تاند- د پاکستان حکومت نن /پنجشنبه/ د کابل پرونۍ انتحاري حملې، چې ۲۲ تنه افغانان پکې شهیدان او ۱۲۰ نور ټپیان شول، وغندلې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، اسلام اباد د کابل انتحاري حملې غندي او هغه تروریستي او انساني ضد بولي.
په خبرپاڼه کې د کابل د پېښو د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودل شوې ده.
د پاکستان د باندنیو چارو وزارت په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره د افغانستان له حکومت او نړیوالې ټولنې سره همکارۍ ته چمتووالی ښودلی دی.
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد اعلان وکړ چې د کابل بریدونه طالبانو کړي او په لړ کې یې په لسګونو افغان امنیتي ځواکونه وژلي دي.
د طالبانو مشران او شوراګانې په پاکستان کې دېره دي او پاکستان وايي که د طالبانو مشران له خپلې خاورې وباسي د پاکستان ګټې له خطر سره مخامخ کېږي.
او طالبانو د الله روی ومني ځان پوهه کړئ، چې دا روانه جګړه د اسلام او کفر جګړه نه ده.
دا جګړه د استخباراتو جګړه ده. په دې جګړې سره پاکستان په افغانستان کې ستاسې په واسطه خپلې ګټې پالي.
ایران خپلې ګټې پالي او امریکا خپلې ګټې پالي.
دوی ټول غواړي چې تاسې جګړه وکړئ. نو که ساده وی عقل مو سر ته راولی او که ناپوهه وی نور ځان پوهه کړئ چې دا جګړه سراسر د اسلام او افغانستان په تاوان ده.
له یوې خوا ایران نفوذ شروع کړی، له بلي پاکستان نیم افغانستان لاندی کړی ، له بلی خوا د جهالت له کبله تعصبات او فساد روان دی.
تاسی هم لګیا یاست نه تور ګوري او نه سپین بس وژل دي……..
الله مو هدایت کړه او که هدایت نه وي الله مو تبا او برباد کړه…..
امین ثم آمین