په پېښور کې افغان قونسل ډاکټرعبدالله پويان دافغان کډوالو دستونزو دهوارولو په موخه خپلو کاروکونکو ته لارښوونه کړى چې د افغان کډوالواو پاکستانيو اتباعوته د ويزو په ورکړه قانوني چلند ورکړي نو موړي له يوشمير خبريالانو سره په خبرو کې ويلي دي چې دافغان کډوالوستونزې به حل کړو ځکه چې په دې اړه د کوربه هېواد له چارواکوسره په اړيکه کې يو نوموړي وايي په قونسلگرۍ کې هرڅه د د قانون په چوکاټ کې روان دي او افغان قونسلگري د ټولو افغانانو کور دى او ټول افغانان کولاى شي له قونسلگرۍ سره خپلې ستونزې شريکې کړي.
پويان د پاکستان پرچارواکو غږ ورکړ چې دافغانستان ترمنځه پوله ژرترژره پرانيزي ځکه دواړو خوا وو ته خلک له ستونزو سر ه مخ دي.