د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د کرنې مسلکي انسټیټیوټ د بنسټ ډبره کېښودل شوه چې چارې به یې د اتلسو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وویل د کرنې انسټیټوټ لپاره دوه پوړیزه وداني په اساسي ډول جوړیږي.
ښاغلي وحدت وویل، هڅه یې دا ده چې زده کړو ته دخلکو لاس رسی اسانه کړي نو په همدې موخه په ولسوالیو کې د زده کړو مرکزونه جوړوي.
وحدت دغه راز له ځوانانو غواړي چې د خپل راتلونکي او هېواد جوړونې په موخه زده کړو ته مخه کړي ترڅو له بدبختیو وژغول شي.
بل لورته د پکتیکا د پوهنې رئیس محمد نسیم واجد وایي چې په ارګون ولسوالۍ کې د کرنې انسټیټیوټ لپاره جوړېدونکي ودانۍ د پوهنې وزرات له انکشافي بودیجې څخه په پنځلس اعشاریه پنځه میلیونه افغانیو جوړیږي.
دده په خبره د یاد انسټیټیوټ د جوړېدو چارې به په اتلسو میاشتو کې په اساسي ډول بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادونې ده چې ارګون ولسوالي د نهو ولسوالیو مرکز دی، چې تر دې وړاندې هم د بېلابېلو پروژو کارونه پکې پلي شوې او پلي کیږي.
د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر