کلونه کېږي، چې نړۍ د پاکستان په ژرندې خپلې اوبه ورسپرې کړې دي، چې د همدې اوبو په برکت ترهګر او بنسټ پالي پياوړي شو، منظم ځايونه د ترهګرو په واک کې ورکړل شو، د جنګي او نظامي زدکړو اسانتياوې ورته برابرې شوې.
د اسامه بن لادن په څېر په زرګونو ترهګر به اوس هم د ايبټ اباد په سیمه کې بېغمه خپل ژوند کوي، پاکستان د ترهګرو ډلې جوړوي، وسلې او مهمات ورته برابروي، لښکر جنګوي، د حقاني سخت دريځه ډله، داعش، طالب او نور په سلګونو نومونو ترهګر توليدوي.
دوی په افغانستان کې د هند د نفوذ مخه نيسي، دوی د ترهګرو پر مټ تر ډېره خپلو موخو ته رسېدلي دي، کلونه وړاندې د هند سفارت په مېلمستون بريد وشو، په سلګونو د دوست هيواد وګړي پکې ووژل شو، همدارنګه په جلال اباد کې هم د هند په کونسلګري د بريد شومې هڅې شوې دي.
دا يواځې د هند سفارت نه دی، چې د سامراجي چارواکو په نغوته او دترهګرو په مټ په نښه کېږي، داسې سلګونه پېښې شته، چې پاکستان هيواد تل ترهګر د افغانستان او هند هيوادونو د ورانۍ لپاره روزلي او هڅه کوي، چې د ترهګرو اړيکې له ايران او روس سره هم قوي کړې.
که نړيواله ټولنه سترګې لري او ړنده نه وي، نو باید پاکستان د ترهګرو کوربه هيواد دی، چې د ټولو نړۍ امنيت ته د خطر زنګ دی، په سعودي عرب، پاریس، جرمني کې د حملو هڅې او بريدونه هم د پاکستان هيواد له لوري رهبري شوي و، کله چې پاکستان کې ای، ایس، ای د خپل نفوذ لرلو او نړيوالو د غولونې لپاره خپل کسان هم وژني، تر څو د نړۍ خلکو ته وښيي، چې ترهګر په پاکستان کې هم بريدونه کوي، که ترهګر د سیند په زیارت کې ځان الوزوي، نو ولې د لاهور هيرامنډيي ته نه درومي، که ترهګر د لاهور ښار په عامو خلکو کې ځان ته چاودنه ورکوي، نو ولې يو بل ځای نه په نښه کوي.
لاهور ښار هيرامنډيي د پاکستان د اقتصاد سره مرسته کوي، دوی نه غواړي، چې خپل اقتصاد ته زیان واړوي، دوی هغه ځايونه تر ډېره په نښه کوي، چې تر ډېره نړيواله ټولنه په دې فکر کې شي، تر څو پاکستان ته د ترهګرو د ځپلو لپاره بوديجه ځانګړې کړي.
نړيوالې ټولنې چې پاکستان خپل متحد بلل، په سلګونو ميليونه ډالر يې پاکستان ته د بنياد ګرۍ د ختمولو لپاره ورکړل، خو پاکستان برعکس د ترهګرو ليکې پياوړې او په محکومو ولايتونو پښتونخوا او بلوچستان کې يې افغانان په نښه کړل، کورونه يې ورته وران کړل او د جنوبي وزيرستان اوسېدونکي مورنۍ خاورې خوست ولايت ته لاړل او هلته يې د خپلو وروڼو له لوري ښه پالنه وشوه.
په دې وروستيو کې بیا د پاکستان په ځينو ښارونو کې د چاودنو او ترهګريزو بریدونو خبر راځي، خو دغه بريدونه په مجکومه پښتونخوا او بلوچستان کې د افغانانو له پښو غورځول دي.
پاکستان کې څو ورځې تېرېږي، چې پنجابي سامراجي هلته زموږ پښتانه وروڼه چې د ترهګرو د بريدونو ښکار ګرځېدلي و، هغو ټپونو يې لا يو بل ته خولې ورکړې نه وې، د پاکستان ترهګر فوځ له لوري نيول کېږي، وهل او ټکول خوري، ولې نړيواله ټولنه غلې ده چې لا اوس هم هلته پښتانه د پنجابي د ظلم او تېري ښکار دی، ولې نړيواله ټولنه د پاکستان سامراجي فوځ په وړاندې غبرګون نه ښيي چې ټول بشري او انساني حقوق ټول يې تر پښو لاندې کړي دي.
نړيوالې ټولنې ډېرې اشتباوې وکړې، چې تر ټولوغټه اشتبا يې پاکستان غوندې مکار او ترهګر هيواد له ځان سره ملګری او د هغوی په خوله باور و، چې پایله کې د نړيوالې ټولنې په پيسو ترهګرو هلته نورې هګۍ واچولې او بچي يې راوړل، خو د پښتون او افغان په وړاندې پآکستان سامراجي فوځ او ترهګرو دواړو يو ډول ظلم کړی دی، دا چې موږ ولې د ترهګرۍ قرباني يوو؟ دا هغه پوښتنه ده، تر څو چې د پاکستان هيواد په دې جغرافيه کې د نني پاکستان په څېر وي، تر هغو پورې به د هند او افغانستان په شمول نړيوال ترهګر نړۍ ته وړاندې کړي او افغانان به ترهغې دغه له دغه ډول ستونزو سره لاس او ګرېوان وي، تر څو چې د خپلې ازادۍ لپاره د بلوڅو مبارزينو په څېر جهاد ته مخه نه کړي او د پاکستان جغرافيه کې تغير راشي.
د هغې ورځې په تمه