تاند- افغانستان نژدې ۵۰ پاکستاني بندیان په تورخم کې د خیبر پښتونخوا ایالتي چارواکو ته وسپارل.

د ټي این این د راپور له مخې، د خیبر پښتونخوا ایالتي چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونو ۴۹ تنه پاکستاني اتباع په بېلابېلو جرمونو له نیولو وروسته ورسپارلي دي.

د لاهور له حملې وروسته پاکستان له افغانستانه د یو شمېر پاکستاني ترهګرو د ورسپارلو غوښتنه وکړه. وروسته افغانستان هم پاکستان ته ورته لیست وسپاره چې ورسره پاکستان دا موضوع هېره کړه.

خو د تورخم او سپین بودلک د لارو بندېدو ته یې دوام ورکړ او په افغانستان کې انتحاري حملو زور واخیست.

د افغانستان حکومت تراوسه پوري د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت ته د ۴۹ تنو پاکستاني بندیانو د سپارلو په اړه څه نه دي ویلي.

دا هم نه ده څرګنده چې دا کسان دقیقاً په کومو جرمونو په افغانستان کې نیول شوي وو.

One thought on “افغانستان ۴۹ بندیان پاکستان ته وسپارل”
  1. افغانستان ته راسي، وحشي کړني ترسر ه سي، ونیول سي، او بیا بیرته وسپارل سي… حیران حیران یم، دا خپل خلکو او حکومت ته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *