تاند – د افغانستان او زمبابوی تر منځ د زمبابوی په هراري لوبغالي کې د کرکټ د نن جمعې /د فبروري ۲۴مه/ لوبه باران ټکنۍ کړه.

په نننۍ لوبه کې افغانستان وتوانېد چې په ۳۲ اورونو کې ۸۹ منډې جوړې کړي. دا په داسې حال کې ده چې ۷ لوبغاړي یې هم له لاسه ووتل.

د کرکټ افغان نندارچیان د افغانستان د کرکټ د ټیم د نننۍ لوبې په حال ناراض دي او په ټولنیزو رسنیو په بې حوصله ګۍ سره پرې تبصرې کوي.

د کرکټ یو مینه وال ستانه ګل لیکي، «د واسطې کرکټ پایله بیا داسې وي، د اصغر ورور ۲۰ باله ولوبول او په صفر کې اوټ شو.»

یونس ارین لیکی، «یوازې د کرکیټ خبره نه کوم، هر چیرې، چې د با استعداده کسانو په ځای ورونه، اخښې ګان او باجه ګان په مهمو دندو وګمارل شي نو پایله یې همداسې وي. اوه! زومان مې هیر شول، د ویلو ده، چې د زومانو په هکله سیاسې خلک ډیر مالومات لرې.»

لیکوال او شاعر زاهدشاه انګار لیکي، «پر کریکټ تبصره: که میږې مو نه دي څرولې، خو کش مې اوریدلی دی. نن د نورعلی ځدراڼ، حمزه هوتک او نجیب ځدراڼ پر ځای د نا ازمایل شویو لوبغاړو لوبول لویه تیروتنه ده. نړیوالې لوبې خو څه ټوکې نه دي.» 

په دې سیریز کې افغانستان د فبرورۍ په ۱۶مه له زمبابوۍ څخه لومړۍ لوبه د ۱۲ منډو په توپیر او د فبرورۍ په ۱۹مه یې ترې د ۵۴ منډو په توپير ګټلې وه. په داسې حال کې چې درېیمه لوبه د فبرورۍ په ۲۱مه زمبابوۍ له افغانستان څخه د ۳ منډو په توپیر وګټله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *