په ټوله کې  امنيت يوه ټولنيزه پديده ده، موخه ترې د ډار پرته ژوند دی؛ داسې چې دامنيت ټولې هڅې دانساني ژوند هوساينې ته لاره آوارول  دي.

     څنګه چې داخلي يا ملي امنيت د يو هېواد په کچه په دوامداره توګه  د ټولنې ساتنه او ثبات دی، يا هم د يو ملت د  ځان او ارزښتونو ساتنې ستره اړتيا ده، نو اوس چې نړۍ د يو کلي حيثيت غوره کړی، نو د نړۍ بدبختۍ او ښېګڼې يا ښه والی په موږ راساً اغېزې پرېباسي، دې اړتيا ته په کټو نړېوال امنيت هم لکه د هېوادونو داخلي امنيت په څېر ضروري او اړتيا يې ليدل کېږي او حس کېږي.

د بشري حقونو نړيوالې اعلاميې لا په ۱۹۴۸ ز کال کې دې خبرې ته په غوره توګه پاملرنه کړې ده او وايي:
“دوه ويشتمه ماده: 
” هر څوک د ټولنې د يوه غړي په څېر حق لري،چې ټولنيز امنيت ولري او دملي هڅو او نړيوالو همکاريو له لارې ،دهر دولت له سازمان او منابعو سره سم، هغه اقتصادي ،ټولنيز او فرهنګي حقونه تر لاسه کړي چې د حيثيت او شخصيت دازادۍ د ودې لپاره اړين دي.”

زه غواړم دلته د نړېوال امنيت ځېنې ګټې چې ممکن يا به ترلاسه شوي وي، يا به هم ترلاسه شوي نه وي، خو دا چې اصل کې نړيوال امنيت زموږ لپاره کومې ښېګڼې لري دا دي:

د نړېوال امنيت ښېګڼې

پرمختګ ته به لار پرانېستې وي

   پرمختګ  هغه پروسه ده په کومه کې چې کوم کس او يا کوم شی ستر شي، يا بدلون ومومي او نور پرمختګ وکړي. يا پراختيا او انکشاف د ټولنو او ملتونو هغه اقتصادي او ټولنيز انتقال دی چې په پيچلو کلتوري او چاپيريالي لاملونو او د هغو ترمنځ په راکړه ورکړه او تعامل باندې بنا دی.

   دلته ګورو چې پراختيا، پرمختګ او انکشاف يوه پروسه او بهير دی او د يوه وار خبره او کومه لنډ مهاله پيښه نه ده.  د ګډ پرمختيايي کار لپاره يوازې سواد، تعليم او انساني پانګه بس نه دي، بلکې ورسره په نړيوال کچه امنيت هم مهم دی که دا نه وي پرمختګ نه شته؛ نو پرمختګ هغه وخت کېدای شي چې د ملي کچې ور اخوا په نړيوال کچه امن او امنيت شتون ونه لري. د دې لپاره چې په ټولنو او ملتونو کې د باور فضا رامنځته شي، د ځان غوښتنې په ځای د ټولو نړيوالو ګټو او ملي منافعو ته ژمنتيا رامنځته شي. دا مانا چې د ټولنو او ملتونو انکشاف او پرمختګ وخت، اړين شرايط، پروګرام او کار غواړي. بله داچې پرمختګ د ټولنو د ذهني شرايطو، سوچونو او غوښتنو انتقال او بدلون دی.

ټولنه کې به آرامي وي

    ارامي او سکون  هغه حالت دی چې انسان په ځان بسيا کوي. که چېرې په ټولنه کې ارامي نه وي، په انسان او د انسان په بدن يې اغېزه ډېره زياته تاوان درلودونکې ده. نو دا چې نړۍ د يو کلي حيثيت غوره کړی، نو د ملي کچې د ارامۍ سره همهاله په نړيوال ډګر کې ارامي ډېره اړينه ده، که په نړيواله کچه موږ د امن احساس وکړو په ملي کچه خپل ارامۍ او سکون ته زمينه برابرېږي.

چاته به په بل د تجاوز زمينه نه وي برابره

ګورئ!

     که موږ فرض کړو په نړيواله کچه امنيت پوښتنه نه وي، انارشي حاکمه وي؛ نو موږ به څه ډول احساس ولرو؟

دا ډول چې له ځانه به مو وېره وشي او ژوند به راته بې خونده شي. که په نړيواله کچه امنيت وي، هېڅوک له خپلې پولې نه شي تېريدلی، هېڅوک په چا زياتی او تجاوز نه شي کولی او که يې و هم کړي، نو پوښتنه يې کېږي، مجازات کېږي او  چې دا کار وشو، هېڅوک بيا زړه نه ښه کوي چې په چا دی ظلم او تېری وکړي. نو که چېرې په نړيوال کچ امنيت وي، د تجازو او تيري هېڅ مجال به پيدا نه شي او دا هرڅه هله کېدای شي چې په نړيوال کچ د امنيت ته کار وشي.

انسجام به موجود وي

   خبره له دې ځايه پيل کوو چې که په ملي کچ  امنيت ولرو موږ خپله  انسجام او تنظيم يو، که  نه اوسو ملي امنيت به مو خراب وي، خلک به په ډار او ويره کې ژوند کوي، همدلته ده چې په نړيوال کچ امنيت يو انسجام رامنځته  کړی وي. پاشلي نظريات رامنسجمېږي او يوه واحده تګ لاره ترې جوړېږي او په ټولو به تطبيق کېږي.

په ټوله مانا د باور فضاء به قايمه وي

   که موږ او تاسې فکر وکړو که په نړيواله کچ امنيت او امن نه وي، هر څوک او هره ډله او هېواد به خپله او بېله لار روان وي او په دې سره موږ نورو ته زيان اړولی شو او نړۍ ټولو ته د يو بحران او سر درد ور اخو به بل څه نه وي.  او که په نړيوال کچ امنيت وي يوپه  بل د باور فضا رامنځته کېږي او همدا يو په بل باور خپله د نړيوال امنيت په ساتلو کې خپله بارز رول لري او لرلی شي.

په مشروع ډول غوښتنې ترسره کېدای شي

   په ناامنۍ او بې ثباتۍ کې هر څه په يو غير منظم حالت کې وي، نه څه غوښتل کېدای شي او نه د دې غوښتنې لپاره زمينه برابره وي، ځکه هر څوک په خپل غم بوخت وي او هر هېواد، سازمان او نورې ډلې د خپلو ګټو د ترلاسه کولو په فکر کې وي، په همدې سره د نورو حقوقو تر پښو لاندې کېږي او که چېرې امنيت وي په اسانۍ سره  غوښتنې، وړانديزونه او نېونکې اوريدل کېدای او منل کېدای شي.

د زده کړو بهير به ګړندی وي

   نړيوال امنيت د نورو فکټورونو ترڅنګ د  تعليمي پرمختګ په فکټور  هم پوره اغېزه لري. نړۍ په زده کړو او تعليم آباده ده او دا زمينه نړيوال امنيت مساعيدولی شي. که په نړيوال کچ امنيت و نه اوسي تعليمي پرمختګ پر وړاندې سر خنډونه ايجاديدلی شي. اوس که وګورو که امنيت په نړيوال کچ نه وي د نړۍ هېوادونه او نړيواله ټولنه نه شي کولی د تعليم په برخه کې کار وکړي او د تعليم کولو زمينې برابرې کړي.

 اړيکې پراختيا مومي

     اړيکې يو اړخه نه وي، ختماً دوه اړخه او يا له دې ډېر ګډونوال او اړخونه لري. دا اړيکې چې نيول شوي او يا نيول کېږي يو بشپړونکی عنصر يې په نړيوال کچ د امنيت او امن شته والی دی. اړيکې هغه وخت پراخېږي چې زمينه ورته برابره شي او دا زمينه ورته په يو ډول نه يو ډ‌ول امنيت برابروي؛ ځکه امنيت نه وي اړيکې نه شي نيول کېدای، نظريات، فکرونه او خدمات سره نه شي شريک کېدای؛ خو چې د نړيوال امنيت ډاډ حاصل شي اړيکې لا پراخېږي، پراختيا مومي او غوړېږي.

هر شخص په کې خپل حقوق ترلاسه کوي

    له داخلي کچ ور اخوا په نړېوال کچ وګړي يو شمېر حقوق او وجايب لري. افراد دا  حقوق هغه مهال تر لاسه کولی شي چې نظم جوړ وي او امنيت وي. کله چې دا حقوق ورکړل شول بيا يو شمېر وجايبو په اداکولو مکلف کېږي. اوس که موږ داسې وبولو چې په نړېوال کچه امنيت نه وي، نو څه فکر کوئ آيا وګړي د خپلو حقوقو برخمن کېدای شي!؟

نه هېڅکه هم نه. نو دې اړتيا په درک سره  که موږ غواړو په نړيوال کچه خپل حقوقو ترلاسه کړو ، نو په نړېوال کچه امنيت ډېر زيات اړين دي.

د ستونزو اسانه حل لار ده

     موږ او تاسې چې د هر څه د پرمختګ، بقا او ساتنې خبره کوو امنيت مو سترګو ته نېغ درېږي. يعنې د امنيت  شتون د ژوند په هره برخه او هر اړخ او هر سکټور لپاره ضروري توکی دی. په نړېوال کچ  اقتصادي وده، بشري درناوی، تعليمي پرمختګ، زده کړه،  فرهنګي او کلتوري لاسته راوړنې، سيالي، سياسي توازن او نور ګڼ څه چې مو په فکر راځي نړېوال امنيت ته اړتيا لري.

د ګڼو ستونزو حل

   هر هغه ستونزې لکه، بشر ضد جرايم، د بشري حقوقو نقض، ظلم، تېری، تشدد، د نورو په حريم تجاوز، بې ځايه لاسوهنې او نور ډېر څه د نړېوال امنيت په نه شتون کې کېدای شي او که چېرې نړېوال امنيت وي دا ستونزې او حالت نه راتلی شي او که چېرې شتون ولري د نړېوال امنيت په شتون کې خپله له منځه تللی شي.

مالي او هر اړخيزه مرستو لامل ګرځي

    نړۍ د پُل حيثيت غوره کړی، يو هېواد بل هېواد ته د لاس نيوي اړتيا لري، هېڅوک که په ځان بسبا نه دی،همداسې هېڅ هېواد په ځان بسيا نه دی. نړيوال نظام هغه وخت يوالی موندلی شي چې نورو ته لاس ورکړي او هغه هېوادونه چې په بدو شرايطو کې دي ورسره د همکارۍ لاس وغځوي. 

     که په ټوله کې ووايو دا هر څه چې پورته موږ ذکر کړل،  هغه وخت کېدای شي چې نړيوال امنيت وي او برقراري وي. او که چېرې په نړيوال امنيت نه وي، نه د  نورو اړتياوې  درک کېدای شي او نه د نورو اړتياوې پوره کېدای.

    هوکی که په نړيواله کچه بدبختي، ظلم، تجاوز او نور نه وي، د هېوادونو اقتصاد پرمختګ کوي او هغوی چې له نورو شاته وي او مالي او نورو مرستو ته اړتيا لري. په ځان بسيا وګړي د هغوی سره مرسته کوي او د نړيوال همکارۍ احساس د نړيوال امنيت په شتون کې حس کېدای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *