو شرکتونو اوسنی حالت وساتي، دوی دې پوښتنې ته ځواب ونه شو ویلی او بالاخره د اپل کمپنۍ پر وړاندې له ماتې سره مخ شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *