تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ګاونډیان دې په افغانستان کې د اوبو د بندونو په جوړېدو اندېښنه نه کوي.

ولسمشر غني نن په کابل کې د (اوبه او دوامداره پرمختیا) په نوم د اوبو څلورم ملي کنفرانس ته په وینا کې وویل :«له ګاونډیو هیوادونو زموږ توقع دا ده چې په افغانستان کې د بندونو او د اوبو لګونې د شبکو له جوړېدو تشویش ونه لري.»

ده له ګاونډیانو همداراز وغوښتل چې د افغانستان له لوري د اوبو له سرچینو د سیمې استفادې ملاتړ وکړي.

ولسمشر په دوام کې وویل «د افغانستان اوبه مهمه طبیعي سرچینه او زموږ د خلکو شتمني ده، چې تر اوسه د اوبو له واقعي اهمیت او ارزښت څخه بې خبره پاتې وو، د هغې د سم تنظیم او مدیریت په برخه کې زیات کار ته اړتیا لرو.»

غني وویل، د اوبو د منابعو سم کنټرول افغانستان له نورو هیوادونو د برښنا له واردولو خلاصولی شي.

کنفرانس ته، چې د یو شمېر لوړ پوړو دولتي مقاماتو په حضور کې په ارګ کې جوړ شوی و، ولسمشر غني وویل: شونې ده چې د هېواد د اوبو سرچینې په شتمنۍ بدلې شي او د افغانستان یو تر ټولو مهمه سرچینه د هغه جغرافيايي موقعیت دی چې درې زره کاله یې دغه هېواد د تمدن په مرکز او څلور لارې بدل کړی و.

د افغانستان ولسمشر زیاته کړه«افغانستان د خپلو سترو سرچینو د سم مدیریت په برکت کولای شي، راتلونکو شلو کالو کې په یو نسبتاً متوسط سوکاله هېواد بدل شي او باید دغه هدف ترلاسه کړو، په خپلو پښو ودرېږو، ځکه د پردیو په دوامداره مرستو ډډه لګول تېروتنه وه او زموږ اساسي هدف باید د نورو له احتیاجه راوتل وي.»

ښاغلي غني همداراز وویل« موږ ښه پوهېږو، اوبه زموږ عزت دی او د دغه عزت ساتل زموږ ملي هدف دی، د هغه هېواد لپاره چې لا یې هم د اتیا سلنې خلکو ژوند په کرنه ولاړ دی، د کرنیزو توکو واردول ملي شرم دی او له دغه شرم څخه باید ځانونه خلاص کړو، افغانستان باید د کرنیزو محصولاتو صادرونکی شي، نه واردونکی.»

په دغه کنفرانس کې د هند سفیر من پریت هورا د اوبو د اهمیت په اړه خبرې وکړې، همدارنګه یو شمېر میرابانو د اوبو د عادلانه وېش او د اوبو د ستونزې په اړه خپلې غوښتنې، وړاندیزونه او ستونزې بیان کړې.جمهوررئیس محمداشرف غني وویل: نن تر ټولو مهمه موضوع د اوبو په وېش کې د عدالت نشتوالی دی، زموږ دودیز نظام چې زیات عادلانه و، له بده مرغه سختو ګواښونو سره مخامخ دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *