۵
۲- تصادف:
تصادف په داستاني ادبيات کې مهم توک دى. په داستاني ادبياتو کې له تصادف سره احتياط کېږي. څرنګه چې تصادف په واقعي ژوند کې هم ممکن شوي، ځکه نو په داستاني ادب کې چې د واقعي ژوند هېنداره ګڼل کېږي، تصادف موجود وي؛ خو په دومره توپير چې په داستاني ادبيات کې تصادف په مرکز کې ولاړ وي يا د کيسې غوټې پرې خلاصېږي، بيا ورسره کيسه پوهان توافق نه کوي؛ خو وړې وړې پېښې ورپوري تړلې وي، بيا يې ښايي لوستونکى وزغمي. په تصادف د غوټې له پرانيستو سره ځکه توافق نه ښودل کېږي، چې بيا لوستونکى له هغې کيسې نه پېغام نه شي اخيستى او د هغه داستان له امله د واقعي ژوند په اړه هم د تصادف فکر کوي او ژوند ورته له خپل همته بهر تصادف ښکاري.
(په ناورين پسې ناورين) کې شاعر د تصادف له دې عيبه خبر دى؛ نو په ټولو داستانونو کې يې هڅه کړې، چې له تصادف ځان وساتي او دا د دې اثر بل توپير دى، چې له ولسي داستانونو سره يې لري. موږ وينو، چې په ولسي داستانونو کې تصادف پرېمانه پيدا کېږي او دروېش سره له دې چې په خپلو داستانونو کې ولسې رنګ ساتلى؛ خو له تصادفه يې اجتنبا کړى دى. په يوه نيم ځاى کې چې راته تصادف ښکاري، هم چې ورته ځير شو، تصادف نه دى، مثلا؛ په (درېيم زوى) کې چې ځير شو، پوهېږو، چې مېرمن يې له ډېره وخته خپل خاوند څاره او د دوى د بچو مړينه هم کوم تصادف نه و.
۳- تلوسه:
تلوسه د داستاني ادبياتو مهم تخنيک دى، چې غوټه تر مناسبه وخته پورې تړلې ساتي. تلوسه هغه پټوالي ته وايي، چې د کيسې په پېښو کې موجود وي. ابهام د عام نثر زېږنده وي؛ خو تلوسه په داستاني ادبياتو کې هغه غوټه ده، چې د پېښو تر بشپړتيا يا د کيسو تر پايته رسېدو وروسته پرې لوستونکى پوه شي. د تلوسې کمال دا دى، چې لوستونکى له ځان سره ساتي.
“کيسه د مار غوندې ده، سر، منځ او لکۍ لري. پښې او لکۍ نه شو ورکولاى”(احمدي، نصير احمد، راځئ کيسه وليکو، ۱۳۹۰: مخ)
د دروېش دراني د (په ناورين پسې ناورين) يوه ښېګڼه دا ده، چې ټول داستانونه يې تلوسه لري. لوستونکى د هر داستان تر پيل وروسته تر پاى روان وي، چې پايله به د دې پېښې يا د دې کيسې څه وي. دروېش چي د تلوسې په اهميت خبر دى، ښه استفاده يې ترې کړې ده.
۴- پلاټ:
په داستاني ادب کې د پېښو منطقي ترتيب او تړاو ته پلاټ وايي. په کيسه ييز ادب کې پلاټ ډېر اهميت لري او عموما د پېښو ترمنځ تړاو پر علت و معلول ولاړ وي. يوه پېښه علت وي او بله معلول.
“د واقعي ژوند د پېښو پرخلاف له دوديزې لنډې کيسي توقع کېږي، چې پېښيې د نقشې له مخې په ترتيب واقع شي. پلاټ د کيسې له پيله تر منځ او اخره پوري پېښو ته د واحد نظم د ورکولو له لارې اکثره وخت د کيسې اساسي جوړښت رامنځته کوي.” (۸: ۴۲)
د دروېش (په ناورين پسې ناورين) د پلاټ بريالى اثر ګڼل کېږي، ځکه چې هر داستان يې راښکلى پلاټ لري. د هر داستان شکلي او د مسرو معلوم شمېر هم د پلاټ له راښکلتيا سره مرسته کړې ده؛ خو په ټوله کې دا ويلاى شو، چې د (په ناورين پسې ناورين) ټول داستانونه د پېښو له پلوه بشپړ دي، اضافي پېښې پکې نشته او نه پکې د پېښو کمبوت احساسېږي. بل دا چې موږ ته معلومېږي، چې هر پېښه معقول علت لري او پر دې بنسټ لوستونکى ترې خوند اخلي.
(په ناورين پسې ناورين) منابع
۱- اساطير:
- تعريف:
اساطير د اسطورې جمع ده. اسطورې ته افسانه هم ويل شوې او په عربي کې هغو کيسو ته ويل شوې، چې دروغ وې. ښايي، همدا علت و، چې خداى پاک په قرآن کې د پېغمبرانو د کيسو په اړه د کفارو خبره راواخيسته، چې “دوى وايي، دا پخوانۍ اسطورې دي”.
د اسطورو له جوړښت او بڼې پوهېږو، چې رښتينې نه دي. د لرغوني يونان د څو خدايانو اسطورې کله رښتيا کېدای شي. د فرودسي په شهنامه کې راغلې اسطوري موارد له واقعي نړۍ نه ډېر لري دي؛ خو عموما پوهان د اسطورو په اړه د صدق و کذب تله نه کاروي، بلکې اسطورو ته د بشري ذهن د انکشاف او پرمختګ په هېنداره کې ګوري او د اسطورو له هېندارو معلوموي، چې بشري ذهن کوم پړاوونه وهلي او د فکر کولو طرز يې څنګه دی او له دې نه موږ ته د اسطورو اهميت څرګندېږي.
“”د لرغوني ډبرپېر انسان چې پر ځان د قياس له لارې په طبيعت پورې روح او ژوند وتاړه، نو په طبيعت کې موجودو شيانو ته يې د ځان غوندې احساسات، خيالونه، ارمانونه، هيلې، غوښتنې او دلچسپۍ وسپارلې. همدا علت دی، چې په اسطورو کې وينو، چي د ټولو انسانانو خدايان د همدوی غوندې فکر کوي، انګېرنې يې همداسې دي، همداسې مينه کوي، له غوسې سره اوړي، له يو بل سره رخه کوي، ژاړي، خاندي، په التفات راماتېږي، د غچ اخيستلو لېونۍ هڅه کوي، خپه کېږې، پوخلا کېږي. همدا علت دی، چې له فرعي توپېرونو پرته د ټولې نړۍ اسطورې سره ورته دي.”(۴: ۸۳)
تاريخ راته وايي، چې بشر تر تاريخ مخکې اسطوري پړاو هم وهلی. پر دې بنسټ تاريخ د بشري ذهن پرمختيا پر درو پړاوونو ويشي، چې لومړی پړاو پکې اسطوري پړاو دی.
په اسطوري پېر کې انسان د کايناتو په اړه اسطوري فکر کاوه. څرنګه چې انسان له خپل عقله مجبور و او بايد د کايناتو په اړه يې فکر کړی وای، نو داسې وسايل نه وو، چې پر طبيعي ناورينونو پوه شوی وای، چې ولې په نيل کې هر کال سيلابونه راځي، ولې نيل کله وچ شي. دا باران له کومه راځي، لمر څرنګه له ځمکې تاوېږي، راتاوېږي. همدا علت و، چې انسان اسطورې ايجاد کړې. د طبيعت او نړۍ په اړه هغه دروغجنې کيسې چې د بشري ذهن د تفکر نمايندګي يې کوله. د لرغوني بابل، لرغوني مصر او لرغوني يونان په ګډون د ټولو شرقي او غربي، بدوي او پرمختللو اقوامو اسطورې راته وايي، چې هر قوم او هر ملت اسطوري پړاو تېر کړی دی؛ خو تر هغې چې علومو پرمختګ نه و کړی، اسطوري جهان اباد و. انسان ته ستوري په اسمان کې ځلېدونکي او سترګک وهونکي ژوندسري ښکارېدل. دغسې يې د هر څيز په اړه اسطوري فکر کاوه.
په اسطوري پېر کې انسان ته هر څه ژوندي ښکارېدل. باد راځي، باران راورېږي، لمر تاوېږي، سيندونه روان دي. تحرک او ژوندي ګڼنه د اسطوري پېر مهمه ځانګړنه ده او په ټولو اسطورو کې دا خصوصيت وينو، چې د ټولو اسطورو ترمنځ يې اړيکه جوړه کړې ده.
د بشري ذهنيت د انکشاف دويم پړاو ته فلسفي پړاو وايي. په اسطوري پېر کې د انسان تخيل فعال و او د اسطورو په ايجاد کې يې له تخيل نه استفاده کوله؛ خو په فلسفي پړاو کې يې تعقل ته رجوع وکړه او فلسفه يې رامنځته کړه.
په دې پړاو کې انسان پر خپلو اسطورو شک وکړ او خپل تخيل يې ونګاوه. هڅه يې وکړه، چې واقعيتونه چې څنګه دي، هغسې وپېژني. د دې پړاو مهم وخت او ځای لرغونی يونان دی. په لرغوني يونان کې چې د اسطورو کلک جال ترې تاو و او چا له مذهبه د انحراف تصور نه شو کولای، فلسفه هم وغوړېده. فلسفې ته خلکو غوږ کېښود. د فيثاغورث، ديموکرېتس….، سقراط، اپلاتون، ارستو او په لسګونه سوفسطايان، کلبيان او نور پکې تېر شول، چې خلک يې پر کايناتو فکر کولو ته راوبلل او هڅه يې وکړه، چې د بشر شنډ شوی فکر، چې له اسطورو سره عادي شوی او اسطورو له ځان سره قيد کړی، بيا په کار واچوي. په دې پېر کې هر څه په فلسفه کې شامل وګڼل شول، ځکه د هر څه په اړه عقلي استدلال کېده. په ساينس کې هم تجربه مهمه نه وه. دا د بشر د ذهن د پرمختيا هغه پړاو و، چې ژوند او خپل چلندونه يې معقول کړل او له نوي وخت سره يې نوي قوانين او نظامونه ورغول. فلسفه که په ځينو ساحو کې بېوسه وه، خو په ډېرو ساحو کې يې له انسان سره ډېر مرسته وکړه. وروسته چې ساينس پرمختګ وکړ او په علومو کې ساينټفيک وېش وشو، فلسفه خپل اصلي کار يعنې، الهياتو، اخلاقو، قوانينو او نورو ته رامحدوده شوه.
د بشري ذهن انکشاف درېيم پړاو ساينسي پرمختګ دی. دا پړاو که څه هم تقريبا د فلسفې له انکشاف سره سم پيلېږي؛ خو موږ وينو، چې له مصر پرته په لرغوني يونان کې له ساينس نه عملي استفاده ونه شوه او اړتيا ورته ونه ليدل شوه، نو پرمختګ يې هم ونه کړ. په اروپا کې د رنسانس له راتګ سره سم پر فلسفه سربېره ساينس هم راژوندی شو، چې بيا په شپاړسمه، اوولسمه او اتلسمه پېړۍ کې يې د پرمختګ اساسي ګامونه واخيستل. د کوپرنيکس، ګليليو او نيوټن په ګډون په لسګونو نورو ساينسپوهانو د ساينس لپاره کار وکړ.
په ساينسي پړاو کې د نړۍ په اړه پر عقلي استدلال سربېره تجربي استدلال وشو. فلسفه رامحدوده شو، ان ساينس فلسفه او فلسفي مېتود هم اغېزمن کړ او په فلسفه کې تجربي مېتود دود شو. په دې پېر کې انسان د طبيعت په اړه ساينسي فکر پيل کړ او په دې طريقه يې د طبيعت د ايلولو بريالۍ هڅه وکړه، د سيلابونه مخه يې ونيوله، له اوبو نه يې د برېښنا په توليد کې استفاده وکړه او خپل فصلونه يې له بېلابېلو مرضونو وژغول او څو چنده حاصل يې ترلاسه کړ.
- اهميت:
د اسطورې اهميت په دې کې دی، چې دروغ دي. ښايي، دا خبره لوستونکو ته هېښنده وي، چې دروغ څرنګه اهميت لرلای شي. انسان په واقعيتونه کې بندي دی، چې د اسطورو له لارې يې هڅه کړې، چې له دې بنده راخلاص شي. انسان هغسې نه دی، څنګه چې په واقعيت کې دی، انسان تر واقعيت ډېر لوړ او ډېر ژور دی. پر دې بنسټ ويلای شو، چې اسطورې د انسان د فطرت هغه رڼې هېندارې دي، چې موږ پکې د دوی ارزوګانې، ويرې او د بقا اندېښنې صفا ليدای شو. که موږ انسان مطالعه کوو، پکار ده، چې اسطورې ولولو. اسطورې موږ ته انسان تعريفوي او دا راته د اسطورو اهميت ښيي، ځکه اسطورې د تخيل زېږنده دي. لرغونو فرعونيانو چې تر مرګ وروسته پر ځان مجللې مقبرې جوړولې، هدف يې دا و، چې تر مرګ وروسته ژوند کې هوسا واوسي. په بل ژوند باندې باور موږ ته د انسان د ژوند کولو شديد خواهش ښيي.
له کايناتو سره اړيکې راته د اسطورو بل اهميت ثابتوي. هغه وخت فلسفه نه وه، چې قوانين يې جوړ کړي وای، ساينس هم نه و، چې د انسان ستونزې يې حل کړې وای، يواځې اسطوره وه، چې انسان ته يې کاينات تعريفول.
نااشناتوب د انسان لويه ستونزه ده. لومړني انسان ته دا کاينات عجب او نااشنا وو. غوښتل يې چې ځان ورسره اشنا کړي او سازښت د انسان مهم عادت دی. انسان هڅه وکړه، چې کاينات وپېژني او مناسب چلن ورسره وکړي، نو معقوله لار ورته همدا اسطوره ښکاره شوه، مصريانو د نيل د وچوالي يا سيلابي کېدو د مخنيوي لپاره نيل ته خدای جوړ کړ، چې په مني به يې د هغه د مرګ ماتم کاوه او په پسرلي به يې د راژوندي کېدو جشنونه کول. لرغونو يونانيانو پر ټرای باندې د فتحې لپاره او د ژوند په عامو چارو کې د برياليتوب او له بربادۍ نه د ژغور لپاره اسطورې ايجاد کړې او په معبدونه کې يې د خدايانو بوتان کېښودل، چې خيراتونه او صدقې ورته وکړي يا يې د خوشحالۍ لپاره د اولمپيا په لمنو کې پهلوانۍ وکړي او هنرونه ايجاد کړي. دا راته د اسطورو اهميت ښيي.
پخواني انسان چې په واقعيت کې له ډېرو طبيعي ناورينونو سره مخ و، غوښتل يې چې په اسطورو کې پناه واخلي او دا موږ ته په هغه وخت کې له طبيعت سره د لرغوني انساني چلن په اړه معلومات راکوي.
په شلمه پېړۍ کې چې پوهانو ته د اسطورو اهميت معلوم شو، اسطورې يې راټولې کړې او د رغښتوالو او فورماليستانو اړوندو زياترو اسطوره پوهانو پر اسطورو بحث پيل کړ او بېلابېلې اسطورې يې د خپل داخلي رغښت له پلوه تحليل کړې او په ډولونو يې ووېشلې. په دغو لومړنيو کسانو کې يو کلود لوی ستروس(۱۹۰۸ز زوکړی) دی. “… د هنري خبرې د پېژندلو په لړ کې د لوی ستروس مهمترين کار چې پخپله يې ورته (د فرهنګ ارزونه) ويلی، د سويلي او شمالي امريکا د سرو پوستو د اسطورو په اړه څلور ټوکيز کتاب دی. د دې کتاب سرليک (د اساطيرو منطق، د اسطوره پوهنې بحث) دی، چې بيا د څلورو بېلابېلو ټوکونو نومونه اوم او پوخ، له شاتو نه تر ايرو، د خوراک آداب او لوڅ انسان دي…”(۱: ۱۸۳)
نور بيا…