استاد محمدمعصوم هوتک
په دې شپو و ورځو کي د بایزید روښان د یوه اثر صراط التوحید د انتقادي متن په برابرولو ډېر زیات بوخت یم. په دې لړ کي مي د روښانیاتو په باب ځیني خواره واره آثار تر نظر بیا تېر کړل او په ترڅ کي مې د هنري جورج راورټي (۱۸۲۵ ــ ۱۹۰۶ع) هغه روایت ځان ته پاملرنه واړوله چي وایي بایزید روښان د خورپان (Khurpan) په نامه یومهم اثر لري. په افغاني پوهانوکي دا روایت وار د واره علامه عبدالحي حبیبي په پښتو ادبیاتو تاریخ ــ دوهم ټوک کي ثبت کړی دئ او هورې ئې د راورټي د پښتو گرامر د مقدمې په حواله کښلي دي چي :
” د پیر روښان مهم کتاب … ” خبرالبیان” نومېږی چه راورټی ئې نوم (خورپان؟) هم لیکلی دی”.(۱) د خورپان له نامه سره د پوښتني نخښه له دې اسیته ایښوول سوې ده چي گویا دا خبره د لیکوال د تائید وړ نه ده.
دا روایت د ( روښاني لیکنې) لیکوال ښاغلي حبیب الله رفیع هم له مشکوک توب سره سره را اخیستی دئ او پر زیاته کړې ئې ده چي ” … خو د سر الف کیرو د ډی پټهانز په اردو ژباړه کې په واضح ټکو لیکل شوی چې د بایزید ډېر مشهور آثار خیرالبیان او خورپان دی اما په دې برخه کې یې کوم سند نه دی وړاندې کړی”. ورپسې لیکي :” کله چې په دې باب له استاد حبیبی سره وغږېدم هغوی وویل چې په دې نامه که د بایزید کوم اثر وي، نو ښایي چې دا ” خورپان” د ” خورې پاڼی” اوښتی شکل وی”. تردې وروسته ښاغلی لیکوال خپل”اټکل” بیانوي او (خورپان ) د روښان پیر ” مکتوبات” بولي. خو له دې تاویلاتو پرڅنگ له علمي احتیاطه کار اخلي او لیکي :” …. نو ځکه ما (خورپان) ته د بایزید د آثارو شمېره ورنه کړه او د سوالیې په نښه مې قید کړ”. (۲)
ما(هوتک) چي د راورټي (A Grammar of the Pukhto, Pushto ..) کتاب د ۱۸۵۵ع کال د کلکتې چاپ وکوت، په مقدمه کي مې دغه مطلب ونه موند نومي ددوهم چاپ ( ۱۸۶۰ع)لټه وکړه، ځکه زه خبر وم چي ده په دوهم چاپ کې د لومړي چاپ څو تېروتني سمي کړي او نوري زیاتوني ئې هم پر کړي دي. دوهم چاپ مي تر موندلو وروسته هم وکوت . ده د نورو سموونو او زیاتوونو پرڅنگ ددې چاپ په ( ۳۲ مخ) کې کښلي دي : ” ژباړه : د بایزید یو کتاب خیرالبیان دئ په څلورو ژبو پښتو یا افغاني، عربي، فارسي او هندي چي اخوند دروېزه د شرالبیان نوم ورکړی دئ. دیوبل کتاب نوم ئې (Khurpan) دئ. ددغه نامه معنا اوس نه رامعلومېږي ….” له دې اقتباسه معلومه سوه چي د علامه حبیبي ماخذ هم د راورټي د گرامر دوهم چاپ دئ خو د راورټي په بیان کي دا نه دي ویل سوي چي (Khurpan) د خیرالبیان بل نوم دئ، بلکي ویلي ئې دي چي (Khurpan) د روښان بل اثر دئ او دی ئې د نامه په معنا نه پوهېږي.
کله چي د بایزیدروښان د خیرالبیان عکسي چاپ له کابله په ۱۳۵۳ش کي خپور سو، علامه حبیبي ددغه په سریزه کي د روښان د آثارو په لیست کي د (خورپان) یادونه ځکه نه وه کړې چي د راورټي دغه روایت ورته مشکوک ښکاره سوی وو.
سر اولف کېرو(۱۸۹۲ ــ ۱۹۸۱ع) دخپل (The Pathans) نومي مشهور کتاب په ۲۰۱ مخ کې د راورټي دغه روایت رااخیستی او لیکلې دي :
” … and Bazid himself embodied his doctorines in considerable works of which the best known were the Khair-ul-Bayan and the Khurpan.”
ژباړه : بایزید پخپله خپل نظریات په څو مهمو کتابو کي څرگند کړل چي ډېر مشهور ئې خیرالبیان او خرپان ول.
د اولف کېرو همدغه پورتنۍخبره ښاغلي رفیع د (دي پټانز) کتاب په اردو ترجمه ( ۲۸۱ ــ ۲۸۲ مخونو)کي لوستلې ده چي سید محبوب علي سرته رسولې او د پښتواکېډمۍ له خوا په ۱۹۶۷ع کي چاپ سوې ده. کېرو ددغه روایت ماخذ په څرگنده توگه نه دئ ښوولی خو تر دغه عبارت اووه ویشت لیکي (کرښي) وړاندي ئې د روښان پیر د اصل و نسب په باب د راورټي بیانونه دده له نامه سره یوځای راوړي دي.دقیق لوستونکي د راورټي له نامه سره زموږ تربحث لاندي روایت اړیکه سمه دمه لیدلای سي.
د اولف کېرو دغه کتاب ښاغلي الحاج شیر محمد کریمي په پښتو ژباړلی اود (پښتانه، پټانز) په نامه په ۱۹۹۹ع کال دافغانستان د کلتوري ودې ټولني (جرمني) له خوا خپور سوی دئ. ددغه چاپ په (۳۰۵ مخ) کې هم د (Khurpan) نوم په همدې ډول راوړی او د بایزید روښان کتاب ئې گڼلی دئ.
د (Khurpan) کلمه علامه حبیبي ( خورپان) لوستلې ده. په انگرېزي ژبه کي د (u) گرافیم هم د زوَر (فتحه) تمثیل کوي او هم د لنډ واو. په (surprise, ugly) کلمو کي د زوَر (فتحه) او په (Kabul, sure) کي د واو ښکارندوینه کوي. علامه مرحوم د واو خیال پر کړی او دغه نوم ئې (خورپان) گڼلی دئ چي د ښاغلي رفیع له خولې ئې بیا د (خورې پاڼي) توجیه هم پر زیاته کړې ده. خو زه (هوتک) په ډاډ سره ویلای سم چي د راورټي مراد ( خرپان) دئ او دا نوم ئې د اخوند دروېزه د یوه قول له ناسم وینگ څخه موندلی دئ. اخوند دروېزه د خپل کتاب تذکرة الابرار والاشرار په یوه برخه کي وایي :” این ملعون کتابی را تصنیف کرده بعضی کلمات او را بزبان عربی بلا ادراک ترکیب و ترتیب جمع آورده …. اما هرکدام ازین کلمات ناموزون و ناموافق افتاده بحدی که طبائع اهل علم ازان متنفر میگردد و آن را خیرالبیان نام برده …. فقیر آنرا شرالبیان نامیده و اگر خربیان نامند هم مناسب است”(۳).
زه په بشپړ یقین سره ویلای سم چي د راورټي تر نظر لاندي چي د تذکرة الابرار والاشرار کمه (کومه) خطي نسخه وه، د هغې کاتب په بې پروایۍ سره د (بیان) په کلمه کي د (ب) یو ټکی او د (ي) دوه ټکي نزدې سره ایښي ول او راورټي ته ئې د (بیان) کلمه (پان) ښکاره کړې وه او په نتیجه کي ئې ( خربیان) د ( خرپان) په شکل لوستی وو. د نسخې دکاتب بې پروایي ددې سبب سوه چي راورټي د ( خربیان) کلمه ناسمه ولولي. د راورټي ناسمي لوستني بیا د بایزید روښان په آثارو کي د (خرپان ــ Khurpan) په نامه خیالي کتاب وزېږاوه. په انگرېزې تورو د راورټي د(Khurpan)کلمې ناسمي لوستني بیا له هغې څخه (خورپان) جوړ کړ او د (خورې پاڼي) له پاره ئې د توجیه دروازه خلاصه کړه او ددې توجیه تر اغېزې لاندي د بایزید مکتوبات د (خورې پاڼي) بل نوم وبلل سو.
زه تر دې څېړني او استدلال وروسته په ټینگه وایم چي د بایزید روښان په لیکلو آثارو کي د ( خورپان) په نامه کم (کوم) کتاب نسته او دا ټوله ماشوړه د جورج راورټي د ناسمي لوستني نتیجه ده.
د خواشینۍ خبره دا ده چي د جورج راورټي تر ناسم وینگ یوسل او درې (۱۰۳) کاله وروسته دې تېروتني د سراولف کېرو غوندي محقق لیکني ته لار وکړه او یو سل و څلورڅلوېښت (۱۴۴) کاله وروسته د کېرو د(پټانز) کتاب په پښتو ژباړه کي بیا تکرار سوه. زما له درنو لوستونکو او ځوانو څېړونکو څخه هیله ده چي نور دغه تېروتنه ان د شک له اظهار سره لا هم بیاتکرار نه کړي .
آشاوا ــ انټاریو
۴ مه د مارچ ۲۰۱۷ع
+++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++
(۱) حبیبي، عبدالحی، دپښتو ادبیاتو تاریخ، دوهم ټوک، ۳۰۱ مخ، پښتو ټولنه، ۱۳۴۲ش
(۲)رفیع، حبیب الله، روښاني لیکنې ــ ۳۰ مخ، ارزاني پښتو ادبي ټولنه خوېشکی (نوښار)، ۱۹۸۹ع
(۲) اخوند دروېزه ــ تذکرةه الابرار والاشرارــ صفحه ۱۴۸ ــ اداره اشاعت سرحد، پشاور