پاکستان له پيله بیا تر ننه د ترهګرۍ ريښې د ولس په وينو خړوبې کړې دي، هغه که په افغانستان کې ورانکارې کړنې او فعاليتونه تر سره کېږي او بې دفاع ولسونه په مشکلاتو کې ژوند کوي، ډېری ډهماکې په هغو ګڼو سیمو کې تر سره کېږي، چې تر ډېره يې مرګ ژوبله ولسي وګړو ته رسيږي
پاکستان له پيله بیا تر ننه  د ترهګرۍ ريښې د ولسونو په وينو خړوبې کړې دي، ای، ايس، ای  چې  د افغانستان په هره سیمه کې ډهماکې او بريدونه تر سره کوي، پايله يې ولسي مرګ ژوبله ده، د ترهګرۍ د بقا لپاره د خپلو ولسونو وينې هم ورته ارزښت نه لري، د لاهوربريدونه، د سيند ايالت په يوه زیارت کې چاودنې  دا ټول د ای، ایس، ای په مستقيمه همکاري تر سره شول، په لسګونو مړه او ټپيان يې پر ځای پرېښودل، همدې ته ورته د  لوی افغانستان په محکومو ولايتونو کې چې کومې نارواوې او ظلمونه کېږي، ټولو ته  تر لمر روښانه  دي.
پاکستان د دهشتګردۍ په مټ  په افغانستان کې په جوماتونو د عاشورا مراسمو کې  بريدونه تر سره کړې دي، چې  هره ورځ يې موږ عیني شاهدان يوو.
اوس پوښتنه دا پيدا کېږي، چې ولې په پاکستان کې دهشتګردۍ کړنې ډېرې شوې دي؟ ولې ولسي خلک په نښه کېږي؟ دا پوښتنه ډېره ساده خو پېچلې ده، پاکستان له پيله بیا تر ننه پورې د امريکې په پيسو د افغانستان د ورانۍ پلان جوړول، د لوی افغانستان په محکومو ولايتونو کې يې اپرېشنونه وکړل، هلته يې خلک له کورونو وشړل، د قوم مشران، ملکان او خانان  يې شهيدان کړل،  په همدې محکومو سیمو کې يې  په پښتو نصاب بنديز ولګول.
پاکستان په دې لټه کې دی، چې په څه ډول د امريکې د نوي جمهور ریس ډونالډ ټرمپ پام د ځان په خوا واړوي، پاکستان ته که امريکا  داځلې لاس ورنه کړي، نو پاکستان به ډېر ژر  د ګړنګ له غاړې وښويېږي.
له هند سره د ډونالډ ټرمپ اړيکو هم سامراجي چارواکي وارخطا کړي دي، همدارنګه د مونيخ په کنفرانس کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د امريکې مرستيال جمهور ريس تر منځ خبرو هم پاکستان د حيرانيتا تر درشله رسولی دی.
دې ټولو مشکلاتو ته کتو سره پاکستان دا ځل د خپل بې دفاع ولس په غوښو  خوله ولګوله، په پښتونخوا، لاهور او سيند کې يې چاودنې ترسره کړې او نړيوالو ته  دا ښکاره کول غواړي، چې موږ هم له ترهګرۍ سره په جګړه بوخت يوو.
له بله لوري په پآکستان کې د دهماکو له  تر سره کېدو وروسته سم دستي د ياد هيواد سامراجي چارواکو د تورخم او وېش باډر د افغانانو پر مخ وتړل  او  د افغانانو په خاوره کې  هغوی ته  د اوسېدو اجازه نه ورکوي.
پاکستان پدې سره غواړي، چې نړيوالې ټولنه قانع کړي، چې ډيورنډ تپل شوې کرښه په رسمیت وپېژني، خو نړيواله ټولنه باید پاکستان  ته دا پيغام ورسوي، چې ډيورنډ  په پوله ټانګونه او درنې وسلې مه پر ځای کوئ، بلکې پنجاب کې د د هشتګردۍ بنیاد له بېخه وباسئ.
که پاکستان د زړه له اخلاصه د دهشتګردۍ د ختمولو لپاره کار کوي، نو لومړی دې په پنجاب کې د د دهشتګردۍ بټۍ وتړي، نه به افغانستان ته ترې دهشتګر ورتلای شي او نه به هم د مکې مکرمې د ورانولو لپاره بمونه په ځان پورې تړي.
څومره چې پاکستان ارمي د محکومو ولايتونو خلک  بمبارد کوي، زموږ ولسونه شهيدانوي، زموږ سکولونه او يونيورسټو  بريدونه کوي، نو پاکستان ته به نور هيڅوک هم لاس ورنه کړي او که لاس ورکوي، نو د ترهګرۍ د غښتلتيا او په محکومو سیمو کې افغانان به بې له افغانانو څخه بل څوک ونه وژل شي.
پاکستان يو ترهګر هيواد  دی، پاکستان نه يواځې افغانستان ته  د دهشتګردۍ ګواښ دی، بلکې نړۍ ته هم  بنسټ پالي استوي  او نړۍ ته يې ستر سرخوږی پېښ کړی دی، نړيواله ټولنه باید د دغه مسلمان ترهګر د چل او فرېب په لومو کې بنده نه شي، که نه پايلې به يې نړيوالې ټولنې ته خطرناکې او زيان منونکې وي.
رضوان الله ستر
د پښتون ملت پارټۍ
د ځوانانو د انسجامي چارو مشر
پښتونخوا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *