تاند- د امریکا پوځ وايي، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو اسلامي دولت یا داعش ته کلک ګوزارونه ورکړي او د دې ډلې په سلو کې ۸۰ غړي یې له منځه وړي دي.

د امریکا پوځ وايي، د داعش د غړیو شمېر، چې تېر کال د اوج په مهال نژدې ۳ زره اټکلېده، اوس نژدې ۷۰۰ دی.

د امریکايي رسنیو د راپور له مخې، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ویندوی بریدجنرال چارلس کلیفلنډ د تېر کال په لومړیو کې د داعش شمېر شاوخوا درې زره، او د ۲۰۱۶ په اکتوبر کې ۱۰۰۰ تنه خو اوس وايي چې تر ۷۰۰ نه زیاتېږي.

د دې معنا دا ده چې د اکتوبر له نیمايي څخه تراوسه پوري د داعش د تروریستي ډلې نژدې ۳۰۰ غړي وژل شوي دي.

بریدجنرال کلیفلنډ د چهارشنبې په ورځ په کابل کې وویل چې داعشیانو په ۱۱ ولسوالیو کې نفوذ کړی و او د ننګرهار خلک یې په ځانګړي ډول سخت ځورولي دي.

د ناټو او امریکايي پوځیانو ویندوی همداراز وویل «موږ باور لرو چې په تقریبي ډول د اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې د غړیو شمېر ۷۰۰ دی او یا هم ممکن د عملیاتو په نتیجه کې اوس تر دې هم لږ وشوی وي. دوی لا هم د ننګرهار په درو ولسوالیو کې فعال دي.»

الجزیره تلویزیون بیا د افغانستان د ځینو حکومتي چارواکو په قول اټکل کوي چې په دغه هیواد کې د داعش د غړیو شمېر د یو نیم زرو شاوخوا ته رسېږي خو دوی وايي چې د دې ډلې نیمايي یا تر نیمايي ډېر غړي غیر فعال دي او یوازې د دې ډلې ملاتړي دي.

په عین وخت کې افغان چارواکي او سختدریځې جهادی ډلې وايي چې د داعش ډله د افغانستان او پاکستان ترمنځ په نویو سیمو کې فعالیت پراخوي. او له هغو سیمو څخه په افغانستان او پاکستان کې بریدونه تنظیموي.

تېره میاشت دې ډلې په کابل کې په یوه انتحاري برید کې ۲۰ تنه ووژل. همداراز یې په شمال کې د نړیوال سره صلیب ۶ کارکوونکي ووژل.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن وايي، په افغانستان کې د داعش اکثره غړي د ډیورند د پورې غاړي او د پاکستاني طالبانو د تحریک کسان دي.

ده په عین حال کې وویل چې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ ازبک غړي هم ورسره یوځای شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *