عصمت الله سلام/ غزني .
ژوندمدني ټولنې تیره ورځ شنبه د۱۳۹۵ هـــ ل کال دکب میاشتي په (۱۴) نيټه داونېزوناستوپه دوام خپله درې شپیتمه اونېزه ناسته وکړه .
یاده غونډه چې په غزني ښارکې د دریم پلان په څلویښت متره سړک پروت دژوند مدني ټولني په دفترکې وسوه پیل یې له اجنډاسره سم لیکوال استادبریالي صدیقي دپاک قران په مبارکوایاتونووکړ.
ورسته عصمت سلام له اجنډاسره سم دغونډي ګډونوالوته دژوند مدني ټولني له ادرسه دچاپي خپروني زیری ورکړاوزیاته یې کړه.
د ژوند مدني ټولني مشرتابه پلاوې هوډ کړی چې دیادې ټولني له ادرسه چاپي خپروني وکړي ، داچې څه ډول چاپي خپروني باید وسي په دې به دغونډي ګډونوال او دټولني غړي پریکړه وکړي .
دغونډي دګډوانوالوله نظرونواوریدلوورسته ټولوپه دې پرېکړه وکړه چې دغږدلاښه اوچتولوپه موخه دې داچاپي خپرونه اونېزه سي اوهراونۍ دې په ښه کیفیت په اتومخونوکې چاپ سي .
همدارنګه په غونډه کې داونېزي خپروني په نوم باندې هم ازاد بحث وسوچې په پای کې ټولوپه یوه غږ دژوند اونېزي په نوم هوکړه وکړه .
دغونډي دویمه موضوع په غزني کې دژوند په نوم دکلنۍ مشاعرې جوړښت اوتخنیکي اړخ ته ځانګړي سوي وه .
په دې اړه دټولني مشرنقیب الله خاکساروویل :
دژوند کلنۍ مشاعري په مخېنه رڼاواچوله او زیاته یې کړه چې ژوند مدنې ټولني دوه کاله وړاندې د(۱۳۹۴) هـــ ل کال په پسرلي موسم کې دلمړي ځل لپاره په غزني ولایت کې دژوند کلنۍ مشاعري بنسټ کیښود ، لمړنۍ مشاعره یې د(۱۳۹۴) هـــ ل کال دوري میاشتي په لمړۍ نیټه دغزني له شاعرانوسره یوځای دولایت دمقام په تالارکې ترسره کړه ، دویمه مشاعره دروان (۱۳۹۵) هـ ل کال په پسرلي کې دغزني ښارپه بهارتالارکې ترسره سوه .
په یاده مشاعره کې دغزني دشاعرانواولیکوالانوترڅنګ دهیواد دنورولایتونوشاعرانواوولیکوالانوهم ګډون کړی وه.
له خاکساره ورسته دټولني هرغړي دمشاعرې دجوړیدلوهیله لرله اوپرېکړه یې وکړه چې په راتلونکې غونډي کې به دمشاعرې په میکانیزم هراړخیزه خبري کیږي .
دغونډي په پای کې دوو بیلوکمیټوته چې دنده وسپارل سوه ترڅویوه یې داونېزي چاپي خپروني په تخنیکي اړخ غوروکړي اوبله هغه هم دمشاعري دجوړیدلولپاره لازم تیاری ونیسي .
غونډه ماسپښین په دوه بجي پیل اوپه څلور بجي د دوعایې په لوستلوپای ته ورسیده .