تاند- د عوامي نشنل ګوند مشر وايي، که پنجابیان له خپلې خاورې پښتانه وباسي، پښتانه به هم پنجابیان له خپلې خاورې وباسي.
اسفندیار ولي خان په چارسده کې خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل، که پنجابیان پښتانه له پنجابه باسي، پښتانه هم حق لري چې پنجابیان له خپلې خاورې وباسي.
اسفندیارولي خان د پښتنو په اړه د پاکستاني چارواکو پر وروستیو څرګندونو نیوکه وکړه، ویې ویل «دوی د پښتنو په اړه داسي خبرې کوي لکه څرنګه چې یې پخوا د بنګالیانو په اړه کولې.»
د بنګالیانو په اړه د پنجابیانو له توهینه ډکې خبرې د دې سبب شوې چې بنګله دېش له پاکستانه جلا شي.
اسفتندیار ولي خان زیاته کړه، په پنجاب کې له پښتنو سره له تبغیضه ډک چلند کېږي، ځپل کېږي، وهل کېږي او نیول کېږي.
د پنجاب پولیسو په وروستیو ورځو کې په خپرو کړو خبرتیاوو کې له خلکو غوښتي چې د افغانانو او پښتنو په نیولو کې له دوی ره مرسته وکړي.
همداراز د پنجاب په ډېرو سیمو کې پولیس له یو مخي پښتانه نیسي او ټکوي.
اسفندیار ولي خان وویل، تر څو چې له پښتنو سره دا ډول چلند پای ته نه وی رسېدلی په هیڅ دولتي غونډه کې به ګډون ونه کړي.