تاند- وسله والو طالبانو په یوه نادر اقدام کې په کندوز کې د خپل مشر ملا عبدالسلام وژل کېدا تایید کړه.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ملا عبدالسلام اصلي ارمان د کندوز نیول و خو د ده لاره به سلګونه نور ځوانان غوره کړي.

د افغانستان په شمال کې د سپینزر پولیسو ویندوی محفوظ الله اکبري پرون /یکشنبه/ د ملا عبدالسلام وژل کېدا تایید کړه.

ده وویل چې له ملا عبدالسلام سره د دې ډلې یو بل مهم غړی قاري امین هم وژل شوی دی.

پرون ولسمشر غني په یوه غونډه کې د طالبانو د دغه مشر د وژل کېدو یادونه وکړه خو جزییات یې څرګند نه کړل.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د ملا سلام د وژل کېدو په اړه ویلي چې نوموړی په ارچي ولسوالي کې د امریکايي الوتکې په بمبارۍ کې وژل شوی دی.

طالبان عموماً د خپلو کسانو وژل کېدل نه تاییدوي.

One thought on “طالبانو په کندوز کې د خپل والي وژل کېدا تایید کړه”
  1. امریکایان او ملګري به یی خوشحاله سویوي خو
    داسی ډیر سرتیري مجاهدین دطالبانو په لیکو کی شتون لري

ځواب دلته پرېږدئ