الله تبارک و تعالی په قران عظیم الشان مقدس کتاب په پنځمه سيپاره د النساء سورت ۹۳ آیت شریف کې فرمايي:

ژباړه: چاچې مړ کړ مؤمن په قصد سره پس جزا دده دوزخ دی چې همیشه به وي دی په هغې کې او غضب کړی خدای په ده باندې  او لعنت کړی دی په ده باندې دپاره دده عذاب لوی دی.

د پورته ذکر شوی ایت شریف به مخالفت پنجابیانو د خپل اقتصاد د پیاوړتیا په خاطر د ټولې اسلامي نړۍ او خصوصاً د افغانانو مسلمانانو په مقابل کې د هر رنګه دسیسو ، توطيو او ضد اسلامي اعمالو نه کار واخیست ډیر مسلمانان يې په بی ګناه ډول په شهادت ورسول د مثال په ډول:

  • د جنرال ضیاءالحق د واکدارۍ په زمانه کې د افغان مجاهدینو په ډلو کې د پاکستان ISI خپل تربیه شوي ایجنټان ځای په ځای کړل افغانانو ته يې خورا مرګ ژوبله واړوله او د امریکا نه يې خورا مالي او نظامي امکانات تر لاسه کړل.
  • د همدغه امریکایانو په اقتصادی مرسته یی خپل د ایټم بټی غنی کړه او بم ایټم یی تکمیل کړه.
  • د خپلو تربیه شو او ګمارل شو  د ایجنټانو پورسطه یی د افغانانو تر منځ خپلمنځی جنګونو ته د بنیاد ډبره کیښوده
  • اسامه بن لادن یی د نړیوالو د پاره یی لوی خطر معرفی کړ او امریکایانو ته یی د اسامه بن لادن مرکز د افغانستان جنوبی ولایت خوست وښوده نو اسامه بن لادن په ۱۲:ثور:۱۳۹۰ لمریز کال چی ۲:می:۲۰۱۱ سره برابره ده د پاکستان مرکزی ښار ایبټ آباد  کی  را څرګنده شو.
  • د ترهګرو ، دهشتګرو  او د ځان وژونکو  دبنیاد ډبره پنجابیانو ISI   او تر څنګ ځینی  نورو کسانو ایښی ده
  • جرگه اخبار کوزه پښتونخوا پنجشنبه۱۳۸۹-۷-۱۹ لمریز کال چې ۷ اکتوبر ۲۰۱۰ سره برابر ده لیکلی يې وو چې د پاکستان پخوانی جمهور رييس پرویز مشرف د فرانسې یوې ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل چې(ترهګر او دهشتګر د پاکستان پوځ تربیه کوی)
  • په ۲۰۰۸ م کال د هندوستان په ممبی ښار کې ځان مرګي برید وشو چې ۱۶۰ تنه په کې د منځه لاړل د هند واکمنانو د اجمل قصاب په نامه یو پنجابی ونیوه د تحقیق په جریان کې يې وویل چې دا پلان موږ تهISI راکړی وه.
  • ۱۷ قوس ۱۳۹۰ لمریز کال ۸ دسمبر ۲۰۱۰ م کال د عاشورا په ورځ د کابل ښار د مراد خاني په سیمه کې د ابوالفضل د زیارت دننه د شیعه ګانو په منځ کې ځان مرګی برید وشو ۶۵ تنه په کې ووژل شول ۱۶۵ تنه په کې زخمیان شول چې مسئولیت يې د پاکستان (لشکر جهنګوی العالمی اسلامیت پارټی) په غاړه واخیست.

  • د سعودی عربستان په مبارک ښار مکه معظمه کې سږ کال (۱۳۹۵) لمریز ځان وژونکی برید چا وکړ؟

اوس چې اسلامی او غیر اسلامی نړۍ ته ثابته شوه چې ټول غیر انسانی وحشی اعمال پنجابیان اجزاء کوی او د ټولې بشری نړۍ ورسره کرکه او نفرت پيدا شوی دی نو خپلو تربیه شوو او روزل شوو وحشیانو ته يې دنده وسپارله چې په لاهور، پيښور او چارسده کې ځان وژونکي بریدونه وکړي چې ددې بریدونو پړه يې په افغانانو ورواچوله او زمونږ د لالپوري ولسوالۍ په مظلوم او بې ګناه مسلمانانو باندې بې شمیره راکټونه وورول او په داسې حال کې هغه هیوادونه چې زمونږ سره ستراتژیک او امنیتی تړونونه امضا او لاسلیک کړي چې تر اوسه زمونږ په هیواد کې موجودیت لري چې اوس زما ددښمن جواب ونه وايي نوکله چې خپل هیوادونو ته لاړل بیا خو هیڅ نشي کولای ددې نه معلومه شوه چې د ستراتژیک او امنیتی تړونونه د خپلو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره دی او زمونږ سره يې منافقت پیل کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *