د افغانستان نوين څېړنيز مرکز تحقيقي غونډه –
روان کال د کب میاشتې په يوولسمه نېټه د پنجشنبې ماسپښين پر يوه بجه تحقيقي غونډه پيل او دمازيګر په څلورو بجو
پای ته ورسېدله.
د غونډې پيل د معمول په څېر د سپېڅلي کلام په مبارکو ايتونو سره وشو، ورپسې ډاکتر عزيز د ډيورندلاين په اړوند د مخالفو او موافقو نظرونو په اړه خپل راټول کړي مالومات د غونډې له برخه والو سره شريک کړل.
نوموړي موافق او مخالف نظرونه په دريو کتګوريو ووېشل:
لومړی هغه کسان چې ټول افغانان په يوه ټغر راټولول غواړي او ددې لپاره چې په سیمه کې د ملي يووالي فضا رامنځ ته شي، همدارنګه د ډيورنډ تپل شوي کرښه له منځه ولاړه شي لر او بر په يوه ټغر سره راغونډ او لوی افغانستان د رامنځ ته کېدو لپاره هلې ځلې کوي.
دويم: هغه کسان دي، چې له پاکستان سره مستقيمې او يا هم غير مستقيمې اړيکې لري، هغوی په دې اند دي، چې ډيورنډ فرضي کرښه رسمي کرښه ده او دغه کرښه باید په رسمیت ومنل شي، تر څو په افغانستان کې د ستونزو لمن ورټوله شي.
دا هغه کتګوري خلک دي، چې د پاکستان سره ژورې اړيکې لري، ددې لپاره چې د پاکستان ګټو ته کار وکړي، نو ځکه دوی د هغوی لپاره غير مستقيم تبليغ کوي.
دريم: ځينې خلک په دې اند دي، چې د پولې دواړو کرښو ته پښتانه او بلوچ استوګن دي، ددې لپاره چې دغه سيمه د يوې خپلواکې سيمې په توګه وپېژندل شي، تر څو د د پاکستان له استعمار څخه ازاد شي، نو باید پښتونستان او بلوچستان تشکيل شي.
ترڅو د ډيورنډ فرضي کرښه له منځه ولاړه شي، ددې لپاره چې په دغه سیمه کې به يو خپلواک دولت شتون لري، چې د پاکستان له واک څخه به ازاد وي.
ډيورنډ لاین د امير عبدالرحمن خان په وسیله لاسليک شوی دی، د ډيورنډ معاهدې پر بنسټ ګويا امير عبدالرحمن خان د قطعاتو د پراخيتيا لپاره له برتانيې سره هوکړه شوې ده.
خو د امېر عبدالرحمن خان حکومت برتانوي هند حکومت دې ته حاضر کړ، چې له ۱۲۰۰۰۰۰کلدارو پر ځای ۱۸۰۰۰۰۰ کلدارو ته زياتې کړی شوې او د واړو لورو د خبرو په پای کې عمومي يووالی اعلان کړ.
همدارنګه ښاغلي عزيز د ډيورنډ لاین د مخالفو نظرونو په اړه هم خورا خوندور مالومات راټول کړي و، چې د راپور لنډون په موخه ترې تېريږو.
ښاغلي عزيز په افغانستان او بلوچستان کې د ناامنيو په اړه هم خورا په زړه پورې تحقيق کړی و، نوموړي په لنډوکې د بلوچستان په ناامنيو وغږېد
لومړی: پاکستان د بلوچستان د خلکو ملکيت غصب کړی اوبلوڅ يې سلب مالکیت ګرځولي دي، بلوچستان چې څلوېښت سلنه د پاکستان اولیه انرژي توليدوي(د ډبرو سکاره، طبیعي ګاز او برېښنا)شپږ دېرش سلنه طبیعي ګاز د پاکستان له همدې ځایه توليديږي، اولس سلنه په بلوچستان ایالت کې په لګښت رسېږي او پاتې ۸۳ سلنه يې د پاکستان نورو سيمو ته انتقالېږي.
لومړی: پاکستان د بلوچستان د خلکو ملکيت غصب کړی اوبلوڅ يې سلب مالکیت ګرځولي دي، بلوچستان چې څلوېښت سلنه د پاکستان اولیه انرژي توليدوي(د ډبرو سکاره، طبیعي ګاز او برېښنا)شپږ دېرش سلنه طبیعي ګاز د پاکستان له همدې ځایه توليديږي، اولس سلنه په بلوچستان ایالت کې په لګښت رسېږي او پاتې ۸۳ سلنه يې د پاکستان نورو سيمو ته انتقالېږي.
دويم: پاکستان بلوڅان له زدکړو لرې ساتلي دي، دوی بلوچ د ورځني مزد په ډول له ځان سره کوي، بلوچان له دې امله له زدکړو لرې ساتل کېږي، تر څو دوی ته دتخصص زمينه برابره نه شي، تر څو د پاکستان د ستعمار په وړاندې ونه دريږي.
همدارنګه يې په ځينو نورو اړخونو خورا ډېرې خبرې وکړې، د غونډې په وروستيو کې د پوهنتون استاد خیرالاحد او ښاغلي استاد نجات هم د موضوع په تړاو مفصلې او ارزښتناکې خبرې وکړې،غونډه مازيګر ناوخته د دعايې په کولو سره پای ته ورسېده.
سلام
د مرحوم پوهاند حسن کاکړ چې د افغانستان يو ډير نامتو پرفيسور، عالم، څېړونکئ او رښتينئ محقق وه دديورند طرحه په تاريخي، سياسي، سيمه ايزه توګه او د پاکستان او افغانستان د پخوانيو او اوسنيو تګلارو پربنا وکتل شي.دديورند کرښې جوړښت او رامنځ ته کيدل يو لوى بحث دى دغه سياسي کړکېچ د ما او تا په موافق او مخالف کې دغه ډول نشي تقسم کيدلاى.
بې له کوم شخصي ګټې، فردې خصومت کينه او هواېې بخيلتوب او ناپوهي بايد ووايم هرچا چي دغه مقاله ليکلې ډيرکمزوري معلومات او په ډير ټيته کچه ليکل شوى هېڅ سياسي او د پلوماتيک اړخ نه لري. هيله کيږي چې خفه نشي نن سبا مونږ بايد ښه ته ښ ووايو او بد ته بد ځکه دلته ملي منافع مطرح او هر ډول غله او رهزن مو په کور را ننوتې ده
بنا دقيقه او عالمانه قضاوت او پريکړه د پښتنو لپاره يو اصل دي. لاړ شي لومړي د حسن کاکړ خبرې وګوري او ځان ښه پوه کړيکه چيرې د موافق او مخالف خبره وي دغه کار په هره ټولنه کې شته هيڅ امکان نهلري چې ټول يو وي
نړيواله دپلوماسي ځان ته يو مسلک دي
او طالبانو د الله روی ومني ځان پوهه کړئ، چې دا روانه جګړه د اسلام او کفر جګړه نه ده.
دا جګړه د استخباراتو جګړه ده. په دې جګړې سره پاکستان په افغانستان کې ستاسې په واسطه خپلې ګټې پالي.
ایران خپلې ګټې پالي او امریکا خپلې ګټې پالي.
دوی ټول غواړي چې تاسې جګړه وکړئ. نو که ساده وی عقل مو سر ته راولی او که ناپوهه وی نور ځان پوهه کړئ چې دا جګړه سراسر د اسلام او افغانستان په تاوان ده.
له یوې خوا ایران نفوذ شروع کړی، له بلي پاکستان نیم افغانستان لاندی کړی ، له بلی خوا د جهالت له کبله تعصبات او فساد روان دی.
تاسی هم لګیا یاست نه تور ګوري او نه سپین بس وژل دي……..
الله مو هدایت کړه او که هدایت نه وي الله مو تبا او برباد کړه…..
امین ثم آمین