پر افغانستان د پاکستان د لاس وهنو، جنایتونو او توغندیزو بریدونو په تړاو د یو شمېر بنسټونو، ځوان محوره خوځښتونو، مدني او سیاسي فعالانو د اعتراضیه غونډې پریکړه لیک!
پنجشنبه، د ۱۳۹۵ لمریز کال د کب ۵ / د ۲۰۱۷ زیږدیز کال د فبروري ۲۳
موږ بنسټونه به ځانګړې توګه ځوان محوره خوځښتونه، سیاسي او مدنی فعالان د امنیتي ځواکونو څخه په ملاتړ او د افغانستان په خاوره کې د پاکستان جنایتونو، وحشیانه او ترهګریزې کړنې، لاسوهنې، بریدونه او د هغوی د توغندیزو بریدونو او د حکومت ناغیړي او بې کفایتي په وړاندې موږ را ټول شوي یوو او خپل دریځ د افغانستان له حکومت، نړیوالې ټولنې سره شریکه او د پاکستان حکومت په وړاندې خپل اعتراض اعلانوو.
- موږ د تل په شان د امنیتي زړورو ځواکونو، له دې تاریخ جوړونکو بچیانو او د هېواد له اتلانو ملاتړ کړی او د هغوی کړنې او کارنامې ستایو او د هغوی ترڅنګ دریږو او د هغوی له سرښندنو او ایثار څخه ستاینه کوو.
- د پاکستان حکومت په ځانګړې توګه د دې هېواد پوځیان باید په دې پوه شي، چې موږ تل د ښه ګاونډيتوب، هم پالنې باور لرو او ثابته کړې مو هم ده، خو بر عکس، هغوی تل په افغانستان کې په جنایتونو، وحشیانه او ترهګریزو کړنو، لاسوهنو او توغندیزو بریدونو لاس پورې کړی. همدارنګه پاکستان باید په دې پوه شي، هغه اور چې دوی بل کړی، دوی به هم وسوځوي. د پاکستان پوځیان باید په دې پوه شي، چې امن او با ثباته افغانستان ستاسو په خیر او ګټه دی او د غیر انساني کړنو څخه لاس په سر شئ.
- له نړیوالې ټولنې غواړو، څو پر افغانستان د پاکستان له جنایتونو، وحشیانه او ترهګریزو بریدونو، لاسوهنو او توغندیزو بریدونو څخه سترګې پټې نه کړي. پاکستان باید په سیمه او نړۍ کې د ترهګرو د ملاتړ هېواد په توګه د ملګرو ملتونو په تور لست کې شامل کړي، ځکه دا هېواد ټولې نړۍ ته ستر ګواښ دی.
- د افغانستان په وړاندې د پاکستان د نه زغمونکیو فعالیتونو په وړاندې د ناټو په ځانګړې توګه د امریکا د متحده ایالتونو چوپتیا او ناغیړي پوښتنې را ولاړې کړي. موږ د امریکا له متحده ایالتونو غواړو، څو له افغانستان سره د ستراتیژیکو همکاریو تړون په رڼا کې د پاکستان په وړاندې خپل رسمي دریځ اعلان کړي.
- موږ په دې باور یوو، چې د دې ټولو ستونزو اصلي لامل د حکومت ناغیړي ده. شاوخوا درې کاله د دې حکومت له جوړیدو تیریږي او اوس هم حکومت د خپلو ډلو د خپل منځي او کورنیو ستونزو په حل کې ښکیل دی، چې د دې حکومت ناغیړي د دې لامل شوې، څو دښمن مو نور هم پیاوړي شي. د یوه مسوول او پوه وګړي په توګه د ملي یووالي له حکومت څخه تمه لرو، څو د افغانستان به خاوره کې د پاکستان د وحشیانه او ترهګریزو کړنو، جنایتونو، لاسوهنو او توغندیزو بریدونو په اړه افغان ولس ته بشپړ معلومات ورکړي، د خپلو پټو کړنو څخه پرده پورته کړي او ولس له پیښو نه خبر کړي.
په پای کې یو ځل بیا د افغانستان د زړورو سرتېرو او امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د هر اړخیز ملاتړ ترڅنګ، چې د طالب او داعش په څیر د ترهګرو ډلو په وړاندې جګړه کوي، هر اړخیز ملاتړ کوو. د امریکا متحده ایالتونو له نوې ادارې غواړو، څو د ترهګریزو مرکزونو په نښه کولو کې، چې له پاکستانه پرته بل ځای نه ده، خپلې ژمنې پلي کړي، څو له یوې خوا په سیمه کې د ترهګرو د ملاتړو اصلي ځالې څرګندې شي او له بلې خوا د داعش او طالب په ګډون د آی ایس آی لخوا په بیلابیلو نومونو جوړې شوې ډلې له منځه لاړې شي.
و من الله توفیق
یو شمېر ځوان محوره خوځښتونو،بنسټونو، مدني او سیاسي فعالانو ټولګه
کابل- افغانستان