۴

د (په ناورين پسې ناورين) داستاني ځانګړنې

  1. له ولسي داستانونو سره يې ورته والى:

موږ په ټوله کې کيسې په دوه برخو ويشو، چې يوې برخې ته يې ولسي او بلې برخې ته يې ليکني داستانونه وايو. د پښتو  شفاهي ادبياتو يوه خوندوره برخه نکلونه دي. دا نکلونه له پېړيو پېړيو راروان دي. نکلونه ښايي کله ناکله يوه واقعي کيسه وي؛ خو د وخت او جغرافيې په تحول سره پکې بدلون راغلى دى او نور هم تخييلي شوي. په نکلونو کې زموږ فرهنګ او زموږ هيلې انځور شوې دي. همدغسې زموږ ولسي حماسې هم دي، چې مبارزه، اتل، ضد اتل، خارق العاده پېښې او خدعه يا ټګي پکې موجوده وي. له بله پلوه حکايتونه هم دي، چې د واقعيت او خيال غاړه غړۍ کول يې ىې لويه ځانګړنه ده او د پند و ورم لپاره کارېږي. د دروېش په دغو کيسه ييزو نظمونو کې د حماسو او نکلونو غوندې اسطوري خصوصيتونه شته دي او هم پکې که د حکايتونو غوندې مستقيم نه وي، نامستقيم خو پکې اخلاقي پېغام شته؛ خو د (په ناورين پسې ناورين) توپير په دې کى دى، چې دا د تاريخي ناولونو غوندې له تاريخه هم استفاده کوي او له نوي کيسه ييز ادب سره هم تړاو لري.

دروېش په خپلو دغو داستاني نظمونو کې له ولسي داستانونو هم استفاده کړې ده، ځکه د نويو داستاني ادبياتو په اړه يو فکر دا دى، چې نوې نړۍ د زړو ولسي نکلونو پر بنسټ دا ايجاد کړي؛ خو يو څه په مختلفه بڼه او له راښکلو پلاټونو سره. د (په ناورين پسې ناورين) يوه لويه مشترکه له ولسي داستانونو سره د جوړښت له پلوه ده. پېښې پکې همغسې خيالي دي. د پېښو رغښت هم ولسي دى.ولسي داستانونه د لامکان د مکاني کولو لپاره لپاره زياتره وخت وايي: ”و، نه و، يو باچا و” د دروېش هم د ”يو باچا و” يا داسې نورې عبارتونه کارولي دي. ”د پښتو په خپلو ملي نکلونو ادم خان درخانۍ، دلى شوه، مومن خان شېرينو، طالب جان او ګلبشره، ولي جان او تانو، موسى خان او ګلمکۍ، فتح خان او رابيا او ….چې ډېر مشهور دي”(۹: ۳) هم دا خصوصيت وينو. بله مشترکه يې دا ده، چې د ولسي داستانونو غوندې پکې پېښې پېچلې وړاندې کېږي، په پېښه کې پېښه وي او که د لوستونکي پام لږ هم واوړي، پر پاتې کيسه نه پوهېږي؛ خو د (په ناورين پسې ناورين) نظمونه دومره اوږده نه دي. بل دا چې د دروېش نظمونه واقعي ژوند ته ډېر نېژدې دي، ځکه يې نو د يوه صريح اخلاقي پېغام څښتن بولو.

ځينې منظوم ولسي کيسې د نظم له پلوه هم د دروېش له نظمونو سره ورته والى لري؛ خو توپير يې دا دى، چې هغه نکلونه زياتره په مثنوي کې منظوم شوي او دا په نيم ازاد يا د معلمو څپو په نامقفى منظوم چوکاټ کې. د دروېش دا نظمونه له ولسه د پښتو طبيعي او ولسي وزن ته ډېر نېژدى او ارام وزن دى، چې موږ ترې د ولسي داستانونو غوندې خوند اخلو:

تر دې غرونه غرونه غرونه عذاب لاندې

پاى مرګى په شان د مورر ورلره راغى

ترې چاپېره يې په مينه کړل لاسونه

دى يې خلاص کړ له دا هسې زړه چاودونه

د فکر له پلوه ولسي داستانونه د عامه ذهنيت زېږنده دي او له ټولنيزو ارزښتونو پکې بغاوت کم وينو؛ خو د دروېش نظمونه وينو، چې زموږ پر ډېرو خرافاتو او ناوړو دودونو يې نيوکه کړې ده او ورته متوجه کړي يې يو. په داستاني استدلال او منطق کې يې هم له ولسي ادب سره همرنګي احساسوو؛ خو پوهېږو، چې د دروېش داستانونه پياوړى منطق لري او پر خپل لوستونکي د همدغه منطق له لارې خپله خبره مني. دا له واقعي ژوند سره د (په ناورين پسې ناورين) ناشلېدونې اړيکه ښيي. د الفت صاحب خبره: ”د لوړ او عالى شعر د پېژندلو معيار بل څه نه دى، له ژوند سره ارتباط دى. هر څومره چې ادبي اثر له ژوندانه سره ښه ارتباط ولري، همغومره ورسره علاقمندي زياته وي. په شعر کې ساده انشاء له نورو سبکونو زيات پايښت لري” (۳: ٣٨)

له ولسي کىسو سره ښايي راته د (په ناورىن پسې ناورىن) يو ورته والى دا ښکاره شي، چې په دواړو کې وحشت او بوږن وينو؛ خو دا نظمونه چې موخه ترې د بشر وحشي څېره بربنډول دي، د وحشت او بوږن اړخ ډېر وينو.

بل لوى توپير چې (په ناورين پسې ناورين) واقعي ژوند ته نېژدې کوي، دا دى، چې د دې اثر د کيسو کرکټرونه خيالي او ناانساني نه دي. په پخوانو کيسو کې د پرۍ، دېوان، ښاماران، عنقا او نور وينو؛ خو په دې کې انسانان دي او په دې توګه دروېش غوښتي، چې له دې اثره د سمبوليکې استفادې پرځاى ريالىستکه استفاده وکړي او خپل لوستونکى په اسانه پر خپلو پېچلو پېغامونو پوه کړي؛ نو د سمبولونو پرځاى يې ټول کار د کيسو د پېښو پر پېچلتيا کړى او په دې توګه يې په خپل اثر کې رښتينى داستانى خوند پيدا کړى دى.

  1. له ولسي داستانونو سره يې توپير:

۱- د ليدلوري بدلون:

”هغه لور ته چې لوستونکى ترې کيسه او پېښې يې ويني، ليدلورى وايي. د بريالۍ کيسې ليدلورى د هغې له نورو توکونو نه بېل ښکاري، ته به وايې، چې پېښو ته د کتلو بس همدا لار ده. زموږ دې خبرې ته معمولا پام نه وي، چې د ليدلوري انتخاب د کيسې د ليکلو په کار کې د ليکوال يو ډېر مهم تصميم دى. هر ليدلورى ځينې مثبت اړخونه لري او ځينې منفي. داسې ډېر کېږي، چې ليکوال د ليدلوري تر غوراوي وروسته په دې پوه شي، چې د کيسې پېغام به يې څه وي او ان دا چې مرکزي کرکټر به څوک وي.

ليکوال بايد اول دا فيصله وکړي، چې کيسه به يې له کيسې دباندې څوک رااوروي او که د کيسې په جوره شوې دنيا کې دننه يو څوک رااوروي. دباندني ليدلوري د کيسې په روايت کې د انعطاف امکان ډېر وي. دګه راز د باندني ليدلوري په کيسو کې ممکن د عينيت احساس ډېر وکړو. له بلې خوا داخلي ليدلورى د صميميت او د روايت د جالبوالي امکان زياتوى شي. کله چې د کيسې د يوه کرکټر له لوري کيسې ته ګورو، يعنې کيسه راته د پېښو يو لوبغاړى بيانوي، نو د لوستونکي په حيث مو بايد دې ته پام وي، چې راوي ته شايد د ځينو خبرو په اړه سم معلومات نه وي رسېدلي او يا د خپل غرض په خاطر پېښې هوبهو بيان نه کړي. موږ معمولا د داخلي راوي په روايت باندې هغومره باورونه کوو، لکه دباندني راوي په روايت چې يې کوو.

ليکوال چې په هر څه خبر درېيمګړى (Third person omniscient) د کيسې د روايت لپاره انتخابوي، منظور يې دا وي، چې د ليد پوره پراخ ميدان ولري. د دې ليدلوري په کيسو کې په راوي باندې معمولا د ليکوال ګومان کېږي. دغه راوي چې له هر څه خبر وي، نه يواځې د کيسې بهرنى واقعيت راته بيانوي، بلکې د هر کرکټر په زړه او ذهن کې چې کومې خبرې تېرېږي، د هغو حال هم راکولى شي. د دې ليدلوري په کيسو موږ د خاص کرکټر په تجربې يا معلوماتو پورې محدود نه پاتې کېږو. موږ په هر هغه څه خبرېدلى شو، چې ليکوال غواړي، خبر مو کړي. دا يې ښکاره مثبت اړخونه دي، خو ځينې منفي اړخونه هم لري، چې له نظره ممکن پټ پاتې شي. موږ دلته معمولا دا چانس نه پيدا کوو، چې له کرکټرونو سره يوځاى د هغو په تجربو کې وار په وار شريک شو. دغه ليدلورى مو له ليکوال سره شريکوي او د بشپړې خبرېدنې خوند رابښي، خو له تجربو څخه د نتيجو د اخيستلو او خبرېدلو له هغه ډول خونده مو بې برخې ساتي، چې په رښتياني ژوند کې هم ورسره مخېږو. که ليکوال غواړي، چې لوستونکي د رښتياني ژوند په شان وار په وار په پېښو پوه شي او ورسره يو څه عينيت هم وساتي؛ نو کيسه دې په هر څه خبر کس باندې نه بيانوي، له ځينو پېښو خبر درېيمګړى(Third person omniscient) دې روايت لپاره غوره کړي. دغه راوي د ټولو نه، بلکې د يوه کس له زړه خبر وي. موږ په کيسه کې هغه څه نه وينو، چې دغه کس يې نه ويني او په هغه څه پوهېږو، چې دى ورباندې پوهېږي. د دغه ليدلوري کيسې ته کله ناکله زړه په تنګ شي، ځکه موږ به په هغه څه نه پوهېږو، چې د دغه کرکټر د ليد او تجربې له ساحې ورهاخوا پېښېږي. موږ بايد له همدغه کرکټر سره يوځاى د نورو په عملونو غور وکړو او د ترلاسه شويو معلوماتو په اساس د نورو کړه وجاجوو. دغه ليدلورى د پوليسي کيسو لپاره ښه مناسب دى، ځکه که د دوسيې په باره کې زموږ معلومات د کشف تر پوليس ډېر وي، نو راز به څرګند او تلوسه به ختمه شي.”(۸: ۴۸ -۵۰)

که ليکوال د کيسې يو کرکټر د روايت لپاره غوړه کړي، نو اولګړى ليدلورى يې غوره کړى. دلته راوي ښايي اصلي يا فرعي کرکټر وي او يا بېخي څنډې ته ولاړ په پېښو کې غير د خپل کس وي.

د دروېش دراني د (په ناورين پسې ناورين) داستانونو کې د پخوانو داستانونو پرخلاف، چې راوي به پکې درېيمګړى و، له درېيمګړي نه متکلم ته هم خبره اړولې ده او په دې توګه يې ځان هم د يوه کرکټر په توګه په داستان کې شامل کړى دى، چې داسې د داستانونو نور کرکټرونه درېيمګړي دي او لوستونکى مخاطب يا دويم کس. څرنګه چې د دروېش دراني داستانونه وينو، چې پلوي پکې شته، بيا چې کله دى پخپله هم د داستان برخه شوى، نو دا پلوي يا پېيلتيا پکې زياته شوې. داسې وينو، چې د دې داستانونو پېښې او تجربې د لومړي کس له نظره او عمله راوتې دي.

د دروېش (په ناورين پسې ناورين) کې لاندې(خوب) وګورئ، چې راوي پکې اولګړى يا لومړى شخص يا پخپله د داستان کرکټر دى:

خوب

د غرو منځ دى نرى نرى باد او سړه شپه ده

موږ رټلي ټول تر اور چاپېره ناست يو

په رڼا کې د دوى اور ښه سره وينو

مخامخ يوه بوډۍ ده ما ته ناسته

مخ يې واړه لاندې شوى دى تر ګونځو

ټول ويښتان د سر يې سپين لکه وړۍ دي

اندامونه يې په تن دي داسې پورې

لکه وي درانه لرګي پورې تړلي

د مجلس د نورو غړو په شان دا هم

مخامخ ده مدام غم ته پاته شوې

زه د دې و مخ ته ګورمه او وايم

چې خداى واک د جهان څله زورور ته

په هر حال کې ورکوي چې دا هم ويني

چې هغوى په زړه تر کاڼي لا هم سخت دي

څټي وينې د خوارانو د زخمونو

که د دوى پرځاى د دغه جهان واګې

داسې خلکو ته په لاس ورلره ورکړي

چې د دغې بوډۍ رنګه وي خوارځواکه

نو دا مځکه به شي ډکه له زړه سويه

هم به زور هم به زياتى له منځه ورک شي

د ځپلو انسانانو بار به سپک شي

داسې نورو داستانونو(ګوډه پېغله، شاګرد، ړومبى باران او…) کې هم دى دخيل دى، ان تر دې چې راوي پکې د يوې ښکلې پېغلې په څېره کې راڅرګند شوى دى. دا داستان (د جنت اوبه) نومېږي.

پر دې سربېره په (د ړندو ګوزار) کې هم لومړى شخص دى، چې مقابل لوري ته يې مخاطب دى او مخاطب ته يې وينا کړې ده.

درېيم کرکټر په توګه پکې هم ډېر نظمونه پکې شته. درېيم کرکټر پکې راوي دى او هر څه د کامرې غوندې پېښو ته له بهره ګوري؛ خو دا څار تشه ظاهري ده او د کرکټرونو د احساساتو په اړه پکې څه نه وايي. يعنې چې څه ويني يا اوري، همغسې يې بيانوي او د نورو کرکټرونو د واقعيت له مخې نه شي ورننوتى. د اوسنۍ کيسه ليکنې يوه ځانګړنه دا ده، چې راوي درېيم کس وي، بيا د کرکټرونو ترمنځ په پېښو کې مداخله نه کوي، خپل احساسات نه ورسره شريکوي او هغه کارونه نه شي کولاى، چې د درېىمګړي په توګه يې ترسراينه شونې نه وي. د دروېش (په ناورين پسې ناورين) له اوسنيو داستانونو سره دا مشترکه وجه لري. په پخوانو نکلونو او حماسو کې وينو، چې نکلچي يا حماسه سرا چې د درېيمګړي په توګه کيسه روايته کوي؛ نو له ځينو په تېره له اتلانو او مرکزي کرکټرونو سره خواخوږي لري او له مخالفينو سره يې ښکاره مخالفت ښيي او داسې په کيسه کې خپل احساسات شاملوي، چې اوسنى لوستونکى پرې ښايي باور ونه کړي، ځکه اتل يا مرکزى کرکټرونه هم انسانان دي او مقابل کرکټرونه يې هم؛ نو دواړه عيبونه او کمالونه دواړه لري او دا عيبونه او کمالونه يې مجرد هم نه دي، بلکې له بېلابېلو کرکټرونو سره يې چلن واضح کېږي، مثلا: يو کرکټر به له خپلې مېرمن سره مهربانه وي؛ خو له ورور سره ښايي وران وي؛ نو څوک پرې د مطلق بد يا ښه ټاپه نه شي لګولې؛ خو دروېش که څه هم خپل احساسات نامستقيم وړاندې کړي؛ خو په ډېرو ځايونو کې د يوه امانتداره راوي په توګه خپل احساسات کنټرول ساتي. يوه بېلګه يې دا ده:

خواست

اس ولاړ و د ژور خندق پر غاړه

ګوډ تيمور يې پر زين باندې پورته ناست و

په ځير ځير يې دې خندق ته کتل لاندې

په خندق کې وو څلور زره وګړي

دا څلور زره وګړي دا وخت واړه

وو په چيغو په فرياد او په بغارو

په يوه خوله ټولو خواست کاوه و ده ته

چې د خداى دپاره اى لويه اتله

خپل لښکر ته اجازه ورلره ورکړه

چې زموږ سرونه ووهي په توره

يا خپل غشي په سرو وينو زموږ سره کړي

او په غوښو مو کارغان دلته ماړه کړي(۵: ۹۵)

نور بيا…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *