تاند- هغه پنځه کسیزه افغان کورنۍ به، چې تېره اوونۍ د مهاجرت په ځانګړې وېزه امریکا ته تللې او په کلیفورنیا کې نیول شوې وه، ژر خوشي شي.

د دې کورنۍ مدافع وکیل تالیا اینلیندر د دوشنبې په ورځ وویل، د امریکا د مهاجرت او سرحدونو چارو د ادارې چارواکو موافقه کړې چې دا افغان کورنۍ (د امریکا په وخت) نن /دوشنبه/ خوشي کړي.

دا ۵ کسیزه افغان کورنۍ، چې په قانوني وېزه امریکا ته تللې وه، د لاس انجلس په نړیوال هوايي ډګر کې نیول شوې او څو ورځې په توقیف کې ساتل شوې ده.

دا موضوع په هغو اسنادو کې څرګنده شوه چې د بشري حقونو مدافع وکیلانو محکمې ته سپارلي دي.

له مهاجرو سره د مرستې د نړیوالې پروژې مدافع وکیلانو محکمې ته په وړاندې کړي شکایت کې د نیول شویو افغانانو نومونه نه دی اخیستل شوي خو ویل شوي، یوه افغان ته، چې په افغانستان کې یې له امریکایانو سره کار کاوه او پر همدې اساس ده او د هغه مېرمنې او درو ماشومانو ته د امریکا وېزه ورکړای شوې وه.

له مهاجرو سره د مرستې نړیوالې پروژې له محکمې غوښتي چې دا کورنۍ ژر تر ژره خوشي کړي.

د امریکا حکومت زرګونو افغانانو ته، چې په افغانستان کې یې له امریکایانو سره کار کړی او د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته یې په افغانستان کې ژوند له خطر سره مخامخ و، د امریکا وېزې ورکړي او ګڼ نور د امریکا وېزو ته انتظار دي.

محکمې ته په سپارل شوي شکایت کې دغه راز ویل شوي چې د امریکا د ګمرکونو او سرحدونو د ساتنې ادارې دا افغان کورنۍ د سې شنبې په ورځ امریکا ته له رسېدو سره سم نیولې او بې له دې چې هغوی قانوني مشوره ترلاسه کړي، په انفرادي خونو کې یې توقیف کړي دي.

په شکایت پاڼه کې دغه راز ویل شوي چې دا کورنۍ په غیرعادلانه ډول توقیف شوې او دا د امریکا د اساسي قانون د افرادو د حقونو سرغړونه ده.

په شکایت کې دا هم ویل شوي چې له بیا بیا غوښتنو سره سره د امریکا د ګمرکونو او سرحدونو د ساتنې ادارې په دې اړه چې دا کورنۍ یې ولې نیولې، څه پوښتنې یې ورڅخه کړي او په توقیف کې د هغوی د ساتنې لپاره څه دلیل لري، څه نه وايي.

رویټرز خبري اژانس وايي چې د امریکا د ګمرکونو او سرحدونو د ساتنې اداره محکمې ته د سپارل شوي شکایت او د افغان کورنۍ د نیونې په اړه له تبصره کولو ډډه کوي خو ټاکل شوې وه چې دا کورنۍ د دوشنبې په ورځ د کلیفورنیا د سانتا انا فدرالي محکمې ته حاضره کړای شي.

د رویټرز پر اساس، د مهاجرو دفاع کوونکي په امریکا کې د اوسېدونکو او له بهره دغه هیواد ته د سفر کوونکو د سخت امنیت په اړه اندېښنه ښيي.

د امریکا نوي ولسمشر دونالډ ټرمپ د مهاجرت پالیسۍ په دې خاطر چې د امریکا امنیت له خطر سره مخامخ نه شي، سختې کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *