نن د روان کال ۱۳۹۵/۱۲/۱۳ نېټه په هلمند ادبي بهیر کي دګڼ شمېر شاعرانو، لیکوالانو اوفرهنګپالانوغونډه ترسره سوه.

غونډه د مولوي سبحان الله (سبحاني ) لخوا د قرانکريم په تلاوت پيل سوه.

ورپسې د هلمند ادبي بهير مشر سيدمحمد (حیرت) دغونډي پرانستونکې وینا ګډونوالوته وارول.

دغونډي دوهمه برخه ادبي بحث ته ځانګړې سوې وه، چي دهلمند پوهنتون دادبیاتوپوهنځی محصل یاسین الله حیران لخوا د ادبي اصطلاحاتو لکچر وړاندي سو.

ادبيات څه ته وايي؟

هغه نظم او نثر چي د ادبي علومو په اصولو برابر او خوندور وي هغه ته ادبيات ويل کيږي، یعني هغه متلونه، خواږه اشعار، لوړ بيانونه او غوره ويناګاني چي په هره زمانه کي يې د ژبي پوهان او اديبان وايي يايې ليکلي وي د ژبي ادبيات بلل کيږي.

او يا په بل عبارت ادبيات د يوې ژبي ټولو ليکلو او ناليکلو منظومو او منثورو ژبنيو اثاروته چي هنري ارزښت او خوند ولري ادبيات ويل کيږي.

اديب څوک دي: اديب په لغت کي پوه، ځيرک، رابلونکي او د هرشي د اندازې ساتونکي ته وايي او په اصطلاح کي اديب هغه څوک دی چي په ادبي علومو کي د پوهي خاوند وي او ددغو علومو په اصولو برابر نظم يا نثر ويلاي او ليکلای سي اویا هم  په بله  اصطلاح هرهغه څوک چي په ادبي علومو کي پياوړی لاس او برخه ولري اديب ګڼل کيږي.

ادب څه وايي: د ادب علم په اوله معنا د اخلاقو له علم څخه عبارت دی يا د ادب علم هغه پوهنه ده چي د ويلو، ليکلو او ښې وينا ډولونه راښيي، د نظم او نثر حالات، ښه والی، بدوالی او نوري مرتبې بيانوي.

علامه حبيبي وايي: ادب د لغت او اصطلاح له مخي ښېګڼه ده چي سړی له تېروتنو او ناوړتياوو څخه ژغوري.

شکسپير وايي: کله چي وينا يو فوق العاده او ممتاز حد ته ورسيږي او د هنر بڼه غوره کړي نو بيا ورته ادب وايي.

د عربي ژبي يو شاعر وايي: (الادب خيرمن الذهب)  یعني ادب له سروزرو غوره دی.

شعر څه ته وايي: شعر عربي کلمه ده چي له شعور څخه اخيستل سوې او معنايې پوهه یا پوهنه ده ، هر موزون کلام چي په اورېدونکي او لوستونکي ژور اغېز کوي شعر بلل کيږي.

ځيني وايي: شعر د شېر له کلمې څخه اخيستل سوی چي د اواز يا نغمې په معنا استعماليږي او يا چي احساسات په جوش راولي.

ارسطو وايي: شعر د طبيعت تقليد يا تمثيل دی.

خواجه نصير حواسي وايي: د شعر غرض تخيل دی.

ارواښاد صديق روهي وايي: هغه وينا چي د اهنګ لرونکي عبارتونو په واسطه واقيعت او تخيلي نړۍ انځور کړي شعر دی.

اجمعي عرب وايي: شعر په موزون بيان د خيال يا فکر اوعاطفې تړون دی.

د نثر په برخه کي محمد جمعه ( حيران ) لخوا ليکل سوی نثر ولوستل سو.

ورپسې د غونډي ورستۍ برخه چي مشاعرې ته ځانګړې سوې وه ټولو شاعرانو پخپل نوبت سره ترتيب کړي شعرونه د غونډي ګډونوالو ته وړاندي کړه، غونډه په دعايه وينا پای ته ورسېده.

په درنښت

دهلمندادبي‬ بهیر نشراتي څانګه.‬‬‬‬‬‬

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *