په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د داعش له لورې تخریب شوو روغتیایي مرکزونو د جوړولو لارښوونه وشوه .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل، چې د هسکې مینې ولسوال،ننګرهار امنیه قوماندان،د سرحدي پولیسو قوماندان،ملي اردو ۴ مې پلې لوا قوماندان او یو شمیر نور یې ملتیا کوله، د هسکې مینې ولسوالۍ د پاپین روغتیایي مرکز څخه یې د لیدنې پر مهال د عامې روغتیا رئیس ته لارښوونه وکړه،چې ژر تر ژره د یادې ولسوالۍ د پاپین او اغز روغتیایي مرکزونو تخریب شوې برخې جوړې او د ولسونو پرمخ یې د روغتیایي خدمتونو په موخه فعاله کړي .

نوموړي خواشیني څرګنده کړه،چې داعش وسله والو په یاده ولسوالۍ کې د پاپین او اغز روغتیایي مرکزونه هم تخریب کړي او طبي وسایل یې ترې له ځآن سره لیږدولي دي،خو داعش څخه د یادو سیمو د پاکولو له امله یې د امنیتي منسوبینو څخه مننه وکړه .

ښاغلي منګل د عامې روغتیا رئيس ته لارښوونه وکړه،چې د پاپين روغتیايي مرکز تخریب شوي برخې جوړې او د طبي وسایلو په مجهز کولو سره یې د ولسونو پرمخ یو ځل بیا پرانیزي .

هغه همدا راز د عامې روغتیا رئیس ته د هسکې مینې ولسوالۍ مرکزي روغتون ته د لا زیاتو درملو او ایمرجنسي کیټونو د لیږدولو لارښوونه هم وکړه .

د عامې روغتیا رئيس ډاکټرنجیب الله کاموال سلاکار وزیر او ننګرهار والي ته د ستونزو د حل ډاډ ورکولو وروسته د پاپین روغتیایي مرکز تخریب شوې برخې له نږدې ولیدې او ژمنه یې وکړه،چې یاد روغتیایي مرکز به ډیر ژر ترمیم او فعاله کړي .

نوموړي همدا راز د ننګرهار والي په لارښوونه د هسکې مېنې ولسوالۍ مرکزي روغتون ته ۲ سوه ایمرجنسي کیټونه او په زیاته اندازه درمل ولیږدول،د یاد روغتون د بېلابېلو څانګو څخه یې څآرنه او لیدنه ترسره کړه.

د عامې روغتیا رئیس ژمنه وکړه،چې د هسکې مینې ولسوالۍ مرکزي روغتون کې به نسایي ولادي څآنګه،ایمرجنسي واټ او نورې برخې جوړې او فعاله کړي .

ننګرهار والي د ملي امنیت د پخواني رئیس بريد جنرال داد محمد حريفي کړنې وستايلې

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د کب په لسمه په داسې حال کې، چې د سرحدي لوا او امنې قوماندانۍ قومندانانو، ولايتي شورا رئیس احمد علي حضرت، د شورا منشي ذبيح الله زمري، ملي امنيت مرستیال او یو شمیر نورو هم شتون درلود،د دغه ولایت د ملي امنیت پخوانی رئیس برید جنرال داد محمد حریفي کړنې وستایلې .

د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د دغه ستاینې پر مهال سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، د ملي امنیت پخواني رئیس برید جنرال داد محمد حریفي هر مهال د ولایت مقام سره پوره همغږي درلوده او همدا راز یې د امنیتی منسوبینو ترمنځ پخپل منځي همغږۍ پیاوړتیا کې هلي ځلي کړي .

د ولايتي شورا رئیس احمد علي حضرت هم د امنيت ساتلو په برخه کې د ملي امنیت پخواني رئیس د کړنو څخه قدرداني وکړه .

د سرحدي لواء او امنې قوماندانۍ قوماندانانو د ملي امنيت پخواني رئیس څخه له دې امله مننه وکړه، چې له دوی سره يې ښې اړيکې ساتلي او د دندې پر مهال يې پوره همغږي رامنځته کړې وه.

د ملي امنيت پخواني رئیس بريد جنرال داد محمد حريفي له ننګرهار والي مننه وکړه، چې د دندې پر مهال يې ورته لازمې لارښوونې کړي او په ټولو برخو کې ور سره همکار پاتې شوی دی.

نوموړي دغه راز د ټولو ادارو مسئولينو څخه هم مننه وکړه، چې د دندې پر مهال يې ور سره مرسته ترسره کړې وه .

د یادونې وړده،چې د ملي امنیت عمومي ریاست له لورې برید جنرال دادمحمد حریفي د هرات ولایت د ملي امنیت رئیس په توګه ټاکل شوی دی .

د ختيځې سيمې د سوداګرۍ خونې مسئولين وايي که د پاکستان له لوري د تورخم دروازې تړل دوام وکړي دوی به د خپلو ولسونو د اړتيا وړ توکي له نورو هېوادونو وارد کړي.

دوی وايي پاکستان د ټولو نړیوالو اصولو خلاف د تورخم دروازه تړلې، چې له امله يې د دواړو هېوادونو سوداګرو او عامو خلکو ته ستونزې پيدا شوي.

د ننګرهار سوداګرۍ خونې استازي خواجه محمد د يو رسنيز کنفرانس پر مهال وويل، چې پاکستان د ټولو نړيوالو اصولو خلاف په ځانګړې توګه د اپټا تړون څخه سرغړونې کوي.

دوی وویل، چې افغانستان د نړيوال تجارتي سازمان غړيتوب لري او هيڅ هېواد نشي کولی، چې افغانستان سره خپلې ترانزيټي لارې وتړي.

په دغه رسنيز کنفرانس کې د لغمان ولايت سوداګرۍ خونې مسئول حاجي شريف وويل، پاکستان هر وخت له سوداګريزو قوانينو سرغړونه کړې.

نوموړي زياته کړه، چې د نړيوال سوداګريزو اصولو له مخې هر هېواد، چې غواړي له بل هېواد سره ترانزيټی لارې وتړي بايد شپږ مياشتې وړاندې خبر ورکړي.

د شريفي په خبره که پاکستان له افغانستان سره تړلې لارې خلاصې نه کړي؛ نو دوی به له نورو هېواد څخه سوداګري پيل کړي.

دغه راز د کونړ ولايت د سوداګرۍ خونې مسئول جلال بيا وويل يا دې د اپټا تړون لغوه او يا دې پرې له سره غور وشي.

نوموړي زياته کړه، چې افغان سوداګرو او ولسونو ته د پاکستان دغه ډول کړنه نوره د زغمولو وړ نده.

د دغه کنفرانس پر مهال سوداګرو وويل، چې پاکستان له افغانستان سره دوه مخی سياست کوي او د اپټا په شوي تړون عمل نه کوي.

دوی وايي، له هغې ورځې، چې د پاکستان له لوري د تورخم دروازه تړل شوې دوی د ولسونو د اړتياو پوره کولو په موخه له ايران نه تازه مېوې، سبزيجات او نو توکي را وارد کړي.

دوی وايي، چې له يوې خوا د دغه توکو په را رسيدو سره د خلکو اړتياوې پوره شوي له بلې خوا يې په بازار کې نرخونه پخواني حالت ته ګرځيدلي.

سوداګرو د افغانستا او پاکستان حکومتونو له مشرانو غوښتنه وکړه، چې را پيدا شوې ستونزه دې د ديپلوماتيکو لارو حل کړي.

د يادونې وړ ده، چې په ۱۹۶۵ کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترانزیټي تړون لاسلیک شو، چې وروسته بیا د اپټا په نوم سره یاد شو.

په هسکه مینه ولسوالۍ کې د نږدې ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت درې پروژې پیل او پای ته ورسیدې .

د ننګرهار ولایت د هسکې مینې ولسوالۍ په درې لویو کلیو کې د کلیو پراختیا او بیارغونې ادارې له لورې د نږدې ۱۸ میلیونه افغانیو په مالي لګښت یو استنادي دیوال جوړ او د دوو نورو چارې پیل شوې .

د دغه پروژو د چارو د پیل او پای په مراسمو کې سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل،د ولایتي شورا رئيس احمد علي حضرت،د شورا منشي ذبیح الله زمري،د سرحدي پولیسو قوماندان محمد ایوب حسین خیل،امنیه قوماندان ګل اقا روحاني،څلورمې پلې لوا قوماندان محمد نسیم سنګین،کلیو پراختیا او بیارغونې رئیس صفت الله شرفمل،د یادې ولسوالۍ مسؤلینو او مخورو ګډون کړی و.

د کلیو پراختیا او بیارغونې ادارې رئیس انجینر صفت الله شرمل وویل، د کلیو پراختیا او بیارغونې ادارې د پرمختیایي بودیجې په نږدې ۱۸میلیونو افغانیو مالي لګښت یې د هسکې مینې ولسوالۍ په اکا خیلو،یاغي بند او خرکنۍ کلیو کې یو استنادي دیوال جوړ او د شپږ سوه پنځوس متره په اوږدوالې د دوو نورو استنادي دیوالونو د جوړولو چارې پيل شوې.

نوموړي زیاته کړه،د دغه استنادي ديوالونو د جوړولو پر مهال د هسکې مېنې ولسوالۍ ۳ زره کسانو ته په مستقيم او غيرې مستقيم ډول د کار زمينه برابره شوه، چې په شپږو مياشتو کې به يې د جوړونې چارې هم بشپړې شي.

د هغه د معلوماتو له مخې د دغه ديوالونو په جوړولو سره به زرګونه جريبه کرنيزې او للمي ځمکه د سیلابونو له ګواښونو څخه وژغورل شي او ډاډ یې ورکړ،چې ډېر ژر به د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې د سربندونو، استنادي ديوالونو، پاکو اوبو برابرولو نورې پروژې هم پيل کړي.

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د کلیو پراختیا او بیارغونې ادارې څخه مننه وکړه،چې د یادې ولسوالۍ په درې لویو کلیو کې د نږدې ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت درې پروژې پیل او ګټې اخیستنې ته وسپارلې .

نوموړي زیاته کړه،هڅه کوي،چې د حکومتدارۍ د پیاوړتیا په موخه ولسوالیو کې رغنیزي او نورې پروژې پیل کړي،ترڅو د ولسونو او حکومت ترمنځ فاصلې نورې هم نږدې شي.

د یادې سیمې یو تن قومي مشر هم د یادو پروژو د چارو د پای او پیل له امله د ولایتي ادارې څخه مننه وکړه او په یاده ولسوالۍ کې د یو شمیر نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه .

ننګرهار والي د لوړ پوړو مسؤلینو په ملتیا د هسکې مېنې ولسوالۍ په لنګرۍ سیمه کې د داعش ځپلو په موخه د پیل شوو عملیاتو څخه له نږدې لیدنه وکړه.

لسګونه ورځې وړاندې د نورو ولسوالیو ترڅنګ په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د داعش ځپلو په موخه د شاهین ۲۵عملیات پیل شول،چې د دغه عملیاتو په ترڅ کې لسګونه سیمې د داعشیانو له شتون څخه پاکې شوې او اوس مهال د یادې ولسوالۍ په لنګرۍ سیمه کې امنیتي منسوبین د داعش ځپلو په موخه خپلو بریالیو عملیاتو ته دوام ورکړی .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د کب په لسمه،په داسې حال کې چې د ولایتي شورا رئیس احمدعلي حضرت،منشي ذبیح الله زمري،د شورا غړو ډاکټر ناصر کاموال،سید مهدي پاچاه،سهراب قادري،د شورا پخواني غړي فدامحمد ګردیوال،د عامې روغتیا او کلیو پراختیا ادارو رئیسانو،د سرحدي پولیسو،ملي اردو او ننګرهار امنیه قوماندانانو،د هسکې مېنې ولسوالۍ مسؤلینو او ګڼ شمیر نورو یې ملتیا کوله،د هسکې مینې ولسوالۍ په لنګرۍ سیمه کې د داعشیانو سره په جګړه اخته سرتېرو څخه لیدنه وکړه .

د دغه لیدنې پر مهال سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په داسې حال کې چې څو قدمه وړاندې ترې امنیتي منسوبینو په داعش مرګونې ډزې کولې،یو شمیر سرتيري په نغدي ډالیو او ستاینلیکونو ونازول .

ننګرهار والي چې د څلورمې پلې لوا قوماندان،د سرحدي پولیسو درستیزوال، هسکې مینې ولسوال او امنیه قوماندان، عامه نظم قوماندان او یو شمیر نورو ته یې ستاینلیکونه ورکول،سرتېرو ته په خبرو کې وویل،تاسې ټول د لوړ پوړو مسؤلینو افتخار یاست او هر مهال مو د بریا نارو دښمن له سختې ماتې سره مخ کړی دی .

هغه زیاته کړه،د داعش څخه د پاپین سیمه پاکه شوې،په لنګرۍ سیمه کې له ماتې سره مخ دي او په همدې موخه یې یادې سیمې ته سفر کړی،ترڅو خپل میړني منسوبین د جګړې په لیکه کې وستایي .

هغه ډاډ ورکړ،چې د عملیاتو د ترسره کولو پر مهال به سیمې د داعش له شتون څخه پاکې کړي او په ترڅ کې به د ښوونې،روغتیا او نورو برخو کې ولسونو ته د ښې حکومتدارۍ په موخه سهولتونه برابر کړي .

ننګرهار والي ډاډ ورکړ،چې د داعش څخه پاکو شوو سیمو د ساتنې په موخه به د یو منظم پلان له مخې ساتنه وکړي .

د ولایتي شورا رئيس احمدعلي حضرت هم ترسره شوي عملیات بریالي وبلل او زیاته یې کړه،د دغه عملیاتو د لا زیاتې پیاوړتیا په موخه لازمه ده،چې د پاکو شوو سیمو څخه منسوبین په ښه توګه ساتنه وکړي .

د ولایتي شورا شورا منشي ذبیح الله زمري او غړي ډاکټر ناصر کاموال هم روان عملیات بریالي وبلل او سرتېرو ته یې ډاډ ورکړ،چې ولسونه او د ولس استازې د اړتیا پر مهال هر ډول همکارۍ ته ژمن دي .

په هسکه مینه ولسوالۍ کې د پیل شوو عملیاتو مشر او څلورمې پلې لوا قوماندان برید جنرال محمد نسیم سنګین ننګرهار والي او ولایتي رئیس او غړو څخه مننه وکړه،چې د جګړې له سیمې څخه یې د دوی د مرال لوړيدو په موخه لیدنه کړه او د دوی ستاینه یې هم ترسره کړه .

هغه زیاته کړه، په ترسره شوو عملیاتو کې یې زیات شمیر بهرني داعش وژلي،چې د لسګونو تنو جسدونه یې هم په سیمه کې پاتي دي .

ښاغلي سنګین ډاډ ورکړ،چې یاد عملیات د هوایي او ځمکني ځواک په ګډې همغږۍ سره ترسره کیږي،چې په کې ټول کورني ځواکونه ګډون لري.

نا معلومو وسله والو دوه قومي مشران شهيدان کړل

د جلال اباد ښار دويمې ناحيې اړوند مجبور اباد سيمه کې نن سهار شاوخوا اته بجې د چپرهار ولسوالۍ دوه قومي مشران یار محمد او حاجي صدیق د نا معلومو وسله والو له لوري په ډزو سره شهیدان شول.

د معلوماتو له مخې قومي مشر يار محمد د ملک صديق په کور کې مېلمه و کله، چې دواړه له کوره بهر شوي؛ نو نا معلومو وسله والو د کور په مخ کې په ډزو سره په شهادت رسولي.

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل پر دغه پېښه سخته خواشينې څرګنده کړې او د يادو قومي مشرانو شهادت يې د چپرهار ولس لپاره ستره ضايعه وبلله.

نوموړي شهيدانو ته د فردوس جنت او کورنۍ غړو ته يې د جميل صبر هیله کړې او امنيتي ادارو ته يې لارښوونه کړې ترڅو د دې پېښې عاملين پيدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

One thought on “د ننګرهار د سې شنبې خبرونه”
  1. [د پاپين روغتيايي مرکز څخه يې د ليدنې پرمهال] تر پارسي اغېزلاندې ليکل بېځايه دي! سمه کره پښتو يې]
    د پاپين روغتيايي مرکز د ليدنې پرمهال] سمه راځي! اغز که اوغز ؟ اوداسې نور.]

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *