دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د خواجه خېلو سیمې اوسېدونکو ته د یوې پراخې غونډې پرمهال وکړې.
د خواجه خېلو اوسېدونکي وایي چې له پوره یوې نیمې لسیزې وروسته یې سیمې ته د یوه والي په کچه لوړ پوړی پلاوی ورځي او ستونزې یې له نږدې ګوري.
دوی خوښ وو او د خپلې سیمې اړتیاووې یې شریکې کړې.
د یادې سیمې اوسېدونکي وایي چې د پوهنې، روغتیا، کرنې، بیارغونې او نورو برخو کې ورته یو لړ کارونه شوې خو زیاتوي چې ددوی لپاره بسنه نه کوي.
دوی زیاتوي چې له دولت سره په هره برخه کې همکاره دي او په سیمه کې د هر ډول پروژو د پلي کېدو ملاتړ او غوښتنه کوي.
بل لورته پکتیکا والي محمدالیاس وحدت چې د بېلابېلو ادارو مسؤلینو یې هم ملتیا کوله د خواجه خېلو د اوسېدونکو مېړانه او وطن دوستي وستایله او ددوی له هر کلي یې مننه وکړه.
ښاغلي وحدت وویل، ویښ ولسونه همېشه د خپل مثبت راتلونکي لپاره کار کوي او له خلکو یې وغوښتل چې د سیمې د امن او پرمختګ لپاره سره یو شي.
وحدت د خواجه خېلو اوسېدونکو ته یو ځل بیا ډاډ ورکړ چې په سیمه کې به یې بېلابېلې د بیارغونې پروژې پلي شي او په راتلونکي کې به د نویو پرمختګونو شاهدان واوسي.
د یادونې ده چې پکتیکا والي د خواجه خېلو د ښوونځي او روغتون وضعیت هم له نږدې وڅاره، د خلکو ستونزې یې واورېدې او اړنده مسؤلینو ته یې د هواري سپارښتنه وکړه.
درنښت
د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر