په ياد کتاب کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال، په حکومت کې د کرزي کورنۍ په ځانگړي ډول دده د وروڼو رول ، د حامد کرزي سياست، شخصيت او د واکمنۍ پر مهال شته ستونزې او فرصتونه او همدارنگه د حامد کرزي د ټيم د غړو کرکټر او ژمنتيا په څېړنيزه بڼه معرفي شوې. ددې کتاب په پښتو ژباړه پخواني ولسمشر حامد کرزي خپل يادښت ليکلی او د لوستونکو د مطالعې وړ کتاب يې بللی. ياد کتاب جاشوه پارټلو چې په مکسيکو کې د واشنگټن پوسټ مسوول دی ليکلی، لطف الله لطف ژباړلی او اکسوس کتاب پلورنځي چاپ او د کتاب بازار ته وړاندې کړی