تاند- د افغانستان د الیکترونیکي تذکرې مسوولان وايي چې د الیکترونیکي تذکرو د وېش د پروسې په اړه به روانه اوونۍ معلومات له ولس سره شریک کړي.

د دې ادارې رييس همایون محتاط د جمعې په ورځ /مارچ۳/ وویل«راتلونکې اوونۍ به موږ له خپلو شریکو ادارو لکه د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت، مالیې وزارت او خپلو بهرنیو شریکانو سره ووینو. موږ به د الیکترونیکي تذکرو د نوم ثبتولو په اړه ضروري معلومات او تفصیل سره شریک کړو.»

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ وروسته له دې چې کابینې د نفوسو د ثبت د احوالو قانون تصویب کړ، هغه لاسلیک کړ او د دې ځنډنۍ پروسې د اجرا لار هواره شوه.

د نویو تغییراتنو پر اساس به په الیکترونیکي تذکره کې د خلکو او مدني ټولنو له غوښتنو سره سم د نورو ضروري معلوماتو ترڅنګ د تذکرو د خاوندانو ملیت  (افغان)، دین (اسلام) او قومیت (بلوچ، پشه يي، نورستاني، ترکمن، ازبک، تاجک…..) لیکل کېږي.

اجرايي رييس عبدالله عبدالله هم د الیکترونیکي تذکرو په اړه د شویو بدلونونو هرکلی وکړ، ویې ویل چې په دې خوښ دی او هیله لري چې عملي ګامونه ژر واخیستل شي.

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې استازي هم د الیکترونیکي تذکرو په برخه کې د افغانستان د حکومت د پورته شوي ګام هرکلی وکړ، ویې ویل چې د دغو تذکرو وېش به په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

افغانستان د نړۍ یو له څو ګوته په شمېر هیوادونو څخه دی چې لا یې وګړي الیکترونیکي تذکرې نه لري.

د دغو تذکرو وېش، په هغه صورت کې چې حکومت ټول اتباع د هغې په اخیستلو مکلف کړي، د نفوسو د دقیق شمېر، د ښځو، نارینه وو او ماشومانو د شمېر له معلومېدو سره مرسته کوي او ضمناً په انتخاباتو کې د درغلۍ په مخنیوي کې اغېز لري.

افغانستان د الیکترونیکي تذکرو لپاره شاوخوا ۱۰۰ ملیون ډالرو ته اړتیا لري خو اروپايي اتحادیې ویلي چې حاضره ده له افغانستان سره په دې برخه کې مالي مرسته وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *