تاند- د افغانستان دفاع وزارت وايي، د بغلان تاله و برفک ولسوالي یې په یو لړ عملیاتو کې له وسله والو طالبانو بېرته ونیوله.

دا ولسوالي د چهارشنبې په ورځ /مارچ۱/ وسله والو طالبانو له درې ورځې جګړې وروسته ونیوله.

تاله وبرفک د بغلان یوه لیري پرته غرنۍ ولسوالي ده چې له بامیان سره پوله لري او ډېری اوسېدونکي یې سُني مذهبه هزاره ګان دي.

د افغانستان د دفاع وزارت په وینا افغان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې، چې یوازې څو ساعته یې دوام وکړ، تاله وبرفک ولسوالي د دولت له وسله والو مخالفانو تصفیه کړه.

طالبانو تراوسه پوري د افغانستان د دفاع وزارت د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *