شکسپیر د انګلیستان د ننداره لیکنې، ادب او شعر د برخې ستر نابغه بلل کېږي. په ۱۵۶۴ زېږدیز کال د انګلستان په استرانفورد د “اون سیند” د غاړې په یوه کوچنۍ او نوم ورکې کورنۍ کې زېږدلی دی.
پلاریې یو معتدل سړی و. په کرنۍ او د مرغیو په ساتنه یې د ژوند پیټی مخ پروړاندې وړ. هغه شکسپیر دکلي مدرسې ته ولېږه او خپلې لومړنۍ زده کړې یې هملته بشپړې کړې.
شکسپیر په ۱۵۷۷ زېږدیز کال د پلار د مړینې وروسته لندن ته لاړ او په بېلا بېلو کسبونو بوخت شو، چې خلکو ته د لیک لیکلو،د چاپ خانې کارګرۍ او جامې جوړول یې ترې یادولی شو.
هغې په ۱۸ کلنۍ کې د (ان هاتوی ) په نوم د یوې نجلۍ سره واده وکړ، چې ثمره دې ځوانې جوړې ته درې زامن و.
دی له ۱۵۹۲ زېږدیزکال د طاعون ناروغۍ چې ګډه شوې وه د او د تیاتر کارونه کم شوي و پر نمایش نامو لیکلو لاس پورې کړ او بیا د تیاتر د مالکیت په (کلوب) کې شریک شو.
کله چې په ۱۵۹۴زېږدیز کال تیاتر وځلید چې دا هم د شکسپیر د هڅو پایله وه، نو دی دملکې له لورې د هغه وخت د دریو سترو لوبغاړو له ډلې وبلل شو او له دې وروسته یې خپلې چارې لا ګړندۍ او ځان یې د شهرت سترو پوړیو ته ورسوه.
اوس په انګلستان کې شکسپیر د ننداره لیکلو د پلار لقب ترلاسه کړی اود روم د تاریخي کیسو په ګټې اخېستنې او د ((د تاریخ اړخ)) کتاب لوستنې او د خپل فکر په وسیله بېلا بېلې تراژدۍ په کلاسیک سبک کې په تصویر وکاږلې.
هغه شعر د انسان له اصلي څيرې سره په توپیر کې بولي او د هرې نقشې او حرکت څخه معجزه جوړوي داسې معجزه چې د خپل ذهن پواسطه را زیږېږي.
دی په خپلو اثارو کې د تراژيدۍ سربېره، طنز،رومان او تاریخ ته لویه برخه ورکړې او دهمدې پلوه یې مینه وال په یوه لوی میدان کې رایسار کړي.
د شکسپیر لومړنی اثر ((ونوس او ادونیس ) یوه منظوم داستان دی. د تاریخي ناولونو او کیسو یې د ((ځوان بادشاه)) او د ((جولیوس سزار )) نوم یادولی شو، چې د شپږم هانري او دوهم ریچارد تاریخ پکې بیان او تصویر شوی دی.
د نوموړي د (مونږ ملت ) په نوم له نمایش نامې د فلسفې ځانګړې رڼا خپرېږي.
د شکسپیر د عشقي او حماسي اثارو په برخه کې د ((رومئووژولیت)) او ((اتلو)) موندلی شو چې په رښتیني توګه د کلاسیکو ادبیاتو تل پاتې اثار ګڼل کېدای شي.
هغه په ۱۶۱۱ زېږدیز کال له لندنه خپل د زوګړې ښار استرانفورد ته ستون شو او دخپل ژوند تر پایه په ۱۶۱۶ زېږدیزکال پورې هملته پاتې شو.
د شکسپیر د نورو ښو اثارو نومونه پ دې ډول دي:
((د ژمي د نیمې شپې خوبونه))
((شاه لیر))
((توپان))
((تاجر))
((غلمغال))
((ډیرې چیغې دهیچا لپاره))
شکسپیر دمرګ پر مهال دعمر ۵۴ پسرلي شاته پرېښي ول او بیا یې سر په ځمکه کېښود.