محمد عارف رسولي

محمد عارف رسولي – 

د دې لیکنې موخه داده چې څنګه بودجه او لګښتونه د پروګرامونو او پروژو د سم مدیریت لپاره د یوې وسیلې په توګه وکارول شي، تر څو پرمختیايي پروګرامونه اغیزمن شي، بودجه په وخت او په ځای ولګول شي، هیواد پرمختګ وکړي او د زیاتو کارونو له کبله د کورنیو بیوزلي کمه او ملي اقتصاد وده وکړي.

که دا سیستم په دوراني توګه او په غور سم په کار واچول شي له وزارتونو او د خصوصي سکتور له سازمانونو سره مرسته کوي چې په پروژو، پروګرامونو او تولیدي فابریکو کې کې ستونزې په ګوته، لاملونه یې تشخیص، حل لارې په وخت ورته ومومي او بودجه سمه او په وخت ولګول شي.

د دې سیستم په منظم تعقیب سره به زموږ په اړوندو ادارو کې یوه علمي او د زده کړې پروسه رامنځته، تجربه او وړتیا به یې زیاته او اړونده کارونه به له ښو پایلو سره تر سره کوي.

په افغانی ادارو کې اوسنی حالت

که زموږ د هیواد په راز راز دولتی او د خصوصي سکتور په ادارو کې پلټنه وکړو، هغوی د منظور شوې بودجې په وخت لګښت، له پروګرامونو او پروژو څخه د غوښتل شوو پایلو په لاسته راوړنه کې ستونزې لري. په پای کې بودجه نه مصرفیږي، پروژې، پروګرامونه او زموږ زیربناوې سمې نه رغیږي، کاري فرصتونه کم وي او په پایله کې د هیواد اقتصادي وده او انکشاف ته تاوان رسیږي.

لاملونه به یې زیات وي خو ترټولو مهم یې دادي چې د منظم پلان کولو، د خنډونو او کمښتونو د پيژندنې او منظم تعقیب، حل لارو موندلو، ورڅخه د زده کړې او په راتلونکو پروژو او پروګرامونو کې یې په کار اچولو کې ستونزې لري. په داسې شرایطو کې کوم منظم ستندرد عملیاتي میتودونه  نه شي رامنځته او پلي کیدلای او پورته ستونزې دوام کوي.

په افغاني ادارو کې کاري اغیزمنتوب او د پاما تخنیک

تعریف

د پلان کولو- اجرا کولو- مطالعه کولو- اصلاح کولو (پاما) دوران د ځینو قدمونو یوه سیستماتیکه لړۍ ده چې په مرسته یې د یوه تولید او یا پروسې د اصلاح لپاره ارزښتناکه زده کړه او پوهه ترلاسه کولای شو. د دې مانا داده چې په یوه تکراري او راسپړونکې پرسه کې پلان جوړوونکي او پلي کوونکي د تولیداتو د ښه والي، د پروژو، او پروګرامونو له لارې د خدمتونو په اصلاح باندې باید زور واچول شي. له دې میتود څخه تولیدي فابریکې، دولتي ادارې، د خصوصي سکتور سازمانونه، تعلیمی ادارې، روغتیايي مرکزونه او نړیوال سازمانونه تل کار اخلي.

نن سبا په نړۍ کې دولتي ادارې، د خصوصي سکتور سازمانونه او تولیدي فابریکې، پوهنتونونه او روغتونونه له «پاما» تخنیک څخه د خپلو ادارو د اصلاح او ان د لوړ کیفیت لرونکې ادارې په توګه د سرټیفیکټ د لاسته راوړلو او په نړیواله کچه د پیژندګلوۍ لپاره کاراخلي. دا  میتود له ادارو سره مرسته کوي چې په خپلو کاري پروسو کې کمښتونه وپیژني، ورڅخه زده کړه وکړي، حل لارې په ګوته او په کار واچوي، خپلې پروژې په وخت، ښه کیفیت او له ښو پایلو سره پلې کړي. د افغانستان دولتي او نادولتي ادارې، د خصوصي سکتور سازمانونه او نور چې په خپلو پروګرامونو کې زیاتې ستونزې لري باید له پورته تخنیک څخه کار واخلي.

«پاما» یوه دوراني پروسه ده. له څلورو لاندې اجزاوو جوړه او ټول په یوه دوران کې يو په بل پسې په کار اچول کیږي. د اغیزمنتوب لامل یې هم همدا تکراري خاصیت دی، چې پلان کوونکي او پلي کوونکي د بیا بیا تکرار په پای کې ستونزو ته ځیر او حل لارې ورته و مومي. خو شرط دادی چې پلان کوونکي او پلي کوونکي له ځان سره دوکه و نه کړي، ریښتینولي، جدیت او صبر ولري.

لاندې شکل د دوام لرونکي تعقیب او اصلاح سیستم معرفي کوي، او هغه هم د پلان، اجرا، ارزونې او عمل کولو له لارې. که دا سیستم په سمه توګه د بودجې او لګښتونو او د فزیکي کارونو د تعقیب لپاره په هره میاشت کې په کار واچول شي، زیاته مرسته کولای شي.

پورته شکل په لاندې چوکاټ کې په یو څه تفصیل تشریح شوی دی. لکه چې پورته وویل شول دا یو دورانی سیستم دی او په همدې توګه باید ورته وکتل شي. سیستم لکه د زنجیر کړۍ داسې او له یو بل سره تړاو لري. که په دې څلورو قدمونو کې له یوه هم سترګې پټې شي پایله به یې ښه نه وي.

نوټ: پورته شکل ته داسې بدلون ورکولای شو چې د کومې خاصې ادارې حالت وښيي.

کله چې ادارې نهادینه شوي مدیریتي سیستمونه، د غوره کار پروسې، د عملیاتو ستندرد پروسجرونه (Standard Operation Procedures or SOPs) ونه لري او هغوی په منظمه توګه رابرسیره شوې مسئلې او موندنې تعقیب نه کړي په داسې ادارو کې پورته سیستم د پلي کولو د ظرفیت او وړتیا لوړلو لپاره ښه کار ورکوي ځکه هغه د زده کړې یوه پروسه او د عادت بدلولو یو میتود رامنځته کوي چیرې چې کمښتونه رابرسیره او سمیږي.

د لګښتونو تعقیبي سیستم فعالولو پروسه

د مالي کال په لمړي سر کې د وزارتونو هر ریاست د خپلو تیرو تجربو په مرسته د نوي مالي کال لپاره نظر په شته شرایطو لکه د موسمي توپیرونو، د موادو او کارګرو شتون او څرنګوالی، امنیتي مسئلې، د تدارکاتو پروسه او نورو له لارې، باید د بودجې د لګښتونو او فزیکی کاري پرمختګونو په هکله باید وړاندوینه وکړي.

په دې کې باید د معکوس یا د راتلونکي وخت څخه د ماضي په خوا باید وړاندوینه وکړي. په دې معنی چې که دا ریاست په څلورمه ربع کې د بودجې په سلو کې مثلا تر نوي سلنه زیاته بودجه مصرف کړای شي او په پروژه کې یې ټاکلی فزیکي پرمختګ کړی وي، نو په دریمه، دوهمه او لمړۍ ربع او په هره میاشت کې به یې څومره بودجه لګولې وي او څومره کاري پرمختګ به یې کړی وی او ولې.  

د لګښت او بودجې د دې تعقیبي سیستم په کار اچولو او د فزیکي کار د نظارت او مستند کولو په دوام لرونکې پروسه کې هره اداره خنډونه، ستونزې، اړونده لاملونه یې او کلیدي زده شوي درسونه په غور سره مطالعه کیږي. زده شوي درسونه باید په راتلونکو میاشتو کې د پروګرامونو او پروژو په پلي کولو کې په کار واچول شي. دا میتود تل او په دورانی توګه په کار اچول کیږي تر څو په اړونده اداره کې نهادینه شي او په عادت بدل شي.

په لاندې جدول کې چې باید سم فارمټ شي، ښودل کیږي چې څنګه دا سیستم په کوم وزارت او یا اداره کې په کار واچول شي:

کله چې په یوه وزارت کې ټول ریاستونه او یا په یوه بله اداره کې اړونده څانګې ټول د هرې میاشتې په پای کې د خپلو حقیقي لګښتونو او کاري پرمختګونو پرتله له وړاندې اټکل شوو لګښتونو او کاري پرمختګ سره پرتله کړي، جوړ او وسپاري، نو یو ځانګړی ریاست، ترډېره د پلان ریاست او یا بله کومه څانګه د ټولو ریاستونو او یا څانګو ارزونې په یوه ګډ لیست (Master Matrix Format) کې سره راټول کړي او د ادارې له رهبرۍ او نورو سره یې شریک کړي.

تر مطالعې او ارزونې وروسته په یوه ګډه غونډه کې د وزارت او یا د اړوندې ادارې لخوا موندنې، ننګونې، خنډونه، حل لارې او لاسته راغلي درسونه تر بحث لاندې نیول کیږي، په تر سره شوو ارزونو نور ارزښت هم ورزیاتیږي او اړینې پریکړې ترلاسه کیږي.  

که دا پروسه او تعقیبي سیستم سم په کار واچول شي، یا په بله معنی د اړوندې میاشتې او ربع له مخکې ټاکل شوي لګښتونه او فزیکي پرمختګونه له اوسنیو راټولو شوو حقیقی لګښتونو او ترسره شوي کار سره په هر وزارت کې په غور د وړتیا لرونکو کارپوهانو، مشاورینو او د نړیوالو همکارانو موسسو په مرسته و ارزول شي ښې پایلې لرلای شي. په دې صورت کې به د هغو ادارو کارمندان ورځ تر بلې بری مومي. هغوی به ټول هغه بودجه چې ورته منظوره شوې وي په وخت مصرفوي، د تولید او خدمتونو رسولو کیفیت به یې ښه کیږي او ملي اقتصاد او د هیواد پرمختګ ته به وده ورکوي.

د یوه خپلواک، هوسا او پرمختللي هیواد په هیله

محمد عارف رسولي

کابل، افغانستان

خوشال مینه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *