د ګریوان یې را ونیولم، ورنه ووېریدم، ښه قوي ځوان ؤ ځان مې کش کړ، دلاس نه مې ټول کتابونه په ځمکه پرېوتل، په قهر مې ورته وویل: لېونی شوی یې! جېب ته یې لاس کړ سپین کاغذونه یې را واخیستل پرکاغذونو د ملکي روغتون پته وه، په ډېره عاجزۍ سره یې راته وویل: وروره! ناروغ لرم، مرګي حاله دی وینې ته سخت ضرورت لري. زړه مې ورباندې وسوزیده ، د وینې ګروپ یې څه دی؟ دلته یـې په دې کاغذونو کې لیکلی نوره زه په لیک نه پوهېږم دواړه کاغذونه یې راکړل.
وروره! دلته خو یې دوه ګروپه لیکلي! ستا دناروغ کوم ګروپ دی؟ لاسونه یې لړزېدل کاغذونه یې را نه واخیستل دواړه یې وکتل په خوشالۍ سره یې وویل دادی دابل ورنه غلط شوی و. ګروپ مې دوینې سره سم وه داکتر راته ویلي وینه به چاته نه ورکوې ځکه چې ستا وزن ورسره زیاتیږي.
د ډاکټر او د ځوان سره د زیاتو کاغذونو ته په سوچ کې لاړم زړه مې راته ویل چې ځوان دپیسو لپاره کومه ډرامه نه وي جوړه. دالله نه وېره راغله ځان سره مې وویل شیطان دې دیو نېک کار نه منع کوي توکل مې وکړ ورته مې وویل ځه چې در یې کړم ځوان خوشاله شوه.
ما ورته وویل راځه دلته مې دیو ملګري لابراتوار دی هلته به وینه درکړم زه زیات کارونه لرم تر ملکي روغتون نشم درسره تللی. راسره یې ومنل کله چې دلابراتوار په دروازه وردننه شوم ملګري مې هرکلی راته وکړ او په خندا یې راته وویل ځه مړ! ملګرتیا دې خرابه کړه دا دومره وخت چېرته رانه ورک یې؟
ما په مینه ورته وویل ګرانه! کارونه مې زیات شوي دي وزګار نه یم. ښه راځه کېنه په ښه وخت کې راغلې چای هم تیار دی او مریضان هم نشته.
ما ورته وویل نه زه چای ته نه یم راغلی ددې ورور سره عاجل ناروغ دی وینې ته ضرورت لري وینه مې واخله بیا به زه اوته خبرې وروسته وکړو. ملګري مې ورته وویل ناروغ تا سره دی؟ ځوان د سر په اشارې سره وویل هو. دوه درې پوښتنې یې ورنه وکړې خو ځوان په ځوابونو کې بند راغی. ملګري مې په غوسه ورته وویل ښه تجارت دې شروع کړی شرمېږې نه! ګوره!تا هغه بله ورځ چې وینه راوړه تا ویل چې ناروغ مې مړ شوه اوس دا وینه خرڅوم. هغه ورځ مې درنه واخیسته اوس دې بیا دا بېچاره دوکه کړی خدای خبر نوره به دې څومره تېر ایستلي وي. نن درته څه نه وایم که دې بیا بله ورځ داسې کار وکړ پولیسو ته دې ښیم. ځوان ټیټې سترګې ونیولې او په ماتو قدمونو روان شو. کبیر ماښام