تاند- امنیتي چارواکي وايي، په یوه تروریستي حمله کې، چې نن /سې شنبه/ د هلمند ولایت په یوه امنیتي پوسته کې وشوه، لږترلږه ۱۲ پولیس شهیدان شول.
راپورونه وايي، داسي ښکاري چې دا برید د نفوذي پولیس له لوري شوی دی.
یوه امنیتي چارواکي د چین سینهوا خبري اژانس ته وویل«ظاهراً دا د یوه نفوذي کس حمله وه چې نن سهار وختي په لشکرګاه ښار کې وشوه. حمله کوونکی تښتېدلی او له طالبانو سره یوځای شوی دی.»
دغه امنیتي چارواکي نه غوښتل چې نوم یې واخیستل شي.
له بلې خوا د طالبانو یوه ویندوی قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي چې برید د دوی نفوذي کس کړی او ۱۲ تنه پولیس یې وژلي دي.
د هلمند د والي ویندوی عمر ځواک د پولیسو په پوسته کې برید تایید کړ، ویې ویل چې د پېښې د علت په اړه لا تحقیقات روان دي.
۴۰ ورځې پخوا هم په هلمند کې د یوه نفوذي پولیس له لوري پر خپلو ملګرو ورته برید شوی و چې په نتیجه کې یې ۱۶ پولیس شهیدان شول او غدار پولیس ځان طالبانو ته ورساوه.