لغمان د هېواد په ختیځ کې پروت کرنیز ولایت دی او له دې کبله چې د کابل ـ تورخم لویه لار پکې تېره شوې، د کابل د دروازې حیثیت لري.
د دې ولایت اهمیت له دې اړخه هم دی چې ختیځ له سوېل ختیځ او مرکز سره نښلوي.
د دې ولایت نا امنه کېدل به پر پلازمېنې کابل سربېره نور مرکزي او شمالي ولایتونه هم نا امنه کړي.
لغمان سره له دې چې له جغرافیوي اړخه یو مهم ولایت دی؛ له انکشافي او امنیتي اړخه د حکومت له لازمې پاملرنې برخمن شوی نه دی.
سیمه ییزه حکومتولي یې له ستونزو سره مخ او حتی له صفر سره ضرب ده.
په دې وروستیو کې د لغمان د ناسم امنیتي وضعیت د دې ولایت خلک اندېښمن کړي دي.
په تازه پېښو کې د لغمان یوشمېر اوسېدونکي، امنیتي ځواکونه او وسله وال مخالفان له ژونده بې برخې شوي دي.
د لغمان امنیتي کمر بند د مهترلام ښار ته را کوچنی شوی دی، حتی په ځینو ځایونو کې د ښار په اړوندو سیمو کې طالبان په ښکار ډول خلک تالاشي کوي، ښه بیلګه یې د چهل مټیو د محبس تر څنګ
پهلوان بابا سیمه د ثبوت په توګه وړاندې کولای شو.
د الینګار، الیشنګ، دولت شاه او بادپښ ولسوالیو له ودانیو پرته نور ټول د طالبانو په ولکه کې دي.
د یادو ولسوالیو د لویو لارو پرسر امنتي پوستې شته، خو تل داسې لیدل کیږي، چې د دوه و پوستو ترمنځ مخالف طالبان په ښکاره چک پاینټونه اچوي، چې کله کله ناخبره ځوانان يې په دام کې ګیر او خپل ژوند له لاسه ورکوي.
اونۍ وړاندې د الیشنګ اچکزیو کلي اړوند سیمه کې طالبانو له موټر څخه یو ځوان ښکته کړ او د ټولو عامو خلکو په مخ کې یې وواژه.
له هغه څخه یوه ورځ وروسته بیا هم د الیشنګ ولسوالۍ او امنيي کوماندانۍ سره د همانګۍ پرته د ملي اوردو قوماندان د همدې ولسوالۍ ګرګړ سیمه کې پوسته واچوله، چې د هماغه ورځې په ماښام پرې طالبانو برید وکړ، چې په کې د سقیله ټولي یو قوماندان او یو سرباز شهیدان او پنځه نور ټپیان شول د هماغه ورځې په سبا ماذدیګر د مهتر لام ښار اړوند پهلوان بابا سیمه کې د طالبانو سره په مخامخه جګړه کې د نظم عامې پنځه کسه نور تیرو هم خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د کب د میاشتې په (۷) تاریخ د شنبې په ورځ د دولت او مخالفینو تر منځ د مرکز اړوند شهید مولوي حبیب الرحمن ښوونځي کې د هاوان په لګیدو سره درې ذده کونکي ووژل شول او 7 کسه نور ټپیان شول .
په لغمان کې د دولت او طالبانو تر منځ ورځني جنګونو د خلکو ژوند سخت تریخ کړی دی، چې په دې سره د ځايي ولسونو ژوند له سختو کړاونو سره مخامخ دی.
دغه راز په قرغیو ولسوالۍ کې چې د کابل ـ جلال اباد لویه لاره هم ترې تېره شوې ده، ځای ځای د وسله والو مخالفانو د تحرکاتو ډنډورې پورته کېږي.
پر لویه لاره د وسله والو له لوري د دولتي او امنیتي ځواکونو د موټرو هدف ګرځول د دې ادعا ښه ثبوت دی.
په دې وروستیو کې وسله وال مخالفان تر بل هر وخته ډېر د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره دولتي کارکوونکي او موټر تر بریدونو لاندې راولي.
د سیمه ییزې کمزورې حکومتولۍ، د امنیتي مسوولانو ترمنځ نه همغږي او هم مرکز ته په وخت د وضعیت د سم ارزولو رپوټ نه ورکول هغه لاملونه دي، چې ناامني یې پراخه کړې ده.
د لغمان د امنیتي ځواکونو د تشکیلاتو کمښت او ورته د لازمې پاملرنې نه شتون د نا امنۍ بل لامل ګڼل کېږي.
د دې ترڅنګ ځوانانو ته د سالمې مشغولتیا د زمینې نه برابرېدل او هم په سیمه ییزه کچه د پراختیايي چارو نه ترسره کولو هم په نا امنۍ خپلې اغېزې پرېښې دي.
په کلیو کې د لسګونه بې روزګاره ځوانانو او ورسره د پرېمانه اقتصادي او ټولنیزو ستونزو شتون خپله د وسله والو لپاره په سیمه ییزه کچه بشري ځواک برابروي، مهمه نه ده که دا ځواک په رضا وي یا د وېرې، زور او فشار له لارې.
د دې ترڅنګ له مهترلام ښار نه بهر په ولسوالیو او کلیو کې سیمه ییزه حکومتولي په ټپه درېدلې او یا هم د درېدو په حال کې ده.
چې له امله یې د دولت او ملت ترمنځ واټن رامنځته شوی دی.
دا واټن هم د لغمان د ولسونو لپاره او هم د دولت لپاره ناوړه پایلې درلودلی شي.
سیمه ییزه حکومتولي ـ د طالبانو تر فشار او لاندې به امنیتي ځواکونه ـ د ولسونو ملاتړ هم له ځانه سره ونشي لرلی.
د دې ترڅنګ به په سیمه کې د دولت له هر ډول پروګرامونو د خلکو دملاتړ ګراف را ښکته او په عین حال کې به د لغمان امنیتي ځواکونه له مخالفانو سره په څو جبهو کې په جګړه اخته شي.
لغمان ته د کونړ او نورستان څخه چې له پاکستان سره ګډې پولې لري او مخالفان هم په کې شتون لري، مهمات، وسلې او پلانونه رسېږي.
حتی د هلمند او ځینو نورو ولایاتو په څېر به بهرني جنګیالي او پاکستاني جنرال هم د جګړې لپاره د طالبانو ملاتړ ته را ودانګي.
له لغمان څخه به کابل، پروان، کاپیسا، پنجشیر او بدخشان ته د وسله والو یو خوندي کانال وغځېږي او په دې سره به وسله وال مخالفان ـ طالبان، داعش، القاعده او نور بهرني جنګیالي، لکه چیچن، ازبک جنګیالي او نور ـ له دې کانال نه په ګټې اخیستلو سره به د هېواد مرکزې او شمالي ولایاتو ته تګ را تګ پیل کړي.
که مخالفان وتوانېږي چې د لغمان په نا امنه کولو سره د کابل ـ جلال اباد لویه لاره په ځینو برخو کې تر خپل کنټرول لاندې راولي، یا په ځینو غرنیزو برخو کې خوندي مرکزونه ترلاسه او له هغه ځایه وخت نا وخت دا لاره په موقتي ډول بنده وساتي؛ نو د حکومت لپاره به هم لوی سرخوږی جوړ کړي.
له همدې امله باید حکومت د لغمان امنیتي وضعیت لپاره له سره غور وکړي.
په داسې حال کې چې ژمی مخ په خلاصېدو او پسرلی راتلونکی دی.
هر کال په پسرلي کې وسله وال مخالفان خپلو جګړو ته زور ورکوي او که چېرې په لغمان کې هم وسله وال مخالفان د ژمي په پای ته رسېدو سره نوي عملیات پيل کړي؛ نو ښايي د دې ولایت امنیتي وضعیت خورا ترینګلی شي او خدای مکړه، چې د کندوز تجربه په کې تکرار نشي، ځکه امنیتي کمربند د ښار څنډو ته را رسېدلی دی. چې دا د حکومت لپاره یو خبرداری دی.
حکومت باید لغمان ته نوي ځواکونه ولېږي، په امنیتي رهبرۍ کې بدلون رامنځته کړي، د امنیتي ځواکونو پولیسو، ملي اردو او ملي امنیت د مسوولینو او هم په ټيټه کچه د قطعې، ټولی او بلوک قوماندانانو ترمنځ پیاوړې همغږي رامنځته کړي، څو وسله وال مخالفان له پښو وغورځي، که خدای مکړه حکومت خپلې بې غورۍ ته دوام ورکړي، د هر ډول پېښو او پایلو مسوولیت به یې لومړی سیمه ییزو مسوولانو او بیا ټول حکومت ته راجع وي.
حکومت باید په دې برخه کې په عملي اقداماتو سره د لغمان د ولسونو اندېښنو ته ځواب ووایي.
باید اجازه ورنکړي، چې په لوی لاس د لغمان سوله غوښتونکي او علم پروره ولسونه د وسله والو مخالفانو غېږ ته وغورځي.
د لغمان ولسونو په هر حالت کې د خپل نظام ملاتړ کړی او دا یې حق دی چې حکومت یې د سر و مال خونديتوب تضمین کړي.