تاند – د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ پر کرښه تړلې دروازې به سبا سې شنبه او بله ورځ چارشنبه / د مارچ ۷مه او ۸مه/ د دوه ورځو په مخه پرانستل شي.

د ډیورنډ پر کرښه موجودې لارې د پاکستان حکومت په یو اړخیز ډول د فبرورۍ په ۱۶مه وروسته له هغه وتړلې چې په دغه هېواد کې څو چاودنې وشوې.

تر دې مخکې، د پاکستان حکومت په پښتونخوا کې د بېلابېلو ترهګریزو حملو پر وخت کله دغه دروازې نه وې بندې کړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې راغلي چې د ډیورنډ پر کرښه تړلې دروازې به سبا د سې شنبې په ورځ د ۴۸ ساعتونو په مخه پرانستل شي چې ورسره به هغه افغانان چې د ډیورنډ له کرښې پورې غاړه ایسار دي خپلو کورونو ته ستانه شي.

په عین حال کې، په اسلام اباد کې افغان سفیر ډاکتر عمر زاخېلوال له افغانانو څخه غوښتي چې له سختې اړتیا پرته دې پاکستان ته له سفر کولو څخه ډډه وکړي.

One thought on “د ډیورنډ پر کرښه جوړې دروازې به د مارچ په ۷مه د ۴۸ ساعتونو په مخه پرانستل شي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *