تاند – په پاکستان کې په دې هکله هڅې پراخې شوي چې ډاکتر شکیل افریدی امریکا ته ور وسپاري او په مقابل کې یې په امریکا کې بندۍ پاکستانۍ ډاکټره عافیه صدیقي راخوشې کړي.
پاکستانیان عافیه صدیقي ته د قوم یا هېواد د لورخطاب کوي او وایي چې د هغې بند د پاکستان لپاره لوی شرم دی.
ویل کیږي چې عافیه صدیقي په ۱۹۷۲ کال کې په کراچۍ کې د یوه ډاکټر په کور کې زېږېدلې ده. عافیه صدیقي په ۱۹۹۰ کال کې د امریکا متحده ایالاتو ته د لوړو زده کړو لپاره تللې او په ۲۰۰۱ کال کې یې د ماساچوسیتس له برنډیس پوهنتون څخه په نیورو ساینسز کې دوکتورا ترلاسه کړې ده.
د راپورونو له مخې، د سپتمبر د ۱۱مې د پېښې د یوه مشکوک پاکستاني طراح خالد محمد شیخ چې ویل کیږي دغه هېواد د پيسو په مقابل کې په امریکایانو خرڅ کړ په خپل اعتراف کې ویلي وو چې عافیې صدیقي په امریکا کې د حملو په برخه کې ورسره مرسته کړې وه.

د رسنیو د معلوماتو له مخې خالد محمد شیخ د عافیه صدیقي د دویم مېړه تره وو.
ویل کیږي چې عافیې صدیقي په ۲۰۰۳ کال کې ځان پټ کړ او په ۲۰۰۸ کال کې افغان پولیسو له یوه ماشوم هلک سره په غزني ولایت کې ونیوله.
رسنیو د امریکایي چارواکو له قوله لیکلي چې، امریکایانو له عافیه صدیقي نه پوښتنې کولې چې هغې د یوه امریکایي پوځي ټوپک ته چې په فرش پروت وو لاس کړ او کوشش یې وکړ چې په امریکایي عسکرو ډزې وکړي. امریکایي پوځیانو هغه وویشته او بیا یې امریکا ته بوتلله او هلته یې په ۸۶ کالو حبس محکومه کړه.
دا په داسې حال کې دی چې ویل کیږي ډاکتر شکیل افریدي د القاعدې شبکې د مشر اسامه بن لادن په موندلو کې له امریکایانو سره همکاري کړې وه، او د پاکستان د وخت حکومت زندان ته ولېږه. ویل کیږي چې په ښاغلي افریدي ۳۳ کاله قید ختلی دی.
د پاکستان ډیلي قدرت ورځپاڼه وایي چې د شکیل افریدي د امریکا ته سپارلو په بدل کې د عافیه صدیقي د راخلاصولو لپاره د عافیه مومنټ د مشرې ډاکتر فوزیه صدیقي په کور کې یوه مهمه غونډه وشوه او په دې هکله هڅې تېزې شوې چې نوموړې راخلاصه شي خو دا چې امریکا به دا غوښتنه ومني که نه دا به وخت معلومه کړي.
دا سپۍ دی ورخوشې کړي ځکه چې دا نوره مړه ده خو د شکیل غم وخورئ چې ژوند وکړي او نړیوال قهرمان شي !!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!