هلمند مدني ټولني ته له دې وړاندي لښکرګاه ښار کې لېړۍ چلوونکو شکایت کړي وو نو له همدې امله هلمند مدني ټولني مشر سردار محمد همدرد د یادو کسانو د ستونزو د هوار لپاره ټاکني په لار واچولي چي په پایله کي یادو لېړۍ والو ته وکیل وټاکل سو.
لښکرګاه ښار کې یو شمیر لړۍ والو یوه اونۍ وړاندي له ترافیکو او ښاروالۍ مسولینو څخه سر ټکاوه. چي وروسته هلمند مدني ټولني ته د شکایت په موخه را غونډ سوي وه.هلمند مدني ټولني مشر سردار محمد همدرد د یادو کسانو د ستونزو د هواری په موخه د اړوندو اروګانونو سره تر خبرو کولو وروسته نن د هغوي د وکیل ټاکلو په هدف ټاکني په لاره واچولي چي په پایله کې د تاج محمد په نوم یو تن د۷۷ مثبتو رايو په ترلاسه کولو سره په ټاکنو کي بریالی او احمدشاه چي د تاج محمد سره نوماند وه دڅلورو رايو په تر لاسه کولو سره خپله ماتي ومنله. همدرد له ټولو لېړۍ چلوونکو غوښتنه وکړه تر څو د ښاري نظم د مراعت تر څنګ دي نظافت هم په نظر کي ونیسي همدرد زياته کړه ستاسو بري ستاسو په يوالي کي دي که چیري تاسو ځانګړي اتحاديه او وکيل ولري نو ستونزي به مو پر وخت حل او فصل کيږۍ.
پر ورته وخت د ولایتي شورا وکیل حیات الله مایار هم د ټاکنو د شفافیت پروسه شفافه یاده کړه هغه هم د ټولو لېړۍ چلوونکو غوښتنه کول تر څو په ښار کې نظم او تر څنګ يې نظافت په نظر کې ونیسي.
د لېړۍ والو لپاره نوی وکیل چي د ټاکنو په پروسه کې بریالی سوي وايې ژمن یم تر څو په ښار کې د لېړۍ چلوونکو هر ډول ستونزي د اړوندو مسؤلینو سره شریکې او د ضرورت پر وخت ورته د حل لارې چارې ولټوم.
پاته دي نه وي چي لېړۍ والو ته د وکیل د ټاکنو په پروسه کې د لښکرګاه ښاروالۍ استازي تر څنګ د ولایتي شورا وکیل هم برخه لرله او یاد کسان د ټاکنو د شفافیت ډاډ ورکوي.