سلیم شاه – 

د مارچ په څلورمه نيټه د يکشنبې په ورځ د ميډل سيکس پوهنتون په يوه تالار کې د افغان محصلينو له خوا  د اکبر کرگر د نوی څیړنیز کتاب  چې دغني خان په افکارو يې کښلي او((ماته يو درياب د نور را )) نوميږي مخ کتنه وکړه ـ

په دې غونډه کې په لندن کې د افغان محصلینو د اتحادیې پر غړو برسیرهنورځوانان او د لندن دليکوالو اوشاعرانو دټولني ځينې غړي را ټول شوي وـ دغه راز دپښتونخوا  د مردان  له سيمي يوه خور  ((شاندانه)) اوڅو نورې خويندي هم په دې غونډه کې گډونوالې وې ـ

بايد يادونه وشي چې غني خان د پښتني دنيا لويه هستي وه ـ که انگريزي ادب جان ميلتون لري که ايتالوي ادبيات دانته الگيري لري ـ که فارسي ادب حافظ اومولانا لري  يا روسي ادب په پوشکين وياړي نو په پښتو ادب کې هم يو څوک و ؛ چې ويل يې :

يا خو به دې سيال کړمه وطنه د جهان

يا به ستا په پښو کې تورې خاورې کړم خپل ځان

په همدې موخه په بريتانيا کې افغان محصلينو د اوار نوښت وکړ او د ياد کتاب مخ کتنه يې وکړه ـ

دغونډي په پيل کې دپښتو ژبي دښه وياند سپين تڼي نه غوښتنه وشوه چې غونډه پيل کړي ـ سپين تڼي لومړى دغني خان هغه شعر چې اوس په يوه حماسي شعار او د پښتون اولس په يوه ملي ترانه بدل شوې  ولوست  :

اى زما وطنه دلالونو خزانې زما  

ستا هره دره کې دې دتورو نښانې زما   

اوبيا يې دغونډې دلومړي وينا وال نه وغوښتل چې خپله ليکنه ولولي ـ د ستيج سر ته شاعر  نظيف تکل  راغئ .هغه په خپله وينا کې  وويل:

تر اوسه په غني خان باندې پنځه مستقل کتابونه کښل شوي دي ـ چي زما په فکر لومړنې هم اکبر کرگر ليکلي وـ  دغني دشگو په محل کې ـ اووروستې هم دادى د ماته يو درياب د نور را اثر دى چې کرگر په دې وروستيو وختونو کې بشپړ اوچاپ کړ ـ

په غني خان باندې ډيرو ليکوالو اوڅيړونکو خبري کړي چا شاعر فلسفي بللي اوچا فلسفي شاعر بللي دي  ـ خو هغه امتياز چې غني لري دادى چې هغه شعر ويلي اوشعر يې له نورو توپير لري  هغه دلوړ شاعرانه تخيل خاوند و ؛ اوله تخيل سره فلسفه اوعرفاني پوهه  هم يو ځاى وه ـ هغه په انسان اودانسان په څانگړونو متمرکز و.  اوهغه څه يې ويلي دي چې نورو يې دويلو وس نه درلود ـ

همدا سبب دى چې دکرگر په کتاب کې نوى خبري شته  که څوک غواړي  دفلسفې  ،عرفان  اوتصوف په بنياد شعر را وسپړي اودڅيړني نوى ميتود زده کړي  اوبيا غني وپيژني  نو دا اثر  ماته يو درياب دنور را دې ولولي ـ

تکل زياته کړه:

زه دلته دکرگر له ليکنې يو پراگراف را نقلوم:

کرگر ددې برخې په سر کې  دفلوطين يو قول را وړي چې ليکي :

ښکلا دانسان له روح سره تړا ولري ـ بدرنگي  اوناوړتيا چې دانسان په روح ورزياتيږي  نو روح ککړوي ـ ښکلا دروح هماغه رښتيني ژوند دى ـ )) فلوطين

((غني خان دشعر اوادب په ډگر کې ساده هستوونکى نه دى ـ هغه په يو څه خپل فکر اوحواس متمرکز کوي ـ په خپل چاپيريال اوطبيعت نظر اچوي  خو هغه څه په کې گوري چې نور يې دليدلو بي وسه دي ـ په ښکارندو کې هغه دوه ډوله ښکلا ويني ؛يوه هغه ظاهري ښکلا ده چې دشهود په دونيا کې خپل موجوديت له ځانه ظاهروي ـبله هغه ښکلا ده چې دشاعر حواس نه بلکې دروني اوباطني دونيا يې دپوهيدنې حکم کوي ـځيني کسان په دې باور دي چې دا دغني خان يو خاص اودهغه دروني شخصيت پوري اړونده يکي يواځينى ليد دى  چې دښکلا په باب يې لري ـ يا يې دهغه دفطرت زيږنده بولي . دا سمه ده  چې په هستونه کې د هستوونکي (خلاق فرديت  ) رو ل لري خو له عامو فکري بڼو اونورمونو هم نه شو منکريدلاى .))

کرگر صيب دکتاب په کښلو کې په رښتيا چې ډيره خواري کړي ده ديو څو فلاسفه اومتفکرينو لکه: هگل ؛ کانت ، نيچه ؛ ټيگور اونورو دنظرياتو په بنياد يې دغني خان افکار را سپړلي دي ـزه په دې ستر کار کې دکرگر صيب برى غواړم  اودهغه دنورو پنځونو اوڅيړنو په هيله يم ـ  

 دنظيف الله تکل  له خبرو وروسته سپين تڼي دغني خان يو بل شعر  چې دشگو محل نوميږي راغلو کسانو ته  ولوست ؛ اوبيا يې دليکوال اوڅيړونکي عبدالوکيل سوله مل شينواري نه غوښته وکړه چې دکتاب په اړه خپله اخیستنه له نورو سره شریکه کړي.

سوله مل خپلې خبرې د کتاب د لیکوال د لور :((نګین)) او په لندن کې د افغان محصلینو د اتحادې نه په منېې پیل کړې.

هغه وویل: د نګین جان د پلار ددرناوی او دده د کار د معرفۍ هڅه با ید وستا یل شي. ځکه زموږ د پښتنو لیکوالو او هنرمندانو د خلاقیت ددرناوی هڅه با ید له داسې وړو کورنیو نه پیل او د پښتون د لوی ټبر کورنۍ ته ورسیږي. هغه د لندن د محصلینو اتحادیه د دې کتا ب د نما نځغونډې په جوړولو او کوربه توب وستا یله. او وېې ویل چې په دې سره دوي یو ځای له خپلو مشرانو د خپلو نوابغو د پيژندنې هڅه کوي چې له داسې غونډو زده کړه کوي او د خپلو  نوابغو په نمه انځلو خپل تاریخی مسولیت او رسا لت سرته رسوي.

سوله مل وړاندې وویل:

ما د غنی خا ن په باب دداسې یوې بلې غوڼډې په ورځ هم ویلی او اوس هم هما غه ویل راغبرګوم چې په غنی لیکل او ویل ساده کار نه دئ ځکه غنی فرد نه بلکې یوه مجوعه ده . هغه که له یوې خوا لوی شا عر ، مجسمه جوړونکی ، عارف او فیلسوف دئ له بلې خوا د لوی خوشحال په څیر یو انقلابی او د پښتنو د تاریخ د یو ځا نګړې ځا نګړې دورې د مبارزې او مجا هدې یو جنګیالی او لار ښود دئ. هغه دیوې داسې کورنۍ د غړیتوب ویاړ لری چې د پښتنو د بیدارۍ او پوهاوي لوی افتخارورسره تړلی دئ. نو په غنی پو هیدنه په دې ټولو شیانو پو هیدل غواړی .

سوله مل د کتاب په باب خپل نظر داسې څرګند کړ:

د غنی خان په ژوند او خلاقیت ددې اثر پرته ګڼ سیمینارونه او اثار د هیواد دننه او دباندې جوړ او خپاره شوي دي. خو زما د معلوماتو له مخې کرګر ته دلومړنی آفغان لیکوال ویاړ ورپه برخه دی چې هم یی پخوانی اثر (( غنی د شګو په محل کې )) او هم یی دا اوسنۍ څیړنه(( ما ته یو دریاب دنور را)) دواړه یو ځای په کتا بي بڼه له چا په راوکښله.

دا کتاب او داسې پر ده نورې لیکنې ددغه لوی شا عر د خلاقیت په پرتله خورا کمې او نیمګړې دي.خو تردې دمه چې په غنی کوم اثار کښل شوي دا اثر او دا کتا ب ېې تر ټولو ژور او جا مع ګڼل کیږي. ددې خبرې تر ټولو ښه تصدیق پخپله د: ((فلسفه دجنون اودجانان )) لیکوال عابدجان چې په غنی ددې اثر دمخه تر ټولو ورستۍ څیړنه ده ښه تصدیقوي.:

((ددې لیک په لوستلو زه بغیر د څه ملاحظې نه په دې ویلو مجبور یم چې دا لیک زما د هغې نه په هر لحا ظ جا مع ، هر اړخیز ژور او پر مغز دئ . دا اثر د ستر غني خا ن په جما لیا تی فلسفه کې بیخي نوې څیړنه ده او د غني د فلسفیا نه نظا م په علمي او منطقي ډول هر اړخیزه تجربه ده چې د شا عر فکر ا حا طه کوي))    کرګر ددې څیړنې له پاره هم په خپل پخوانی اثر : (غنی د شګو په محل کې ) له سره کتنه کړې او هم ېې ددې اثر او ورستۍ څیړنې لپاره په غنی خان تر دې دمه نږدې ټول چا پ اثار په غور لوستي دي..

کرګرصاحب په دې کتا ب نه یوازې تر ټولو ورستی لیکلی اثار موږ ته راپیژني بلکې ددې اثارو نیمګړتیاوو او کمزورو اړخونو ته مو هم پام رااړوي. هغه ددغو اثارو کمزوری اړخونه داسې بیا نوي.:

ـ لومړی: په دې اثارو کې د لویدیځ فلسفي افکار د بنسټ په توګه نه دي غوره شوي..

ـ دوهم : په دې اثارو کې د ګلګا مش اسطوره اسا س ده خو دا پخپله د پرومته او زیوس سره نږدې ده .( چې په تعقل او تجربې ولاړه ده خو غنی پخپلو اشعارو کې په اشراقیت هم تکیه کوي.)

ـ دریم: په دې اثارو کې تصوف او فلسفه د بیلو فکری مکتبونو په حیث ښه او روښا نه نه دي تشریح شوي.

ـ څلورم : د شا عر ټولنیز فرهنګي چا پیریال هسې چې ښا يي ښه نه دی فورمول بندی شوي..

لیکوال دې نیمګړتیا ته په کتلو ټول هغه فلسفی او عرفانی مکتوبونه راپیژني چې دغنی په اشعارو کې انعکا س مومي. هغه نه یوازې دغني خان اشعار ددغو افکارو په رڼا کې موږ ته مخې ته ږدي، بلکې پخپله دغه جریانونه هم په پوره وضا حت تعریف  او بشپړ راپیژني. ښا يي دا په اوسنۍ معا صره څیړنه کې اړینه نه وي خو لیکوال  د خپلو لوستونکو سوېې ته په پام په لوی لاس دا کار کړی دی او له دې کبله ېې زه د شاه با سي وړ بولم.

د لیکوال د څیړنې بل امتیاز او ځا نګړنه نه یوازې د غنی د هغو شعرونو غوراوی دئ چې د ځا نګړی فلسفی او عرفانی مکتب تر سیوري او اغیز لاندې شا عر پنځولی دي بلکې هغه دا ډول شعرونه په خورا زور او زیر سره تفسیر او شني هم. د شا عر د ملا چرګګ شعر ېې ښه بیلګه ده.

لیکوال ددې کتا ب او څیړنې په کښلو او لیکلو لوی رسالت سرته رسولی دی. که له یوې خوا پخپلې دې څیړنې او هڅې سره د غنی د اشعارو لوست ته د نوو څیړونکو او لوستونکو تلوسه زیږوي

له بل خوا نور دې ته رابولي چې د دې ناتمام کتا ب نور څپرکي او فصلونه پخپلو نوو موندنو او شننو ورزیا ت کړي.

دغونډي په پاى کې له اکبر کرگر نه غوښتنه وشوه چې د کتاب د ليکلو انگيزه اوهمدارنگه د اوريدونکو پوښتنو ته ځواب ووايي:

اکبر کرگر هم په خپل وار سره  يو لړ پوښتنو ته ځواب ووایه چې په عمده توگه دا پوښتني د غني اودملا  په باب وې ـ  همدارنگه دغونډي په پاى کې دپښتونخوا نه راغلي ميلمنه خور شاندانې د غنې خان په باب نوې  ترسره کيدونکو کارونو او د هغه د اشعارو انگريزي ژباړو يادونه وکړه ـ او د خپلې يوې ټولنې هلي ځلي يې بيان کړې ـ غونډه د افغان محصلينو د اتحاديي دمشر په وروستۍ وينا پاى ته ورسيده ـ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *