خبرپاڼه
نېټه١٣٩٢، ٠٦، ١٤
کندهار افغانستان- نهه بجې د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ د ٣٠٣ او سراچه ډوله موټرونو د ټکر له امله ٧ تنه ملکي وګړي ژوبل سوي دي چي يوه ښځه هم پکښي شامله ده.
دغه پېښه پر داسي مهال رامنځته کيږي چي ٣٠٣ ډوله موټر د هرات ولايت څخه د کندهار په لور او سراچه موټر د کندهار څخه د هلمند ولايت پر لور روان ول، چي د يادي سوي ولسوالۍ د هوټل په ساحه کي ټکر سوي دي.
د دغه ترافيکي پيښي له امله د سراچې موټر ٧ تنه سپاريان زخميان سوي دي چي په زخميانو کي يوه ښځه هم شامله ده .
د پيښي څخه وروسته د سيمي امنيتي پوليس او د څارني ډله د پيښي ځاى ته ورغلي او زخميان يي روغتون ته بيولي دي، چي دا مهال تر درملني لاندي دي.
دغه امنيتي پوليس د ٣٠٣ موټر، موټر چلونکي هم نيولي څو ورڅخه تحقيقات وکړي.
د يادوني وړ ده په دې ورستيو کي پر لويو لارو ترافيکي پيښي زياتي سوي دي دا مهال د ترافيکي پيښو تلفات تر امنيتي پيښو زيات ښودل کيږي چي دياو پيښو اصلي لاملونه د موټر چلونکو بې احتياطي، تيز رفتار او ځيني وخت د لارو خرابوالي هم د داسي پيښو لامل بلل کيږي او تل سپرليو ته ځاني او مالي زيانونه اړوي.