د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ کې چې د نهو ولسوالیو زون دی، هغه سرتیري وستایل شول چې په خپلو سرښندنو یې امنیتي وضعیت ښه کړی.
دوی ته د سرتیري د ورځې په مناسبت پراخ مراسم نیول شوي وو او مسؤلینو یې هڅې وستایلې.
پکتیکا والي محمدالیاس وحدت امنیتي او دفاعي ځواکونه د هېواد ريښتیي بچیان او اتلان یاد کړل او دوی یې د ډېرو ستاینو حقدار وبلل.
ښاغلي وحدت وویل، دا چې خلک په ارامه فضا کې د ژوند ساه اخلي لامل یې د هېواد پیاوړي او سرښندونکي ځواکونه دي.
وحدت په پکتیکا کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ ښه همغږي هغه څه یاد کړل چې له مخې یې امنیتي وضعیت بر قرار دی.
دده په خبره، د امنیتي او دفاعي ځواکونو ستایل د هر افغان دنده ده او له همدې امله یې په خلکو غږ وکړ چې له خپلو ځواکونو سره مرسته وکړي.
بل لورته په پکیتکا کې مېشت سرتیري وایي، ستایل او نازول یې مورال لوړي او په دې سره دوی لا هم خپلو دندو ته هڅيږي.
ددوی په خبره، هیڅکله به چاته اجازه ورنکړي چې د خلکو ارام ژوند نا ارامه کړي.
په پکتیکا کې د حوت یا کب نهمه د سرتیرو ورځ په ویاړ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې د پکتیکا د بیلابیلو قطو امنیتي او دفاعي ځواکونه همېشه د خپل منځي ښې همغږۍ په پایله کې لاس بري دي او دښمن یې هر وخت له ماتې سره مخ کړی دی.
درنښت
د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر