پوهنمل مومنه دارنۍ

ژباړه: پوهنمل مومنه دارنۍ –

د ښه حسن او ښو اخلاقو په اړوند ډېرې خبرې ترسره شوي، مګر د دغو مواردو په اصلي او اساسي حقيت باندې مو تر اوسه لاس نه دی پورې کړی، يوازې د هغو د اغېزو او ثمراتو لاسته راوړنې مو توضېح کړي، بيا هم ټولې لاس ته راوړنې او ثمرات يې واضح نه شول، بلکې يوازې يوه ستره برخه يې توضېح شوه، د يادونې وړ ده، چې وويل شي تراوسه پورې د حسن او ښو اخلاقو د حدودو او حقايقو په اړه چې ټول نتايج يې ذکر شوې دي، چا خپله پاملرنه نه ده اړولې او هغه يې نه دي توضېح کړي، د بېلګې په توګه حسن ويلي دي: د اخلاقو ښه احسن عبارت دی له هغه بشپړې پېژندنې نه چې انسان يې له خپل پرودګار څخه ولري، نه له چا سره جنګ او جګړه وکړي او نه هم نور له هغه سره وجنګېږي.

شاه کرماني ويلي: د ښه حسن اخلاق عبارت له هغه دی، چې انسان د ستونزو او مشکلاتو په وړاندې صبر او تحمل ولري او نورو ته د ضرر رسولو باعث نه شي، په دې تعبير چې د ښو اخلاقو په ذريعه په پټه او ښکاره توګه خلک راضي وساتي.

ابو عثمان بيا دغه برخه په معنويت کې د خپل الله تعالی راضي ساتل ګڼي.

سهل تستري ويلي: د ښو اخلاقو او د حسن او جمال لوړه مرتبه او مقام، د غچ اخېستنې پرېښوستل، پر ظالم ترحم، له نورو څخه د بښنې غوښتل او هغوی باندې شفقت او مهرباني لرل دي، په يو بل ځای کې بيا دغه برخه په داسې توګه توضېح شوې ده: د خپل حلال رزق په لاس ته راوړلو کې خپل الله تعالی باندې اعتماد او باور ولرئ، د خپل خدای اطاعت وکړئ، په ظاهره او باطنه باندې د خپل خدای د اوامرو څخه نافرماني مه کوئ.

علي رضي الله عنه ويلي دي: د اخلاقو ښه حسن او جمال په درېيو خصلتونو کې نغښتی دی.

لومړی: له نا محرماتو څخه مخنيوی.

دويم: حلاله غوښتنه.

درېيم: د خپلې کورنۍ او اولادونو د ښې روزنې او پالنې پاملرنه.

حسين بن منصور ويلي: د ښه حسن او اخلاقو هدف دا دی، چې وروسته له دې څخه چې خپل حق تعالی په حقيقت او پاکۍ سره وپېژنئ، اخلاق بايد داسې وروزئ چې د هغه حق تعالی په پېژندنه کې انحراف او جفا ونه کړي، يعنې د اخلاقو تغير د دې باعث نه شي، چې د حق په پېژندلو کې پر انسان بل ډول اغېزه ولري او له سمې لارې څخه يې منحرف کړي.

ابو سعيد خراز په دې عقيده دی: چې د ښو اخلاقو حسن عبارت له دې څخه وي، چې انسان پرته له الله تعالی څخه بل هيڅ هدف او مقصدونه لري.

پورته ذکر شوي تعريفونه د ښو اخلاقو د حسن د هغو د نتايجو او ثمراتو په اړوند توضېح شول، مګر په اصل کې د هغو په حقيقت باندې پوهېدلو ته اشاره ونه شوه، نو ځکه ښه به دا وي، چې د حقيقت د څرګندولو په غرض يې هم توضيحات وړاندې شي، ددې کار لپاره موږ د نورو اشخاصو اقوال وړاندې کوو، ترڅو دغه موضوع په ښه توګه وسپړل شي، په دې برخه کې زموږ نظر دا دی، هغه خلق چې (په ضمې) او هغه خلق چې (په فتحه) باندې ذکر شوي، دواړه يو ځای استعمالېږي، د بېلګې په توګه ويل کېږي، فلانی شخص د ښه حسن خلق او نېک خلق خاوند دی، دا دواړه برخې بايد نېک او ښه وي، نو له دې دواړو څخه هغه خلق چې ( په فتحه) ليکل شوی د انسان ظاهر او هغه خلق چې (په ضمه) باندې ليکل شوی د انسان باطن پورې اړه لري، مرکب د دې دواړو برخو دوه موارد دي، لومړی جسد دی، چې په سترګو ليدل کېږي او بل نفس دی، چې په معنويت سره د درک وړ وي، دا دواړه په خپل وار سره د جلا کيفيت او صورت درلودونکي دي، داسې چې ځېنې يې ښکلي او ځېنې يې ناوړه دي، نفس چې د باطني بصيرت او بينايۍ له لارې ليدل کېږي، د جسم په وړاندې د ډېر ارزښت او اهميت وړ دی، نو ځکه الله تعالی هغه مهم او ارزښتناک شمېرلی او د هغه نسبت يې په خپل ځان پورې ګڼلی، داسې چې فرمايي:

[اِنِّىْ خَالِقٌ بَشَرًا مِّنْ طِيْنٍO فَاِذَا سَوَّيْتُهٗ وَنَفَخْتُ فِيْهِ مِنْ رُّوْحِيْ فَقَعُوْا لَهٗ سٰجِدِيْنَO](ص سورت،۷۱-۷۲ ايتونه)

ژباړه: كله چې ستا رب پرښتوته وويل(( زه له خټې نه د بشر پيداكوونكى يم، بيا كله چې زه هغه په بشپړه توګه جوړ كړم او په هغه كې خپل روح پوكړم نوتاسې د هغه په وړاندې په سجده پرېوځئ.

په همدې ډول اشعار فرمايلي دي: د انسان ظاهري جسم او جسد په خاورو او خټو پورې او روح يې په پرودرګار پورې منسوب دی.

په پورته تذکر کې د روح او نفس مقصد يو دی، هغه خلق چې په (ضمه) باندې راغلی، د يو انسان ظاهري صورت کيفيت څخه عبارت دی، چې په نفس کې خواره واره شوې دي او افعال په ډېر آسانۍ سره پرته له کوم احتياجه عقل او فکر ته صادرېږي، که چېرته دغه د انسان ظاهري کيفيت نېک اعمال ترسره کړي، کوم چې شرع او عقل هغه ومني هغه ته نېک اخلاق وايي او که چېرته زشت او ناوړه اعمال صادر کړي، هغه ته ناوړه، بد او آفت لرونکي اخلاق وايي.

موږ رسوخ چې ثابت او استوار ته ويل کېږي، د هغه چا لپاره د شرط په توګه ټاکو، چې د ځېنو ضروري حالاتو په صورت کې خپل مال نورو ته د سخا په ډول وښندي، دغه ډول اخلاق د هغه په سخاوت باندې نه شو شمېرلای، ترڅو پورې چې د رسوخ او ثابتوالي حدود په کې نه وي څرګند شوي، د دې کار د شرط نيولو اساسي ټکی دا دی، چې شخص وروسته د ډېر رنځ او رحمت څخه چې په ځان باندې يې تېروي د فکر په کولو سره د خپل مال په ورکړه کې له خشم، قهر او غضب څخه کار واخلي، نه شو کولای د هغه دغه ورکړه په حلم او سخا کې وشمېرو او تعبير يې کړو، نو له همدې وجې لازمه ده، چې دغه برخه په څلورو اصولو باندې ووېشي.

لومړی: د فعل د ښو او بدو اصل.

دويم: د هغو د ترسره کېدو قدرت او توان.

درېيم: پېژندل يې.

څلورم: هغه نفساني حالت يا کيفيت چې د هغه په ذريعه انسان کولای شي د ښو او بدو کارونو د ترسره کېدو لپاره ميلان پيدا کړي او يا دا چې د هغه د ترسره کېدو لپاره وهڅېږي.

اخلاق د يو کار د ترسره کولو څخه عبارت دی، ځکه داسې کسان هم موجود دي، چې د سخاوتمندۍ خوی لري، ولې مال نه ورکوي، د دې ډول اشخاصو په وړاندې يا خو به کومه مانع وي او يا به هم مال او شته نه لري، په بل بحث کې ښايي يو شخص د بخل او بخيلۍ خوی او خواص ولري، چې خپل مال او شته د ځېنو غرضونو له مخې نورو ته ورکوي، دغه برخه کې د ده کوم علت او سبب پروت وي.

په همدې ډول اخلاق د کومې قوې څخه عبارت نه دي، چې د هغې په مرسته يو شخص د خپلو مالونو په ورکړه او راکړه کې له قوي او خاص استعداد څخه کار واخلي، يعنې د عطا، بخشش او ورکړه کې او نه ورکولو کې له خپل قدرت څخه کار واخلي او دا دواړه برخې دې په قدرت پورې اړه ولري، اخلاق وګڼل شي، بلکې هر انسان فطرتا داسې هست شوی، چې په ورکولو او نه ورکولو کې د قدرت او ځواک خاوند دی، دا کار د دې موجب نه ګرځي، چې بخل يا بخيلي او سخا يا سخاوت ورکول دې اخلاق وګڼل شي او هم اخلاق عبارت له معرفت څخه نه دی، ځکه معرفت په ښو او بدو باندې يو ډول او مساويانه تعلق نيسي، نو ځکه ويلای شو، چې اخلاق د معنويت له پلوه په څلورو اصولو باندې وېشل شوی دی، ځکه په هغه کې کيفيت په ثابت، استوار او تلپاتې توګه څرګند شوی دی، مطلب له کيفيت څخه دا دی، چې انسان د هغه په ذريعه دې ته چمتو کېږي، چې د سخا ورکړې او نه ورکړې باعث شي.

نو له همدې وجې اخلاق د صورت او باطن د نفسـي کيفيت څخه عبارت دی، څرنګه چې ظاهري حسن او صورت يوازې د سترګو د ښکلا پرته د پوزې، خوله او صورت څخه د منلو وړ نه دی، بلکې د دې ټولو په حسن او ښکلا پورې اړه لري، په همدې ډول په معنويت او باطن کې هم څلور ارکان موجود دي، چې د حسن او ښو اخلاقو په درلودلو کې ضرور او حتمي ګڼل کېږي، که چېرته دغه څلور ارکان په یو شخص کې سره برابر او تناسب ولري حسن، جمال او ښه اخلاق په کې رامنځته کېږي.

دغه ارکان عبارت دي له: د علم ځواک او قوه، د غضب ځواک، د شهوت ځواک او د اعتدال ځواک، چې د دغو درېيو ځواکونو ترمنځ اعتدال خاص ځای لرلای شي.

د علم او صلاح ځواک جمال او حسن په دې کې دی، چې انسان د هغه په مرسته وکولای شي د صدق او دروغو، حق او باطل، ناوړه او ښکلي ترمنځ توپير وکړي، کله چې دغه ځواک نېک او پياوړی شو، واضح ده چې ثمره يې لاسته راغلی حکمت وي او دا ډول حکمت عبارت له نېکو اخلاقو څخه دی، چې الله تعالی د هغه په اړوند فرمايي:

[وَمَنْ يُّؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ اُوْتِيَ خَيْرًا كَثِيْرًا](البقره سورت ،۲۶۹ ايت)

ژباړه: او چاته چې حكمت وركړ شي ، هغه ته په حقيقت كې ستر دولت وركړ شو..

د غضب د قوې او ځواک حسن او جمال په دې کې دی، چې دغه هغه پراخوالی او پېچ و تاب بايد په خپلو حدودو کې وي، کوم چې حکمت يې ټاکي، په همدې ډول د شهوت د اصلاح حسن او جمال په دې کې دی، چې د شرع او عقل تر کنترول او لارښوونې لاندې راشي، څلورم ځواک د عدل او اعتدال څخه عبارت دی، چې د شهوت، غضب، شرع او عقل د ارکانو په منځ کې شتون ولري، ځکه عقل د يو خيرخواه لارښوونه کوي، چې د عدل ځواک د هغو د لارښوونو ترسره کووونکی دی، غضب کولای شي تر نظم او ادارې لاندې راشي او هغه د هغه ښکاري سپي په شان دی، چې تعليم او تاديب ته اړتيا لري، ترڅو د خپل غوښتنې پرخلاف دې ته اړ دی، چې د خپل مالک تر ادارې لاندې رفتار وکړي، مګر نور حيوانات لکه د مثال په ډول آس چې د قوي شهوت خاوند دی، حتی په ځېنو مواردو کې له ډېرې سرکښۍ څخه کار اخلي، داسې چې خاوند يې له ادارې څخه عاجز پاتې وي، نو په دې اساس هر هغه شخص چې دا ډول خصلتونه د اعتدال په لرلو سره ولري.

د ښو اخلاقو او حسن خاوند دی، ځېني اشخاص د دغو صفاتو له جملې څخه په معتدل او برابره توګه او ځېنې نور بيا په غير معتدله او نابرابره توګه برخمن وي، هغوی هم د حسن او ښو اخلاقو درلودونکي دي، لکه د يو شخص په صورت کې چې ځېنې برخې ښکلې او ځېنې يې بيا بدرنګې وي.

د غضبي قوې حسن، جمال او اعتدال په مېړانتوب او د شهواني قوې حسن او جمال په پرهېزګارۍ باندې تعبير شوی دی، که چېرته غضبي قوه د افراط په لور حرکت وکړي، په بې پروايۍ باندې اوړي او که چېرته په ضعف او نقصان واوړي، د زړه په ناروغۍ، ډار او ترس باندې بدلېږي، په همدې ډول شهواني قوه هم که چېرته افراط وکړی، په حريص باندې بدلېږي او که چېرته تفريط وکړي، په افسردګۍ او استرس باندې اوړي، په دغه مهال کې بهترينه مرتبه يې منځنۍ او وسطي حالت يا برخه ده، ځکه فضيلت په همدې کې ګڼل کېږي او دوه نورې برخې يې چې افراط او تفريط دي، يو يې فضيلت او بل يې د زړه نهيلي رامنځته کوي، عدل دوه خواوې نه لري، بلکې يو متضاد اړخ لري، چې عبارت له هغه څخه دی، چې له سمې او صحيح لارې څخه جوړ يا انحراف وکړي، په کوم ځای کې چې عدل نه وي، هلته انحراف موجود وي.

که چېرته حکمت په فاسدو اغراضو يا غرضونو کې استعمال شي، له هغه څخه د غولونې او فرېبکارۍ تعبير اخېستل کېږي او که چېرته تفريط په کې وشي، په کودن يا کم عقل باندې اوړي، په خپله منځنۍ معنی يې بيا د حکمت معنی لري، نو له دې وجې څرګنده او واضح شوه، چې د اخلاقو اصول څلور دي: حکمت، شجاعت، عدل او عفت.

زموږ هدف او مقصد له حکمت څخه نفساني حالت دی، چې د هغه په وسيله د ژوندانه په ټولو چارو کې د دې اختيار او ځواک پيدا کولای شي، ترڅو صحيح، لايق او سزاوار له بد، خطا او ناوړه څخه توپير کړي او مقصد مو له عدل څخه د نفسي قوې او ځواک هغه حالت دی، چې غضب او شهوت اداره کوي او د حکمت تقاضا کوونکو ته يې په کار واچوي، د حکمت تقاضا کوونکي که چېرته آرام، ساکن او يا هم د حرکت په  حالت کې وي، هغوی کنترولوي.

شجاعت دا دی: چې په يوه غضبي قوې باندې د يو کار په پيل او پرېښودلو کې د عقل فرمانبرداري وکړي.

مقصد له عفت او پرهېزګارۍ څخه ادب زده کول، د شهواني قوې په وړاندې د شرعې، عقل او تدبير په مرسته، کله چې يو شخص کې د دغه اصل څلور څانګې په اعتدال کې وي، له هغه څخه به نېک اخلاق او اعمال صادرېږي.

ځکه له اعتدال څخه عقلي قوه، د حسن تدبير، د ذهني صفايي، د نظر سموالی او انسان ته د ښو او دقيقو اعمالو څرګندېدل دي، ترڅو د هغو په مرسته د نفس پوښلي او پټ امراض څرګند شي او د هغو افراط بيا په انسان کې موجب د فرېبکارۍ، مکر او نيرنګبازۍ ګرځي او تفريط يې بيا په انسان کې حماقت، جنون، لېونتوب، د تجربې کموالی په ورځنيو چارو کې او هم سلامت وجود په تخيلي حالت باندې اړوي.

د حماقت او جنون ترمنځ توپير په دې کې دی، چې د احمد مقصد سم وي، مګر بده او ناکاره لاره ټاکي، د سمې لارې د ټاکلو لپاره سنجش ورسره نه وي، ترڅو خپل هدف ته ورسېږي، ولې جنون يا مجنون بيا هدف ټاکي، مګر دغه ټاکل يې بيا مناسب نه وي.

هغه انسان چې شجاعت ولري، له هغه څخه د شجاعت خواص، لکه بخشش، مېړانه، غښتلتيا، ځان د نورو پر وړاندې ټيټ ګڼل، صبر او تحمل و حلم، ټينګوالی، د قهر او غضب له منځه وړل، استواري او کلکېدل نور دې ته ورته اعمال ورڅخه صادرېږي، چې دا ټول له اخلاقو څخه اخېستل کېږي، ولې هغه شخص چې بې پروا وي، هغه د لاف وهلو يعنې بې ځايه خبرو کولو او صفاتو ويلو، کبر او تکبر، ځان غوښتنې او داسې نور اعمال له هغه څخه ترسره کېږي او تفريط يې بيا د زړه ناروغي، حساسيت، بې صبري او فرياد، کوچنی والی او د حق او واجب نه قبلوونکی وي.

د پرهېزګارۍ صفت که چاته نصيب شي، سخا، حيا، نرموالی، قناعت، سپېڅلتيا، مرسته او لاسنيوی، بې طمعې يعنې د طمعې نه لرل او داسې نور مثالونه له هغه څخه صادرېږي، د افراط او تفريط په صورت کې بيا په حرص، شر، بې ادبۍ، له حده تېرېدل، بخل، د دروغ او ريا پردې غوړول، په خبرو کې فحش يا فحشا، بې معنی، چاپلوس، کينه، د نورو په غم کې ښادي، د غني اشخاصو پر وړاندې د فقر او د تمسخر او نور دې ته ورته مثالونه، نو له دې وجې ويلی شو، چې د حسن او ښو اخلاقو اصول هماغه د فضايلو او حکمت څلور څانګې دي، لکه حکمت، شجاعت، عفت او عدل، پاتې ټول اوصاف د دغه اصول په فروعاتو کې راځي.

د دغه څلورو اصولو د اعتدال په برخه کې هيڅوک پرته د حضـرت محمد صلی الله عليه وسلم څخه په دې باندې بريالی شوی نه دی، چې هغه رعايت کړي، هغه خلکو چې وروسته له حضرت پيغمبر صلی الله عليه وسلم نه په دغو اصولو باندې پابند و او له هغو څخه يې پيروي کوله، هغه د مبارک حضـرت صلی الله عليه وسلم په ډول نه و، بلکې هغه ته يې نژدېوالی درلود، هر هغه څوک به چې په دغو اصولو کې مبارک حضرت صلی الله عليه  وسلم ته نژدې و او قرابت او نژدېوالی به يې ورسره درلود، هغه به الله تعالی ته هم نژدې و، په هر هغه چا کې چې دغه فضايل څرګند شوي، هغه له ټولو بنده ګانو څخه لوړ او معتبر دی، ځکه دا ډول کسان نورو ته د مرجع حيثيت لري، ترڅو نور بنده ګان د هغو له اعمالو څخه پيروي وکړي او که چېرته هغه بنده چې له دغو اوصافو څخه برخمن نه وي او له هغو څخه پيروي ونه کړي، سزاوار د دې دی چې بايد د نورو بنده ګانو له اجماع څخه لرې کړای شي، ځکه دا ډول اشخاص شيطان ته نژدې دي او له نورو خلکو څخه بايد وشړل شي، حال دا چې هغه اشخاص چې د پورته اصولو پيروي کوي، هغوی فرشتګانو ته نژدې دي، بايد د هغوی تګلاره تعقيب شي او هغوی ته نژدېوالی وشي.

حضرت محمد صلی الله  عليه وسلم خاص د دې په خاطر د نورو بنده ګانو په  وړاندې راولېږل شو، چې اخلاقي لوړوالی بشپړ او تکميل کړي.

قرآن عظيم الشان د مومنينو د نورو اوصافو ترڅنګ نېکو اخلاقو ته داسې اشاره کوي:

[اِنَّمَا الْمُؤْمِنُوْنَ الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا بِاللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ ثُمَّ لَمْ يَرْتَابُوْا وَجٰهَدُوْا بِاَمْوَالِهِمْ وَاَنْفُسِهِمْ فِيْ سَبِيْلِ اللهِ اُولٰىِٕكَ هُمُ الصّٰدِقُوْنَO](الحجرات سورت،۱۵ ايت)

ژباړه: په  حقيقت كې خو مومنان هغه دي چې پر الله او د هغه پر پيغمبريې ايمان راوړ  بيا هغوى څه شك ونه كړ او په خپلو مالونو او سرونو سره يې دالله په لاره كې جهاد  وكړ همغوى ريښتوني خلك دي .

په الله تعالی او د هغه په مبارک رسول باندې ايمان چې شک او شبه په کې نه وي، د يقين قوه ګڼل کېږي، چې د عقل ثمره او د حکمت غوښتل او هيله کول دي او د مال مجاهدت سخاوت ګڼل شوي، چې د شهواني قوې ساتل او کنترول پورې اړه پيدا کوي او مجاهدت له نفس سره شجاعت ګڼل کېږي، چې اساس يې د غضبي قوې استعمال د اعتدال او برابرۍ په حدودو کې د عقل د تقاضا او غوښتنې لپاره ترسره شي، الله تعالی صحابه رضي الله عنهم په دغه ډول خوی او خواصو باندې په دې ډول توصيف کړې وي:

[اَشِدَّاءُ عَلَي الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ](الفتح سورت،۲۹ ايت)

ژباړه: او كوم كسان چې له هغه سره ملگري دي هغوى پركافرانو سخت اوپه خپلو  مينځو كې خواخوږي دي.

په همدې ډول فرمايي: د زړه کلکوالی د سنګدلي ځانته ځای لري او د زړه نرموالی ځانته ځای لري، د انسان کمال په دې کې دی، چې که چېرته شديد حالت ورته مخ شي، داسې چې بايد زړه يې نرم نه وي او هم داسې حالت چې زړه يې د نرمۍ حالت ولري، په دې دواړو حالتونو کې بايد مهربان وي، دا و هغه مفاهيم چې په هغو کې د ښه حسن اخلاق او د هغه ثمرات او لاسته راوړنې، ارکان او فروعات يې تاسو ته واضح او توضېح شول.

***

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *