تاند- وسله والو طالبانو له څو ورځې جګړې وروسته نن /چهارشنبه/ د بغلان ولایت تاله و برفک ولسوالي ونیوله.
افغان امنیتي سرچینو د تاله و برذفک ولسوالي د سقوط په اړه د وسله والو طالبانو ادعا تایید کړه.
نن څو ساعته وړاندې وسله والو طالبانو وویل چې د بغلان ولایت دا ولسوالي یې نیولې ده.
طالبانو د تاله و برفک ولسوالي د نیولو لپاره درې ورځې وړاندې حملې پیل کړې.
د تاله و برفک اکثره اوسېدونکي سُني هزاره ګان دي او د طالبانو د واکمنۍ په مهال یې د دې ډلې ملاتړ کاوه.
دا ولسوالي له بامیان سره پوله لري.