د پېښور پولیسو په سلګونو افغانان نیولي

تاند- پاکستاني رسنۍ وايي، د دغه هیواد پولیسو، استخباراتو او پوځیانو د چهارشنبې په ورځ د کراچۍ ښار په بېلابېلو سیمو کې ۲۵۰ تنه مشکوک کسان، چې اکثره یې افغانان دي، نیولي دي.

دا کسان یوه ورځ وروسته له دې ونیول شول چې د سند ایالت د پولیسو عمومي قوماندان اعلان وکړ چې په ټول ایالت کې یې د افغان کډوالو پر ضد عملیات پیل کړي دي.

د پاکستان ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې، پولیسو د کراچۍ په کردار سیمه کې پر یوه هوټل چاپه واچوله او د هوټل د خاوند لیاقت اغا په شمول یې ۵ افغانان ونیول.

پولیسو دغه راز په پاکستان بازار او نورو سیمو کې هم چاپې واچولې او په لسګونو کسان یې ونیول.

په سند کې پر افغان کډوالو فشار وروسته له دې ډېر شو چې د دغه ایالت په لال شهباز قلندر زیارت کې انتحاري برید وشو.

راپورونه وايي چې په وروستیو دوو اوونیو کې د سند پولیسو په سلګونو افغانان نیولي، یو شمېر یې افغانستان ته لېږلي او یو شمېر نور یې محبسونو ته اچولي دي.

په پنجاب کې هم د لاهور له انتحاري حملې وروسته نه یوازې د مهاجرو بلکې د خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو د پښتنو خلاف هم د پولیسو ځورونې پیل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *