د ستراتېژيکو او سيمهييزو څېړنو مرکز
تېره اوونۍ افغان ولسمشر اشرف غني په مونیخ امنیتي کنفرانس کې د ګډون په موخه جرمني ته ولاړ. افغان ولسمشر په دغه کنفرانس کې د خپلې وینا ترڅنګ د بېلابېلو هېوادونو له لوړپوړو چارواکو سره هم ولیدل. په دې لړ کې يې د قطر د بهرنیو چارو وزیر “شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني” سره هم ولیدل او د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ، د طالبانو د قطر سياسي دفتر او د سولې پروسې په اړه هم دوهاړخيز بحث وشو.
افغان ولسمشر د قطر د بهرنیو چارو وزیر ته په څرګندو ټکو کې وویل: «که تر راتلونکي پسرلي او اوړي پورې د طالبانو په چلند کې مثبت بدلون څرګند نه شي او تاوتريخوالي ته دوام ورکړي، باید د قطر دفتر د بندولو په ګډون بنديزونه پرې ولګول شي.»
دا چې د خبرو اترو په موخه پرانېستل شوی د طالبانو دغه سیاسي دفتر څرنګه رامنځته شو، تر اوسه یې څه وکړل او که دا دفتر وتړل شي، د سولې راتلونکی به څه وي؟ هغه پوښتنې دي، چې دلته مو ځواب کړې دي.
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر
کله چې طالبانو د ۱۳۸۸ کال د سرطان په ۹مه په پکتيکا ولايت کې د “باو برګډال” په نامه یو امریکايی پوځي ونیوه او ترڅنګ يې همدا کال او ترې وروسته کلونه د امریکايي پوځیانو لپاره تر ټولو خونړي وو، نو امريکايانو هم له طالبانو سره د خبرو اترو اړتيا درک کړه او په خپله جنګي ستراتېژۍ کې يې له طالبانو سره خبرې اترې هم زياتې کړې.
د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ویاند له قوله، امریکا او طالبان په ۱۳۹۰ کال کې د قطر دفتر د جوړولو په اړه موافقې ته رسېدلي وو؛ خو امريکايانو، افغان حکومت د بُن له دویم کنفرانس څو ورځې وړاندې خبر کړ. د افغان طالبانو د یوې سرچینې له قوله، هغه مهال د طالبانو د قطر دفتر مشر طیب آغا د دویم بُن د کنفرانس له جوړېدو څخه وړاندې په جرمني کې ناست و؛ خو د حامد کرزي د مخالفت له کبله یې ونه شو کړای، چې په هغه کنفرانس کې برخه واخلي.
افغان طالبانو د ۱۳۹۰ کال د جدي په ۱۳مه له امریکا سره د مذاکراتو په اړه اعلامیه خپره کړه. طالبانو په هغه اعلاميه کې د قطر د سیاسي دفتر په اړه ویلي وو، چې دوی له قطر او نورو اړوندو لوریو سره ابتدايي توافق ته رسېدلي دي؛ خو بیا یې هم په قطر کې د دفتر پرانېستلو نېټه نه وه ښودلې. له هغه اعلان وروسته، افغان حکومت د طالبانو له دفتر سره مخالفت وکړ او په دې توګه په قطر کې د طالبانو د رسمي دفتر پرانیسته وځنډېده.
که څه هم د طالبانو د قطر دفتر په اړه خبرې اترې له ۱۳۸۹ کال څخه پیل شوې وې؛ خو په رسمي ډول د افغان طالبانو د قطر سیاسي دفتر په ۱۳۹۲ کال کې پرانیستل شو. هغه مهال د افغان حکومت او امریکا خرابې اړیکې او په خپله د افغان طالبانو دا دریځ، چې دوی له افغان حکومت سره خبرې اترې نه کوي، د قطر دفتر په اړه د افغان حکومت شکونه زیات کړل. له همدې کبله د ۱۳۹۱ کال په جدي کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول د ولسي جرګې استماعیه غونډې ته په وینا کې وویل: «د طالبانو لپاره د قطر دفتر یوازې د خبرو لپاره دی، نه د طالبانو د سیاسي فعالیتونو لپاره، دغه دفتر به تر هغو خلاص نه شي او پریکړې ته به ورسره ونه رسېږو، ترڅو چې طالبان دا اعلان ونه کړي، چې له افغان حکومت سره به خبرې کوي. که یو دفتر خلاص شي، معلومه نه ده، چې څوک له چا سره خبرې کوي، دا موږ له یوه غټ خطر سره مخ کوي، اوس طالبان وايي، له افغان حکومت سره خبرې نه کوو، نو له چا سره یې کوي، که له هر چا سره خبرې وکړي موږ له لویو ستونزو سره لاس او ګرېوان کېږو.».
د ۱۳۹۱ کال په جدي کې چې کله افغان ولسمشر حامد کرزی امریکا ته په سفر ولاړ، نو د نوموړي د وياند له قوله «امریکايي مقاماتو په قطر کې د طالبانو د دفتر د جوړېدلو موضوع د دوهاړخیزو خبرو اترو په اجنډا کې شامله کړه».
افغان حکومت د یو شمېر شرایطو له لرلو سره، د قطر سياسي دفتر له پرانیستې سره موافقه وکړه، چې له امله یې د ۱۳۹۲ کال د جوزا په ۲۸مه په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر پرانېستل شو؛ خو ډېر ژر افغان حکومت د دفتر له لوحې او بیرغ سره چې د «اسلامي امارت» تر نامه لاندې وو، کلک مخالفت وکړ او طالبانو دغه دفتر د ۱۳۹۲ کال د سرطان په ۱۸مه بېرته وتاړه.
په بل اړخ کې په دغه دفتر کې طالبان هم د داخلي اختلافاتو ښکار شوي او د همدغو اختلافاتو له کبله د دغه دفتر پخواني مشر سید طیب آغا له خپلو څو ملګرو سره یوځای استعفا ورکړه.
د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ارزونه
په قطر کې د طالبانو دغه سیاسي دفتر تراوسه غیر رسمي دی؛ خو په قطر کې د افغان طالبانو د سیاسي دفتر غړي له ۱۳۸۹ کال راهیسې هلته مېشت دي او له هغه ځایه يې خپله ډيپلوماسي او له نړۍ سره خپلې اړیکې غځولې دي. دا چې د دغه دفتر له لارې افغان طالبانو کوم مهم فعالیتونه لرلي، لاندې یې په لنډه توګه بیانوو:
لومړی؛ طالبانو ته یې ګټې؛ افغان طالبانو په قطر کې د سیاسي دفتر له پرانیستلو وروسته په لاندې برخو کې ګټه پورته کړې:
- د امریکا د یوه پوځي په بدل کې يې له ګوانتنامو زندان څخه خپل پنځه بندیان راخوشې کړل؛
- د بېلابېلو هېوادونو لکه تاجکستان او روسیې پوځیان یې د دغه دفتر له لارې پرېښودل؛
- په نړیوالو کنفرانسونو لکه پګواش کې يې برخه واخیسته او نړیوالو ته یې خپل غږ ورساوه؛
- د دغه دفتر له لارې يې له بېلابېلو هېوادونو؛ لکه روسیې، ایران، چین او نورو سره اړیکې ټینګې کړې او هڅه یې وکړه، چې د طالبانو په تړاو د دغو هېوادونو اندېښنې راکمې کړي؛
- د ملي یووالي حکومت له جوړېدو راوروسته یې هڅه وکړه، چې ځان د افغان حکومت په پرتله د داعش پر وړاندې په مبارزه او ځپلو کې ارزښتناک وښيي؛
- افغان طالبانو د دغه دفتر له لارې هڅه وکړه، چې له بېلابېلو افغان لورو او شخصيتونو سره وګوري، قطر ته یې وروغواړي او د افغانستان او سیمې په تړاو خپل نظرونه ورسره تبادله کړي.
دویم؛ په سوله کې يې رول؛ د سولې په برخه کې چې له دغه دفتر سره څومره هیلې تړل شوې وې، هومره یې د عمل جامه خپله نه کړه. د دغه دفتر له لارې، په یوه اړخ کې له امریکایانو سره تر ډېره د بندیانو د تبادلې په تړاو خبرې وشوې او په بل اړخ کې د افغان طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مخامخ خبرو اترو ډېرې محدودې نارسمي اړیکې ونیول شوې. په دې تړاو د افغان حکومت او افغان طالبانو ترمنځ په رسمي مخامخ خبرو اترو کې هم، چې اسلاماباد ته نژدې په مري کې وشوې، د قطر دفتر ډېر رول نه درلود.
د طالبانو د سیاسي دفتر له تړلو وروسته د سولې راتلونکی
د سولې په تړاو د دواړو افغان حکومت او افغان طالبانو تګلارې مبهمې او ځینې مهال د دوی دا تګلارې له یو بل سره په ټکر کې وي. د بېلګې په توګه افغان حکومت له وسلهوالو مخالفینو سره سولې ته لومړیتوب ورکوي؛ خو په بل اړخ کې بیا د بېباورۍ او د جګړۍ د اوږدولو په تړاو پرېکړې کوي. لکه د افغان حکومت له لوري د طالبانو د مشر مولوي هبة الله نوم د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لیست کې د زياتولو غوښتنه او اوس د قطر د سیاسي دفتر د تړلو هڅه.
افغان طالبان هم که له یوې خوا د خبرو اترو لپاره یوازېنی ادرس د قطر دفتر بولي؛ خو بیا هم، له افغان حکومت سره د خبرو اترو لپاره لېوالتیا نه ښيي. همدا لامل دی، چې د قطر دفتر له پرانیستلو راهيسې، په رسمي او د دواړو لورو په استازیتوب خبرې اترې نه دي شوې.
په بل اړخ کې، په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو د قطر دفتر سیاسي فعالیتونو ته په کتلو سره افغان حکومت دې پایلې ته رسېدلی، چې دغه دفتر افغان حکومت ته د ګټې پرځای تاوان رسولی. دغه دفتر د خپلې ډيپلوماسۍ او د سیمې د بدلېدونکې جیو-پولیټیک وضعیت له کبله، د افغان حکومت یو شمېر هڅې شنډوي، په تېره بیا د “ترهګرۍ” پرضد د افغان حکومت د سیمهییزې اجماع رامنځته کول او ګډه مبارزه.
له دې هر څه سره سره، په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر تړل به، هغه هم داسې مهال چې افغان طالبان له تېرو څو کلونو راهیسې د خبرو اترو یوازېنی ادرس همدا دفتر بولي، د سولې پروسه له ځنډ او خنډ سره مخ کړي.
ستونزه د دفتر په تړلو او پرانیستلو کې نه ده؛ بلکې د دواړو لورو په اذهانو او ستراتېژيکو فکرونو کې ده. د افغان حکومت دا فکر، چې د طالبانو په تړاو د کوم بل بهرني لوري سره خبرې وکړي، له دوو کلونو راهیسې هېڅ پایله نه ده ورکړې او ښايي په راتلونکي کې به هم پايله ونه لري. د افغان طالبانو له خوا د افغان حکومت پرځای له بل لوري سره د سولې پر خبرو اترو ډېر ټینګار او تر ډېره په دا ډول خبرو اترو کې افغان حکومت منزوي کول به هم هېڅ پایله ونه لري، بلکې دا جګړه به نوره هم پېچلې، اوږده او د سولې پروسه به له نویو ننګونو سره مخ کړي. همدا لامل دی، چې ترڅو افغان حکومت او افغان طالبان پر یوه مېز نه وي سره ناست، تر ډېره ناممکنه برېښي، چې د سولې خبرې اترې دې پرمخ ولاړې شي.