تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې طالبان د دې سبب شوي چې بهرني پوځیان په افغانستان کې پاتې شي او همداراز ۲۰ نورې تروریستي ډلې پیدا شي.
ولسمشر غني دا خبره نن /دوشنبه/ د ولسي جرګې د شپارړسمې تقنیني دورې په پرانستونکې غونډه کې وکړه.
ښاغلي غني ولسي جرګې ته وویل، طالبان په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو د حضور اصلي عوامل دي. موږ په خپله د تروریزم په خاطر له دوی (بهرني پوځیانو) بیا بیا غوښتي چې پاتې شي. اوس په افغانستان کې ۲۰ تروریستي ډلې شته او دې ډلو ته طالبانو لاره هواره کړې ده.
« موږ په تېرو پنځلس کلونو کې په جوماتونو، بازارونو، لویو لارو، دفترونو، درسي ادارو، روغتونونو او جوماتونو کې ، لنډه دا هر هغه ځای چې ژوند شته او افغانان شته، هلته مو انتحاري حملې ولیدې په شمول د پارلمان د محترمو غړو. د دغسې حملو ترسره کوونکي په ظاهره وایي چې د خارجي عسکرو د شتون په خلاف جنګېږي، حال دا چې د کرزي صاحب د هدایت په اساس دا زه وم چې د خارجي عسکرو د وتلو او د امنیتي انتقال د پروسې مشري مې کوله، چې په نتیجه کې یې څو نوي فیصده خارجي عسکر له افغانستان څخه ووتل او د امریکا پخواني جمهور رییس بارک اوباما اعلان وکړ چې د دوه زره شپاړلسم کال تر پایه به حتی یو عسکر هم په جنګ کې کې پاتې نه شي. ایا دغو وحشي جګړه مارو له هغه وروسته د خپلو وطنوالو له وژلو لاس واخیست؟ دوی نه یوازې له جنګه لاس وانه خیست، بلکې د جنګ لا زیات اورونه یې بل کړل. موږ د دوی د جنګ او وحشت له لاسه مجبور شو چې بیا بین المللي عساکر وغواړو، د امنیتي تړون په چوکاټ کې چې ملي شورا تصویب کړ خپلو همکاریو ته ادامه ورکړو. دوی په حقیقت کې افغانستان ته د خارجي عسکرو د راتلو او پاتېدو اصلي عوامل دي. دا دوی دي چې د افغانستان په کلیو کې د بمباریو زمینه برابروي او هر هغه څه کوي چې افغانستان په نړۍ کې منزوي او له ټولې دنیا په بېله لاره روان شي.»
د ناټو د لیزبون د سرمشریزې له پرېکړې سره سم د ناټو او امریکا محارب پوځیان د ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستانه ووتل او یوازې ۱۵ زره پوځیان د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره پاتې شول. ټاکل شوې وه چې دا پوځیان په تدریجي ډول په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ ګکلونو کې ووځي او په ۲۰۱۷ کې یوازې ۱۰۰۰ تنه امریکايي پوځیان د امریکا د سفارت او کونسلګریو د ساتنې لپاره پاتې شي خو طالبانو د بهرنیو پوځیانو د وتلو له تشې څخه په استفادې حملو ته زور ورکړ چې په نتیجه کې یې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو بهیر ودرېد او حتي اوس په دې غور روان دی چې نور ځواکونه افغانستان ته راولېږل شي.