له کاره ستړی او ستومانه کور ته راغلم، تيلويزيون مي روښانه کړ، چې د طلوع په فراخبر خپرونه کې د مخابراتو وزارت د معلوماتي تکنالوجي (IT) معينيت لپاره يو تګره او بااستعداده ځوان ټاکل شوی دی. او د تيلويزيون مرکچي ته وايي:
“ ټولو هيوادوالو ته زيری ورکوم. چې موږ يواځي په تيرو څو مياشتو کې ټول هغه اپليکېشنونه جوړکړي دي چي د دولت، خصوصي سکتور او ټولو هيوادالو د انټرنيټ ټولي اړتياوې بشپړولاې شي. او د افغان تيلې کام مخابراتي شرکت په مرسته د ډيجيټل تېلفون له لاري په وړيا ډول په ټول هيواد کې د لاسرسې وړ دي. چې په لومړي پړاو کې به خلک د هيواد په کوټ کوټ کې له يادو اسانتياوو څخه په وړيا ډول ګټنه کوي. تر هغه چې 75 % سلنه هيوادوال ورته لاسرسې پيدا کړي او وروسته به بيا يو څه لګښت پري ټاکو تر څو د مخابراتي اومعلوماتي سکتور عوايد هم لوړ شي. له نيکمرغه اوس مو په خارجي انټرنيټ اتکاء راکمه شوی، او هيوادوال به يواځي د بهرنې انټرنيټ لپاره لګښت پرې کوي. د يادونې وړ ده، چې دغه ټول اپليکشنونه په ټوله نړي کړي د لاسرسې وړ دي. د کنترول لپاره امنيت او مصونيت يي ټول د افغانستان دولت په لاس کې دی.”
ما وويل: “ووواااوووو، ډيجيټل افغانستان !!!!!!! ”
خوا کې مي کشر ورور عرفان جان ناست وو. ویې ويل: “ څه خبره شوه.”
ما وويل هغه زمونږ زوړ افغان ټيلي کام ډيجيټل تيليفون راوړه. چې فعاله يي کړم، تېلفون يواځي ۱۲ افغاني کريډيټ درلوده، خو تېلفون مي له Access point AP سره ونښلوه، په ټول کور کې مو د WiFi په ډول د لاسرسې وړ وګرځېده. او د کورنۍ ټولو غړو په وړيا ډول انټرنيټ کاروي. خو په لږ توپير سره هغه دا چې د WhatsApp پرځاي په کمپيوټر او موبايل لپاره مو AfghanApp درلوده، غږيزي مکالمي (Voice call)، انځوريزي مکالمي (Video Calls) ليکلی شوي خدمات (Chat) ټول له همدغې يو آپليکيشن څخه په وړيا ډول ترسره کيږي. اوس دخپل دفتر او شخصي ايميلونه په وړيا ډول په gMail نه، بلکې په يو نوي اپليکشن کې د AfMail په نوم کاروم، او د انځوريزي اړيکي (Video Call) لپاره تر امريکايي Skype څخه په سرعت او کيفيت کې غوره “ZaAoTa” نوي آپليکيشن په وړيا ډول کاروم. فېسبوک ملګرو خبرولو په موخه مې فيسبوک مي خلاص کړه يواځي يو څو ملګري مي خبر کړه، چې بيړه کوې له ډيجيټل افغانستان سره په اړيکه کې شي، او AfghanApp او نور انيسټال کړي چې په وړيا ډول د تل لپاره سره په اړيکه کې اوسوو. په ناڅاپه له فېسبوک سره مې اړيکه پرې شوه، د ډيجيټل تېلفون هغه ۱۲ روپي خلاصي شوي. خو وړيا انټرنيټ او ډيجيټل افغاستان سره لاهم په ليکه وم. او د انټرنيت ټولي اړتياووې مي په وړيا ډول کارولی شم.
د افغان تېلې کام ويبپاڼه مي راخلاصه کړه، ليکلي يي وو :
“ د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجې سکتور اوس په هيواد کې تر بل هر سکتور مخکښ او نورو ټولو سکتورونو ته اساس او بنياد ګڼل کيداي شي. اوس مونږ د هر بل سکتور او هر افغان لپاره ډيجيټل بنياد جوړ کړی. تر څو په ډيره اسانې او ډير سهولت سره خپلي چارې پر مخ يوسي. افغان تيلي کام شرکت اوس د حساسو دولتي ادارو سره ځانګري VPN Network رامنځ ته کړي، د خدماتو او عامه ادارو لپاره يي ځانګړي سيستمونه ايجاد کړي دي. د خصوصي سکتور لپاره ډيجيټل انټرنيټ برابروي، چې په هره برخه کې له خصوصي سکتور سره مرسته کولاي شي. په ټول افغانستان کې اوس دولت، خصوصی سکتور او ټول هيوادوال يو له بل سره په کور دننه د هيواد له داخلي انټرنيټ ځخه ګټه اخلي. او برسيره پردي له نړيوال انټرنيټ څخه هم ګتنه کولای شي. اوس مو په خارجې انټرنيټ اتکاء راکمه شوي، په کور دننه او بهر ټول افغانان خپل افغاني انټرنيټ کاروي، او له هيواده بهر هيوادوالو اړيکي مو د خارجي انټرنيټ په مټ له داخلي انټرنيټ سره ټينګي کړي دي. تر بل هر وخت افغانان له ټولې نړې څخه يو له بل ته نږدې شوي دي. او د وياړ ځاې دی چې هر څه مو خپل د دولت دي او تاسو ته يي په وړيا توګه وړاندي کوو. ددې ټولو سربيره نوري فاېبر ملی شبکه به د ګاونډيو هيوادونو تر منځ د يو پل (Hub) په ډول د نړيوال انټرنيټ يوه مهمه برخه وګرځې. چې دولت ته به ډير عوايد راوړي. “
د AfMail ويبپاڼه مې خلاصه کړه، د خپل دفتر ايميل مي پکي سمبال يا Configure کړ، ټول ايميلونه مي په لوړ سرعت او تر ټول ښه کيفيت ترلاسه او وکارول. په دومره لوړ سرعت له کوره د دفتر کار کول سخت خوند کوي.
ګرځنده مبايل مي چې د ډيجيټل تېلفون له WiFi سره په ليکه يا Connected وو، د “ZaAoTa” آپليکيشن مي راخلاص کړ، له ملګرو سره په هرات، ننګرهار ، مزارشريف، لندن، امريکا او هندوستان کې مې د زړه خواله وکړه، اپليکيشن د انځوريزيو اړيکو (Video Calls) کيفيت او سرعت له Skype څخه په څو واره غوره او خونده ور وو. لغمان ولايت کې مي زړه ته رانږدي ملګرو انجينر غوث الدين او انجينر ګل الرحمن سره ويډيو کال کانفرانس (Conference video call) له لارې بلا ډيري غوري او ټوکي وکړي، سخت غوند يي وکه. انجينر غوث الدين چې د پوهنتون د وخت د فضلو کېسې شروع کړې….. تېلفون مي د سهار زنګ ووهه، چې له خوبه پاڅم، او د لمونځ او سپورت وروسته بايد د دفتر لپاره چمتووالي ونيسم. تېلفون کې مي 3G انټرنيټ او دوه خانې انتن، دفتر ته ولاړم چې د دفتر ټول ملګري مو د انټرنيټ له کم کيفيته سر ټکوي. خپل ايميل په خپل دفتر کې سم نشي ترلاسه کولاي. مخابراتو وزارت کي يو ملګري ته مې زنګ وهه: ما وويل ملګريه ! دا انټرنيټ د ټولوافغانستان خراب دی او که يواځي زمونږ د دفتر؟؟؟ ملګريي مي وويل: د ټول افغانستان همدا حال دی مونږ خپله د مخابراتو په وزارت د خصوصي مخابراتي شرکت له 3G څخه په ګټني خپل ايميل کاروو….
ما وويل، امممممممممم ….. ای کاش !!!! هغه خوب مي ريښتيا شوی وای …..
د اباد، سرلوړي، سوله ايز او ډيجيټل افغانستان په هيله
کب ۱۳۹۵ – فيبروری 2017
دومره دی خوشحاله کړم چه بیخی د خوشحالۍ نه په جامو.کی نه ځایدم خو اخیر کی د هر څه راړنګ کړه کاش داسی اوشی